X

آرشیف

ایا کاهینات رښتیا هم له منځه ځي

د مترو اکسپرس پنامه ډنمارکي ژبي ورځپاڼي په ۲۷ / ۱۰ / ۲۰۱۷ نیټه تر ( دا جهان له منځه ځي )  سرلیک لاندي یوه لیکنه خپره کړیده چي غواړم د پښتو ژباړي د لاري یې تر لوستونکو پوري ورسوم . دا تاسي او دا هم د نوموړي مطلب پښتو ژباړه :
په سویس کي د سیرن « Cern » څیړونکی ( البته « Cern » ــ Conseil Européen pour la Recherche Nucléaire  دا یوه فرانسوي جمله ده چي د « هستوي څیړنو اروپایي شورا » مانا ورکوي . دا مرکز په سویس کي د فرانسي پولي ته نژدي ځای پر ځای سویدي او شاوخوا ۶۵۰۰ څیړونکي هلته په علمي څیړنو لګیا دي. ژباړن ) په وروستیو ورځو کي د هیښتیا سره مخامخ سوی او پدې هکله فکر کولو ته اړ سویدي چي څنګه دا جهان په اوسنۍ بڼه د یوه موجود په توګه پاته کیدلای سي .
     په نوو تر سره سوو څیړنو کي د ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ ذراتو او انتی ذراتو  تر منځ په نا متناظروالی ( عدم تناظر ) باندي فکر سویدی . دا ځکه ، دا جهان چي موږ یې همدا اوس په پدغه بڼه پیژنو ، هغه وخت پر خپل حال پاته کیدلای سي چي یو نا متناظروالي که څه ډیر وړوکی وي ، باید شتون ولري .
ذرات او انتي ذرات چي یو د بله سره په اړیکو کي را سی نو یو بل خنثی کوي . پدې توګه که عدم تناظر شتون و نلري ، جهان شتون درلودلای نسي او له منځه ځي . مګر لکه څنګه چی د طبعیت مجلې لیکلي دي ، څیړونکو دغه عدم تناظر موندلی ندی . د څیړونکي ګروپ مشر ، Chrstian Smora پدې اړوند وایي : « موږ پخپلو ټولو څیړنیزو هلوځلو کي د مادې او انتي مادې تر منځ یوازي یو بشپړ تناظر مشاهده کړ ، او دا هغه څه دي چي له کبله یې جهان شتون درلودلای نسي او باید له منځه ولاړ سي . د څیړنو په ترڅ کي هغه انتي پروتونونه و څیړل سوه چي په ۲۰۱۵ کال کي ددې کار د پاره جدا سوی ول . انتی پروتونونه په دوو ساحو ( برقي او مقناطیسي ) کي د دامونو په څیر را ګیر او اندازه ګیري سول . پدي ډول څیړونکو و کړای سوه په انتي پروتونونو کي مقناطیسي ساحه د پخوانیو متودونو په پرتله ۳۵۰ واره دقیقتره اندازه ګیري او محاسبه کړي » .
که چیري د پروتونو او انتي پروتونو تر منځ یوه ناانډولي یا عدم بیلانس ( نامتناظروالی ) شتون درلولای ، نو ددغه دقیق متود په مټ به خامخا تر سترګو سوی وای .  
تر دې وروسته چي څیړونکو په خپل دغه متود سره د ذراتو او انتي ذراتو تر منځ نامتناظروالی و نه موند ، اوس باید دوي د لا دقیقو اندازه ګیریوپه موخه د یوه نوي متود پر پیداکولو غور وکړي چي تر دغه متود لا هم ډیر دقیق وي . پدې اړه د څیړونکي ګروپ نوموړی مشر زیاتوي : « په یوه یا بل ځای کي باید یو نامتناظروالی شتون ولری ، مګر موږ لا تر اوسه هغه موندلی ندي او د ځانګړتیاوو په اړه یې نه پوهیږو » .  
د ژباړي پای
د ژباړونکي یادوونه :
دا رښتیا خبره ده چي په کاهیناتو کي د مادي او ضد مادې ( انتي مادي ) تر منځ د نامتناظروالي موندلو مسئله د هستوي فزیک تر ټولو پیچلی خبره ده او لا تر اوسه حل سوی نده . دبل لوري ددغه ډول نامتناظروالي د شتون سره د کاهیناتو شتون تړلي دي . زه د ځمکي پوهني د یوه شاګرد په توګه ډاډمن یم که د انسان ناولي لاسونه د اټم نه لیري سي ، دا کاهینات به د نورو ډیرو میلیونونو کلونو د پاره شتون ولري او د لمر وړانګي به یې بسنه وکړي ، انسانان به زموږ د ځمکي په کُره ( انسانستان ) کي د مادي او معنوی شتمنیو څخه برخمن وي . ددې ډاډ لامل مي دادی چی د نامتناظروالی نه شتون به د کاهیناتو شتون له منځه نه وړي . داځکه چي دغه نامتناظروالی حتماً په یوه ډول شتون لري ، خو دبشر نننی پرمختګ او د تکنالوژۍ اوسنۍ وده لا تر هغه ځایه نده رسیدلي چي ددغه نامتناظروالي شتون پيدا او تر لاسه کړي .

د با امنه او بسیا کاهیناتو په لور !
ډنمارک ــ ۱۳ / ۱۱ / ۲۰۱۷

X

به اشتراک بگذارید

نظر تانرا بنویسد

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.