آرشیف

2017-12-13

دوکتور ص. سعیدي

ازهمه اولتر به مطالعه امیر حزب اسلامي!

 

امریکه د افغان  تراژیدۍ کې په ګټه، که تاوان؟ 

که داسې مطرح کړو چې غربي نړۍ ، امریکه  او پاکستان د افغان او افغانستان په ۴ لسیزو تراژيدۍ کې ګټه وکړه که تاوا؟  نو ددې پوښتنې په ځواب کې پنجاب یعنی پاکستان   د ټولو له مخه  راودانګي چې پاکستان د افغان وژنې او افغاتان په دې ۴ لسیزو تباهی کې د ټولو نه زیاته قرباني ورکړې او زیات يې تاوان کړای. زمونږ بعضې سادګان او یا که مونږ ورته ساده ښکارو او یا دوکه شوي به همدا د پنجاب خبره تکراروي . دا خبره او تأکید  نه عادلانه دی او نه هم  افغانۍ دی او نه هم ريښتیا دی.  نه د افغانستان په ګټه دی او دده د پاسه د پنجاب د خوشالولو لا هم ده.   که افغان دا خبر کوي نو په کار ده چې پرې له سره غور وکړي او د هغه د ویلونه په کلکه  ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌‌ډه وکړي. 

مونږ چې کله امریکه او پاکستان وایو د دې خبرې نه ساده برداشت لرو.  که مونږ پرون یوه خبر کوله، حتمي نه ده    چې پرونۍ درسته خبر مو نن هم درسته وي. پرون اتلس كلن وم خو نن نه يم.  له دوهم  عالمي او نړیوال جګړې روسته نه د کور ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی او کالیو سوال  مطرح او  ملیونونود انسانان پردغه شعارونو هم  ټولول  شوي او را ټول کړل سوي وه. خو څو کاله روسته هغه شعار نور حتمي او مرکزي سوال او شعار نه وه. د مختلفو آسماني ادیانو او احکامو درستوالی په معینه زماني نقطه او عصر کې او بیا روستی پيامبر ( ص)! 

د ټولو نه د مخه په امریکه کې دوه ستر حزبونه او د هغوی جدا برنامې، اف بي ای، سي آی ی، پنتاګون، د سلاح جوړولو لوبي او فابریکې،. سترې صنفي  اتحادې، د شین چای حرمت، او بیا سپينه ماڼۍ او په هغه کې جمهور رئيس ددې ټولو د نطاق او بلندګو په رول کې. 

د پاکستان هېواد کې چې له سره مصنوعي د بل په خاوره جوړ شوای هېواد ، نه ملت لري، نه تاریخ لري او نه جغرافیا او د پاکستان د م‌ؤسسینو ځلاند ستوری علامه قبال وایي: 

سارې دنیا سې أچها – هندوستان همارا 

نو داسې هیواد کې باید ملکي بې کفایته نظام، د پاکستان اصلي استابلشمنت یعنې آی س آی او پنجابي فوجیان  او د اوسني پاکستان عوام خلک چې تر اټکه، مارګلې او آباسینه افغان ولس ، پوره پوره تفکیک پکار دی. 

هغه ولس چې د تاریخ په اوږدو کې  دغه افغان ولس ګ‌‌‌‌‌‌ډې کارنامې، ګ‌‌‌‌‌‌ډافتخارات او ګ‌‌‌‌‌‌ډې حجرې، جوماتونه او ګ‌‌‌‌‌‌ډې هدیرې او ګ‌‌‌‌‌‌ډ قبرونه لري. هو دغه ولس د تاریخ په اوږدو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډه قرباني ورکړې او ورکوي. د  موجوده افغانستان د خلکو تاریخ او  د جهاد  په وخت کې یې د افغانانو سره ‌‌‌‌‌‌دغو خلکو په اوسني پاکستان کې مېشت خلکو خپله ډوۍ‌‌‌‌‌‌ډۍ او مړی، کور او ځای تقسیمونه او شنه او اوږه ورکونه او پر زخمونو ملم ايښودنې له هیره ایستل، غیر انساني کار حرام نمکي او له هغوی سره جفاء ده. آما افغان ولس پر خپله  خاوره له آمو نه تر آباسینه د تګ او  راتګ حق لري او افغان ولس ته په دغو سیمو كې د پنجاب له خواست سره سم، مهاجر ویل هم پاکستاني ، پنجابي خواست، برنامه او بې انصافي وه او ده.   

د امریکې نه هم مقصد همدومره منابع او مراکز چې تصمیم نیسي او عوام خلک اردو او پوځی امکانات هم د سیاسي ستیج په خدمت کې دي. 

