وایي رئيس جمهور داکتر اشرف غني تذکره واخیسته خو داکتر عبد الله د مصلحت او … تر نامه لاندې بهانه وکړه او تذکره وانه اخیسته.
زه وایم دا د غنی او د عبدالله خبر نده.
دا د وطن او د ملت د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو د تامین لپاره موثر قدم، خبرده.
ناوقته قدم او د نا کامل افغانستان نقشه په کې د پاکستان د خوشال
لو لپاره، خو د تایید وړ قدم دی.
زما سفارش:
درنو وطنوالو ! لاړ شئ، او
حتماً ولاړ شئ! که د قومي او ژبنیزو تاجرانو د تجارت د ختمولو لپاره هم وي، ځان د تذکرو د اخیستو لپاره راجسترکړئ، د تذکرې د اخیستو پروسه بشپړه کړئ، خو د نېمګړي افغانستان په خاطر د دې تذکرو د فزیکي اخیستو نه ډډه وکړئ!
ټاکنو ته کاغذي تذکره، داتابیس، د تابعیت سند او یا پاسپورت څخه ګټه واخلئ.
دا زما مشوره او سفارښت تاسې ته!
دوکتور صلاح الدین سعیدی
۸/۵/۲۰۱۸
۰۰۴۴۵۶۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

دیدگاهها (0)
هنوز دیدگاهی ثبت نشده است.