آرشیف

2020-5-25

شاه ولی آرین

اخـتـره!

اخـتـره راغـلې خـوشالي نشتـه ده 
دلتـه وطن کې سـوکـالي نشتـه ده
 
دلته خپل ورونه، ارمانـونه وژني 
دوي کې بیخي اسلامـولي نشته ده
 
پـردي پـرېـږدي، خپله افغان وژنـي 
دوي کې غیرت د ابـدالي نشته ده 

د احمد شاه تـوره یې خرڅه کړلـه 
دوي کې رښتیا پښتونولي نشته ده
 
اختره را نـه شي مرګونـه دی ډېر 
دلتـه خوښي هـیوادولي نـشتـه ده
 
اختره دلته اوس مرګونـه دي ډېـر 
وحشت روان او ورولي نـشتـه ده
 
دې کـورونا وبا لـوی غـم راوړي 
هـرچېری مرګ اخترولي نشته ده
 
ربـه نور ته پر موږه  رحم وکړه 
څومره نـفاق دي خپلولي نـشته ده
 

۲۰/۰۵/۲۰۲۰
آغوس دنمارک
 شاه ولی ارین