د افغانستان او سیمې  په تراژيدۍ، مړینې او وژنې کې امریکایی پوځي او د سلاح سازي منابعو  او په سیمه کې د امریکې د آینده 50 کلنې پلان شوې جګړه چې د مرکزي آسیاء له خامو منابعو، تیل او ګاز نه د ګټې اخیستو په موخې سازمان شوې، جنګ او د امریکې د خلکو د مالي منابع شخصی امریکایی کارتلو ته تګ، د کمونیزم او روسانو ته د مشکل جوړولو پروسه او د هغوی  د فشار ورکولو په  نتیجه او پایله کې د امریکې پوځي  حضور ته مجوز او  ته په افغانستان کې د امریکې د پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډو د حصول موفقا‌‌‌‌‌‌نه ‌‌‌‌‌‌ډرامې، دا ټول  د څو لسیزو لپاره دافغانستان  پر زمکه په داسې یو مهم جغرافیایی سیمه کې د  امریکایي ٩-١١ اډو تعهد او د ا‌‌‌‌‌‌ډو حصول دا د امريكې بریا وې دي. هو ملت به ضرر کړای وي او زرهاو انسانان به شهیدان او معلولین شوي وي اما په کل کې د امریکې کامیابي ده. 
د پاکستان د اټومی بمب او موټروې د افغان ولس په چاندو  او د عربو مجاهدو د ښځو د هر رأس مقابل کې د ٥٠٠٠ ‌‌‌‌‌‌ډالرو  په خرڅلاو د پاکستاني جنرالانو په لاس او د نواز شریف د مجللو سترو بل‌‌‌‌‌‌ډنګونو  ملکیتونو موجودیت د لندن په قیمتي ترینو محلاتو کې به د پاکستان بریا وي که ناکامي؟ د افغانستان پر خاوره، زمکه او فضا، د افغانستان او فکستان تر مېنځ د رڼا ورځې ، ښکاره تجاوز ، راکټونه او توپونه په رڼا ورځ   د خلکو وژنه او شړنه او پر خپله خوښه زمونږ پر خاوره سرحد جوړونه او همدا اوس د ٥٠ كيلو متري فاصل سيمې ( بفر ذون) جوړونه او د افغان حاکمیت خوله پټونه، د تروریست او دهشت او بیا کله ناکله د مرتد او کافر په  نامه افغان وژنه او …
او بیا د افغان ولس د مقدس جهاد انحراف، ۹۰ کلو د مجاھدینو خپل مېنځي جګړو چاغول، له جهادي مشرانو قومي  او سمتي مشران جوړول، د مدرن دولت د اصولو پر ځای جانب احمدشاه مسعود ته تفهیمول او قبلول چې وایي: ما عوض احزاب د دولتداري اقوام را اساس قرار میدهیم، په دې ‌‌‌‌‌‌ډول فتنې او کرکې ته لمن وهل او په نتیجه کې سلهاو سُست عنصر انسانان له اسلامه اوښتل او مسیحي کیدل به نور عوامل  هم لري خو د پاکستان د کارنامو مستقیمه او غېر مستقیمه پایله او  نتیجه ده. 
دا او نور  اوږد لست ټول هغه څه دي چې فکستان، پنجاب او امریکې او د افغان مجاهد ولس په ٤  لسيزې تراژيدی کې تر لاسه کړي، ګټه اخیستې او دا لړۍ  لا ادامه لري. 
افغان ولس به ‌‌‌‌‌‌ډېر خفه شي او ونه زغمي چې د دې ولس د عالم اسباب امیدونه د اسلام او افغانستان له ګټو نه مخکې د امریکې، پاکستان او پنجاب پر ګټو تمرکز وکړي او خواخوږي یې ورته اولویت ولري. 
جهادی مشر د اسلامي حزب امیر جناب حکمتیار صاحب ته په کار ده دې برخه کې چې ویدیو کې ښکاره امریکه او پاکستان د افغان د ۴ لسیزې د غمیزې تاواني بولي، دقت وکړي. 
هو جناب حکمتیار صیب ریښتیا وایي چې د امریکې او پاکستان ‌‌‌‌‌‌ډېرو جفاکارو مشرانو ته د آخرت او د الله (ج) خسران  او تاوان به ورته متوجه وي.
هو د امریکې ملت او اوسني پاکستان کې مېشته افغان ولس به تاوان کړای وي خو پنجاب، پنجابي جنرالانو اود امریکایي و وسلو  فابریکو او ‌‌‌‌‌‌ډېرو نورو یې په دې دنیا وګټله او د دنیا ستر بمب يې افغانستان کې تجربه کړ . 

نو خبرو کې دقت په کار دی. 
پاکستاني استابلشمنت او پنجاب زمونږ د افغان ولس او افغانستان  دشمن وه او دشمن به پاتې شي! 
كه  پرون  له مجبوريته  او یا سادګۍ او خوشباورۍ پنجاب چا د افغانستان دوست باله، اوس نو د هغوی په افغان دشمنه او افغانستان دشمنه، دښمنۍ کې شک نه شته! 
په یاد ولرئ چې د پنجاب په ګټه موضع او ناروا تحلیل سیاسي ځان وژنه  هم ده! 
غاړه مې در باندې  خلاصه کړه.  
اختیار ستاسو!

ومن الله التوفیق