آرشیف

2016-10-20

دوکتور ص. سعیدي

آزاد اقتصادي بازار او افغانستان:

لیبرال ازاد داقتصاد بازار چې هرڅه عرضه او تقاضا تعینوي او د ازاد رقابت شرایط او توانایی وجود نه لري، مافیایی حاکمیت قایم وي، د مستهلکینو د دفاع میکانیزمونه نه وي فعال او یا فعال نکړای شي او د 21 سدې د اقتصاد اصول، قوانین او بشري لاسته راوړنې مراعات نشي او په دې توګه وحشي سرمایه داري چې یوه پيړۍ مخکې جهان کې وه او افغانستان ته په 16 کالو اخیرو کې راورسیده مردوده او د زغم وړ نه وه او نه ده او په نړیواله توګه هم مردوده ګڼل شوې او مردوده شمیرل کیږي. 
مانا داچې د وخت حاکمیت و نه توانیده او له سره او بیا یو شمیر سیاسیون او زمامداران تر دا ننه پوهوه نه شول چې خطا ددوی په حاکمیت کې هم وه چې ازاد اقتصاد بازار یې متناسب د ښو قوانینو په نافذولو مهار نکړای شو او تر داننه هم بعضې حکام په دغه مطلب ځان پوهول نه غواړي.  نو
د بشریت موجود امکانات همدا سرمایه داري نظام او ازاد اقتصادي بازار دی کوم چې باید د ښو قوانینو په نافذولو او متناسبو په موقع جهت ورکوونکو قوانینو مهار شوای وه او مهار شي. 
د بانک چورول او اختلاس او له هغه جملې د کابل بانک اختلاس او بیا دا روستی د عدالت مسخره تیاتر او د خلکو په سترګو خاورې شیندل  افغاني اختراع نه ده. داسې لوبې او دوکې او جنایات په همدې قرن کې او مشابه د چور شرایطو کې چې حاکمیت ( مافياييحاکمیت) ورته زمينه برابره كړه کومه افغاني اختراع نه ده. دا تخلفات او جنایات د ښه قوانینو په نافذولو او بیا د ښه عدالت په تامینولو مخنیوی کیده او کیږي. منتها که حاکمیت غوښتل او یا وغواړي. له لسها مثالو یو مثال: د افغانستان بانک د ٧٨ ميليون ‌‌‌‌‌‌ډالرو د مالكيت انتقال د ١٦ كلن هلك په نامه دا مافیایی شرایطو او حاکمیت کې کیدای شي. که څوک عدالت تامینول غواړي نو لار لري. دا زما اختراع نه ده دا معمول حقوقی نړیوال برخورد دی او هغه داچې: هغه بانک چې په دغه ‌‌‌‌‌‌ډول چور او اختلاس شو نو نوی قاضي او عدالت حکم کوي چې مثلا ټول تیر یوکلن د بانک معاملات تر مثلا یولک دالرو پاس ملغی او د یوکال مخکې حالت باندې اعتبار لري. په ده توګه عدالت حصين خان فهيم ٧٨ ميليونه دالر قرضدار دی او نه د هغه ١٦ كلن وراره يا زوی. دا کار به څوک وکړي؟ هغوی او دغه د بانک اختلاس شوي پيسو دوی ریاست جمهوری او ریاست اجرائيه ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ورسول او خلیل الله فیروزی له زندانه خوشې کیدل او د سترو مقاماتو سره کتل او بیا د سمارت سټی ناټک او لوبه جوړول. تاسې فکر کوئ چې په ریښيا ملامت یواځې همدا علي محمدي وه؟ فکر نه کوم چې هیڅ ساده شخص به دا قزوله کړي. 
نو د مشكل يوه عمده برخه مونږه یعنې بې کفایت حاکمیت وه او دی. نو ازاد اقتصادي بازار او افغاني حاكميت او د ناخوالو عوامل زياد او وسيع دي. د پرود حاکمیت او غلط کادري سیاست او … دا ټول لاس په لاس سره ورکړای او اوسنیو ناخوالو عامل او موجب دي. مننه 

١٦/١٠/٢٠١٦
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨
دوكتور ص. سعيدي