X

آرشیف

د دُنيا بې باوره ژوند او زموږ مسئوليت

بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلي و نسلم  علی رسوله الکريم امابعد:
انسانان په دوو ډلو وېشل شوي دي، يوه هغه ډله ده چي د دُنيا روانو حالاتو متآثر کړي دي او په دې اميد چي عمر به مي ډېر پاته وي، أخرت ته يې شا کړې او په اړه يې په غفلت کي پراته دي .
بله ډله هوښياران دي، د هغوی فکر دې ته وي چي زموږ راتلونکی به څرنگه وي او په څنگه حال کي به له دُنيا څخه روانېږو ؟
او کوم څه له ځان سره قبر ته وړو او څه به مو وروسته داسي پاتېږي چي ثواب يې راته رسېږي ؟
مخکيني خلگ زيات او وروستني خلگ کم دي .
 دا په داسي حال کي چي بايد هر انسان مرگ ډېر ياد ولري او بايد ورته په تياري کولو مصروف و اوسي مخکي له دې چي دا موقع يې له لاس څخه ووزي .
ځکه الله تعالی ملک الموت پر انسانانو داسي څوک مقرر کړی، چي څوک ترې په تېښتي نه شي خلاصېدی، د انسان له روح پرته يې په پيسو او بل څه نه شي راضي کولی، د چا سفارش نه مني، هر چاته راځي او کله چي چا ته راغی، د يوې ثانيې مُهلت او وخت هم نه ور کوي .
الله تعالى فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ , وَأَنْفِقُوا مِنْ مَا رَزَقْنَاكُمْ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُنْ مِنَ الصَّالِحِينَ , وَلَنْ يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاءَ أَجَلُهَا وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ (المنافقون : ۹ – ۱۱)
ژباړه : اې مؤمنانو ! تاسو دي ستاسو مالونه او اولادونه د الله-عالی – له يادولو غافل نه کړي، او څوک چي داسي وکړي نو هماغه خلگ (پوره) تاوانيان دي، او له هغه څه چي موږ در روزي کړي، له هغو ( د الله لپاره ) لگښت وکړئ، مخکي له دې چي ستاسو کوم يوه ته مرگ راشي، نو بيا وايي : زما ربه ! ولي دي تر يوې نږدې نېټې پوري و نه ځنډولم چي زه خيرات ور کړم او له نېکانو څخه شم، او ( حال دا چي ) الله به هيڅکله يو کس وروستی نه کړي، کله چي يې اجل راشي او الله ستاسو په کړو وړو ښه خبر دی !!
په دې أيت کي الله پاک خپلو مؤمنو بندگانو ته د الله پاک د ډېر يادولو امر کړی ځکه په دې کار کي د دوی گټه او کاميابي نغښتې ده .
او الله پاک له دې چي مؤمنان مال او اولاد د الله پاک له يادولو مشغول کړي، منع کړې ده او که څوک دا کار وکړي، نو په  حقيقت کي يې د مال او اولاد محبت د الله پاک په محبت وړاندي کړی، نو هغه اصلي تاوانيان دي ځکه دوی له منځه تلونکي شيان په تلپاتو نعمتونو خوښ کړي او تلپاتي نېکمرغي او نعمتونه يې له لاسه ور کړل .
په ور پسې أياتونو کي يې د الله په لار کي د مال د مصرفولو په ترغيب ور کړی چي د خپلو اړو وروڼو سره په مرستي کولو د خپلو مالونو شکر اداء کړي او په دې کار کي بايد د مرگ تر راتلو وړاندي بيړه وکړي، ځکه مرگ چي کله راشي، بيا چا ته د ښو کارونو د ترسره  کولو لپاره موقع نه ور کول کېږي .
نو مطلب دا چي د دُنيا د ژوند له امله بايد انسان الله پاک هېر نه کړي او په دې ژوند تېر نه وزي .
