X

آرشیف

اختریزی لنډی:

 

ګرانو لوستونکو ! هیله ده لاندی څو اختریزی لنډۍ می کمکی اختر ته ( برګ سبز تحفه درویش ) و منی :

اختر خو راغی روژه لاړه 
ليلا بۀ څوک په سرو منګلو ښکاروينه

اختر خو بی نکریزو راغی
زه به می سری شونډی تر یاره پوری وړمه

اختر پۀ ورځ دې لاس سره نکړه
یار دی رانغی که نکریزی ګرانی دینه

اختره ژر ژر را رسیږه
زما ديار وعده اختر دی رابۀ شينه

اختر نژدې دی ياره راشه
د دروازی پر ځای به غیږ در خلاصومه

که په اختر کی ته رانغلی
زه په سرو لاسو د چا غیږی ته ځمه

په اختر تا ته سینګار ښایی
چی دی اشنا کلونه پس درته راځینه

یار می اختر کی مسافر دی
زه په نکریزو دیوالونه رنګومه

ته د اختر په سهار راشه
په سرو لاسو به سلامی ولاړه یمه

په اختر ډیر مه راته ګوره
مور می میره ده په ما کلی خبروینه

اختر د کومی کوڅی راغی
ور سره نسته په نکریزو سره لاسونه

ستا د اختر مبارکۍ ته
زه به په تور پیکي کي سره ګلونه ږدمه

لاس می ایله که خوله می واخله
لاس می میرې او شونډي ما سری کړي دینه

کاشکي نکریزي د اختر شم
چي هره پیغله مي پر لاس تر شونډو وړینه

اختر ملنګ کچکول یی راوړ
له ما نه غواړي د نکریزو خیراتونه

اختره څومره بختور یی
چی چټی پیغلی هرکلی لره درځینه

نکریزی لږ غوندی لمدی کړه
زه می پر لپو د لالي نوم رسمومه

رنګ د نکریزو جنتی دی
په سرو لاسونو تور اوربل شانه کومه

 

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.