آرشیف

2014-12-31

eazam

آيا ايمان له چاڅخه نه ځي؟

بسم الله الرحمن الرحيم 
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:انسانانوته چي الله پاک څومره نعمتونه ورکړي په هغوټولوکي ترټولولوی نعمت ايمان دی، دايمان سره په قېمت کي هيڅ شی برابرنه دی 
اوترټولوضروري کارهم دمؤمن لپاره دادی چي بايد ددې سترنعمت ساتنه وکړي.
داوجه ده که دانسان ايمان،سر،عزت اومال ته خطره پېښه شوه نودهرڅه ورکولوته به تيارېږي خوايمان به له لاسه نه ورکوي.
ځکه ايمان داسي شی دی چي ددې له امله دانسان ابدي برياليتوب په برخه کېږي.
خوداخبره هم هرچاته معلومه ده چي دقېمتي شي دښمنان هم زيات وي،څومره چي يوشي ډېرارزښت ولري،هغومره به خطرې هم ورته ډېري متوجه وي اوانسان که غواړي چي هغه ارزښتناک شی ورسره پاته شي اوده ته په کارورشي نودهغه شي ساتني ته به ډېر پام کوي.
ددې مثال داسي دی لکه دچاسره سره زروي،نوخاونديې ډېرورباندي وېرېږي چي داسي نه وي راڅخه ورک شي،غل راباندي خبرنه شي اوڅوک يې په کم قيمت راڅخه وانخلي.
نوهمدارازايمان ته هم ډېرخطرونه متوجه دي اوبايددايمان خاونددايمان په هکله داسي احتياط اووېره ولري لکه دسروزروخاوندچي دخپلوسروزروپه هکله لري او ورسره احتياط کوي،چي داسي نه وي داسي خبره ياداسي کار راڅخه صادر شي چي له امله يې دايمان له دولت څخه بې برخي شم.
ځيني خلگ دايمان په هکله داسي فکرکوي چي ايمان دغره په څېردی.
په غره باندي که باران وشي،که زلزله ورباندي راشي،که بمبارورباندي وشي،که يخ ورباندي راشي اوکه گرمي ورباندي راشي په ټولوحالاتوکي نه بې ځايه کېږي بلکي په خپل ځای کلک ولاړوي.
همدارازځيني خلگ ايمان هم دغسي گڼي چي يو وارسړي ايمان راوړی،نوبس تردې وروسته که هرڅه کوي مسلمان دی،په ايمان کي يې هيڅ فرق نه راځي.
دادځيني خلگوبې ځايه اوناسم خيال دی ځکه ايمان دالله پاک اوبنده ترمنځ يوباريک تعلق دی،داتعلق په ځيني خبرواوکاروسره پرې کېږي اوله منځه ځي.
ددې مثال داسي دی لکه ديوچادډېرعمردوست وي،دډېره وخته يې ورسره دوستي اومحبت وي خويوه ورځ يوداسي کاروکړي اوياداسي خبره وکړي چي له امله يې دټول عمردوستي له منځه ولاړه شي اونه يوازي داچي دوستي له منځه ولاړه شي بلکي ددوستۍ پرځای يې ورسره دښمني اودمحبت پرځای يې کينه پيداشي.
دغه مثال دايمان هم دی.
دايمان تعلق هم دځينوکارونواوخبروله امله له منځه ځي اوانسان له ايمان څخه خلاصېږي.
دې خبري ته په احاديثوکي هم اشاره شوې ده دنمونې په توگه يوحديث دادی:
عن ابي عبدالرحمان بلال بن الحارث المزني رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال:ان الرجل ليتکلم بالکلمة من رضوان الله تعالی ماکان يظن ان تبلغ مابلغت يکتب الله له بها رضوانه الی يوم يلقاه،وان الرجل ليتکلم بالکلمة من سخط الله ماکان يظن ان تبلغ مابلغت يکتب الله له بهاسخطه الی يوم يلقاه(رواه مالک في المؤطأ والترمذي وقال حديث حسن صحيحرياض الصالحين۴۴۶)
ژباړه:له حضر ت ابوعبدالرحمان بلال بن حارث مزني رضی الله څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:يقينًايوسړی دالله تعالی درضامندۍ داسي خبره کوي چي ده داگومان نه کاووچي دابه ترهغه ځايه ورسېږي کوم ته چي ورسېدله.
الله پاک دده لپاره ددې خبري له امله خپله رضاترهغي ورځي ليکي په کومه کي به چي دی دالله پاک سره ملاقات کوي(يعني دقيامت ورځ) اويوسړی دالله تعالی دناراضتيايوه خبره کوي چي ده داگومان نه کاووچي دابه ترهغه ځايه ورسېږي کوم ته چي ورسېدله،الله پاک ددې خبري له امله دده لپاره خپله ناراضتيا ترهغي ورځي پوري ليکي په کومه کي چي به دی دالله پاک سره ملاقات کوي!!
نوديوې خبري له امله ترقيامته رضاهم ورته ليکل کېږي اوديوې خبري له امله ناراضتياهم ورته ليکل کېږي.
نوله دې امله بايدانسان کوشش وکړي چي داسي خبري اوکارونه ونه کړي چي له امله يې ايمان ته زيان رسېږي.
او مؤمن بايدله خپل ايمان څخه غافل نه شي،داسي نه وي چي دی خبرهم نه وي اوایمان ورڅخه تللی وي،بايددخپل ساتنه وکړي اوداسي وېره بايددايمان په هکله ولري لکه په سروزروچي دسروزرومالک وېرېږي بلکي ترهغه زيات.
ځکه سره زرددُنيايوشی دی،ايمان خوتردې ډېرزيات قيمتي دی،سره زرخوصرف دمثال په توگه بيانېږي.

 

پای 
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين 
ليکوال :مولوي عصمت الله عزام