آرشیف

2020-9-7

شاه ولی آرین

ارماني بـېـړۍ

زمــا ارمــاني بـېـړۍلار ورکې شوله
ساحـل د هـیـلـو مـې طـوفــان وړی دی
 
زړه مې مسکا کې رانــه مینـه غـواړي
ګلشن د خـوښې مـې خـفـګـان وړی دی
 
یـو وار ښکاره شـوه پنځلسمه سپـوږمۍ
نـور یې وصلت رانـه هجران وړی دی
 
سپیـنـو جـامـو کې تــور کارونــه کــوي
ځکه وجـدان یـې  چور تـالان وړی دی
 
اریـنه! پـاڅـه  شـور غـوغـا جــوړه کړه
دا ټــول ولـس یـې ګــروګــان وړی دی

 
اغوس دنمارک
۰۲/۰۹/۲۰۲۰