آرشیف

2020-8-1

شاه ولی آرین

اختره

اخـتـر راغـی،  خوشالي کـولی نـه شو 
هـر لـورغم دی،موږ ژړا نـیولی نـه شو 
 
دغه چم کې کور په کور شوي مرګونه 
بـی لـه سانـدو چیـغـو څـه ویـلی نـه شو 
 
ســره لاسـونــه خـو کلـونــه مـرور دي 
د هـیچا پــه کـور خـنـدا لـیـدلـی نـه شو 
 
ای اخـتـره ګـوره پـام کـوه رانـــه شـې 
چـې لــه تـا سـره جـفـا مـنـلـی نـــه شـو 
 
خــدایــه سولــه سـلا راولـې وطن کې
د غـلیـم نــور دا جـفـا زغـملی نــه شـو 

اغوس دنمارک 
۲۹/۰۷/۲۰۲۰