آرشیف

2018-8-29

دوکتور ص. سعیدي

آزاد اقتــصادي بازار او مونږ!

سرمايه داري  آزاد بازار او  سوسیالستي، کمونیستي رهبري شوای اقتصاد دوه عمده اقتصادي سیستمونه دي چې بشریت په اختیار کې لري. دا دواړه داخل کې په لسګونو نور تفسیمات او مشخصات، مثبت او منفي جوانب لري. ددې دواړو په مقایسه آزاد بازار بهتر دی د رهبري شوي اقتصاد نه. 
آزاد بازار کې چې هرڅه عرضه او تقاضا تعینوي، د ښو قوانینو موجودیت او د تطببق څرک نه شته، د آزاد رقابت توانایي نه شته، د مستهلک حقوق، د کارفرما او کارګر د صلاحیتونو حدود نه دي مالوم او مافیایی حاکمیت وي کوم چې اتلس کاله مخکې افغانستان ته راورسید هغه سل کاله پخوا نړۍ امتحان کړای او مردود شمېرلای دی. هغه ته وحشي کاپيتالیزم وایي او مردو د دی. 
د نړۍ په مستقرو ټولنو کې سل کاله پخوا راغلای وه، مارکس او انګلس ورتهاو بیا چې ژوندی پاتې شي نو مهار کړای شو او په ده خاطر د سرمایه داري نظام موجودیت د طبقاتي آشتي پذیرۍ پر بنیاد تنظيم  شو او نوره نړۍ کې کار کوي. 
افغانستان کې هماغه وحشي آزاد بازار عمداً دا دی اتلس کاله مخکې راوستل شو او یو شمېر په کې چړچې وکړې او ملیاردران شول او حاکمیت ورته د جوال خوله ونیوله. د مزار ګمرک یې لاس کې وه نوکله به چې دده مال وارد شو نو نور به داسې مال
نه پریښودل کېده او احتکار به روان وه. 
دا آزاد اقتصاد بازار نه شو او نه دی. 
د رقابت د توان عدم موجودیت کې آزاد بازار نه شي راتلای. 
مافیایی حاکمیت کې د آزاد بازار خبره نه شي راتلای . 
تأسف کوم چې هغه مشران لا تر دې نننه نور ملامتوي او په دغه حقایقو ځان یا نه پوهوي او یا پوهېدل نه غواړي. 
تأسف او تعجب کوم چې د وقت د اقتصاد وزیر د ګازو د جګ تلو په صورت کې استدلال کاوه چې بیادر ، بازار آزاد است مداخله کرده نمې توانیم. 
ملا دې ماته شه په بیروت او امریکې کې دې اقتصاد لوستی او تر اوسه په دې نه یې خبر چې د آزاد بازار په مفهوم د آزاد رقابت د توان په نه شتون د آزاد  بازار قوانین نه شي عملي کېدای او دا مو د وقت د اقتصاد وزیر وه. 
نو جناب … مشکل په حکومت وحدت ملي او مرکزي حکومت کې نه دی. مشکل په دغه نامو غلطه او بې محتوا لوبه کې دی چې د نوم نه پرته محتوا نه ده ورکړل شوې او د خلکو د دیموکراسي نه استفراق راشي. 
مونږ ته ځان پوهول په کار دي. مننه

د. سعيدي
٢٥/٠٨/٢٠١٨