آرشیف

2017-7-21

دوکتور ص. سعیدي

آمریکه، نړۍ او پاکستان!

د امريكې حاکمیت د خپلې روستۍ اعلان شوې پالیسۍ پر بنیاد د پاکستان له  دولت، حکومت او یا نظامیانو سره خپلې مالي مرستې بندې کړې؟ وځن‌‌‌‌‌‌ډولې؟ او یا لغوه کړې؟ 
که امریکې بیا پاکستان ته مهلت ورکړای وي نو دا مهلت یعنې د سلهاو مهلتو روسته یو ځل بیا مهلت ورکول شول؟ 
په دغه حالت د پاکستان، نامرده، مکار حاکمیت به لکه د تېر په شان د خپلو مكاريو جال واچوي او یو زوړ چال او دوکهذګ به هماغه د پاکستان او افغانستان سره بیا د خبرو پيشنهاد وي.  له دغه سره به د افغان ساده او يا يو شمېر د ای اس ای لومو کې راګیر مشران او د او د لر او بر د ای اس ای پښتانه دلالان او پلورل شوي مشران به ای اس ای په اشارو او یا د بهرنیو تر فشار لاندې او حتی یا د سیاسي سادګۍ له وجهې پاکستان سره خبرو ته کښېنوي او بیا به پاکستان د نورو دوکو او مانورنو فرصت تر لاسه کړي، سوله او افغان ولس  به بیا ددغه مکار نامشروع موجود د فتنو د ختمولو فرصت بیا له لاسه ورکړي. 
که خبر خبر وي نو د کابل اوسني حاکمیت د پاکستان په هکله د خپلو اظهاراتو پر بنیاد اتمام حجت هم وکړ. 
نو نورې خبرې هماغه زړې خبرې عملي کول او بیا به سره ګورو. 
نورې خبرې هماغه زړې خبرې چې د افغان پر خاوره مه خندق ، مه پوستې او مه دروازې جوړوه. 
زړې خبرې چې شوو ګ‌‌‌‌‌‌ډو پروژو او ترانزیتي توافقاتو مخ کې مانع مه ایجادوه او عمل کې دې صداقت وښیه. 
پر دې تأکید کول پکار دی چې نوې دنیا او مدرن متقابل منفعت د سرحدونو په ایجاد نه، بلکې د سرحدونو په ړنګولو او مشترکې اقتصادي پروژو عملي کول دي. 
د آمو. تر اټکه او اباسین. یو افغان ولس دی او د اوسني پاکستان  له دریو برخو نه دوه برخې تاریخي افغانستان او افغان ړلس دی. ددې خلکو هوساینه د ټول افغان. ولس هوساینه ده.  
پښتنو او بلوڅو ته د هغوی حق ورکول دي او …
نو په یاد باید ولرو چې همدا چې افغان ولس متفق او متحد شي نو د پاکستان او ایران دسایس به زیات شي. دا دسایس به هلته او هغه وخت خنثی شي چې افغان ولس قوي او په خپلو پښو ودریږي. 
نو په دغه خبر باید ځان پوه او ټول ملت ورته بېداره او جهان پرې پوه کړای شي چې د پاکستان استابلشمنت به افغان ولس په آرامه پرې نه ږدي. 
هو افغان ولس ته پکار ده چې ځان قوي او متجاوز پر ځای کښېنوي.
حق او سوله نه ګدایي کیږي. 
افغان ولس امریکې ته ویل لري چې که چېرې اوس نو د پاکستان په هکله د افغانستان او خپل بالقوه امکانات بلا تأخیره بالفعله نه کړي نو په یاد دې ولري  چې مار دې لن‌‌‌‌‌‌ډی کړ ، مړ دې نه کړ. او لن‌‌‌‌‌‌ډی مار ‌‌‌‌‌‌ډېر خطرناکه وي. 
امريكه بايد په دې حقیقت پوه کړای شي او پوه شي! 

پای
‌‌‌‌‌‌ډاکټر صلاح الدین سعیدي 
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨
٢١/٧/٢٠١٧