ځکه دا بې باوره ژوند دی، له دې بايد ښه استفاده وشي او تر مرگ مخکي ښه کارونه وشي ځکه د مرگ تر راتلو وروسته بيا د ښو کارونو لپاره چاته وخت نه ور کول کېږي .
حضرت عبدالله بن عمر – رضی الله عنهما – فرمايي چي ما له رسول الله – صلی الله عليه وسلم – څخه واورېدل چي و ئې فرمايل :
مَا حَقُّ امْرِئٍ مُسْلِمٍ لَهُ شَىْءٌ يُوصِى فِيهِ يَبِيتُ ثَلاَثَ لَيَالٍ إِلاَّ وَوَصِيَّتُهُ عِنْدَهُ مَكْتُوبَةٌ ». قَالَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ مَا مَرَّتْ عَلَىَّ لَيْلَةٌ مُنْذُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ ذَلِكَ إِلاَّ وَعِنْدِى وَصِيَّتِى.(مسلم)
ژباړه : مسلمان سړي ته دا حق نشته چي درې شپې په داسي حال کي تېري کړي چي د وصيت شی ولري مگر دا چي وصيت د ده سره ليکلی وي .
عبدالله بن عمر فرمايي : له کومه وخته چي مي له نبي عليه السلام څخه دا وينا اورېدلې ده، پر ما يوه شپه له دې پرته چي زما سره زما وصيت(نامه) موجوده وي، نه ده تېره شوې !!
وعن ابن عمر رضي الله عنهما ، قَالَ : أخذ رسول الله – صلى الله عليه وسلم – بِمَنْكِبَيَّ ، فقال : (( كُنْ في الدُّنْيَا كَأنَّكَ غَرِيبٌ ، أَو عَابِرُ سَبيلٍ )) .
وَكَانَ ابن عُمَرَ رضي الله عنهما ، يقول : إِذَا أمْسَيتَ فَلاَ تَنْتَظِرِ الصَّبَاحَ ، وَإِذَا أَصْبَحْتَ فَلاَ تَنْتَظِرِ المَسَاءَ ، وَخُذْ مِنْ صِحَّتِكَ لِمَرَضِكَ ، وَمِنْ حَيَاتِكَ لِمَوْتِكَ . رواه البخاري .
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – زما اوږه ونيوله وئې فرمايل : په دُنيا کي داسي اوسه لکه ته چي مسافر يې او يا په لار تېرېدونکی يې !
ابن عمر رضي الله عنهما به فرمايل : کله چي دي ماښام وکړو، نو د سهار انتظار مه  کوه او کله چي دي سهار کړو، نو د ماښام انتظار مه کوه او له صحت څخه دي د مرض لپاره برخه واخله ( يعني د صحت په حال کي دومره عبادت وکړه چي بيا د مرض په حال کي د عبادت د کموالي تشه ډکه کړای شي ) او له ژونده دي د مرگ لپاره برخه واخله ( يعني د ژوندانه شپې او ورځي د هغو کارونو په  ترسره  کولو غنيمت وگڼه، کوم چي تر مرگ وروسته گټه در ته کوي ) !!
يعني په دُنيوي ژوندانه باور مه کوه، بلکي يوازي د ضرورت په اندازه دومره تعلق ور سره ساته، څومره چي مسافر د پردې وطن سره ساتي .
ذو النون رحمه الله فرمايلي دي چي : خلگ به تر هغه په سمه لار وي تر څو چی ډار ترې لري شوی نه وي، کله چي ډار ترې لري شو، بې لاري به شي !!
حاتم اصم ويلي دي : د هر شي لپاره ښائست شته، د عبادت ښائست خوف او وېره ده او د خوف نښه د اُميدونو لنډول دي !!
بشر حافي رحمه الله ته يوه سړي وويل : زه تا وينم چي له مرگه وېرېږې!هغه وويل : الله عزوجل ته ور تلل سخت دی، ما له استاذ ابوعلي الدقاق څخه اورېدلي ويل يې : زه امام ابوبکر ابن فورک ته د مريضۍ د پوښتني لپاره ورغلم، کله چي يې زه وليدم، سترگو يې اوښکي وکړې، ما ور ته وويل : که د الله تعالی خوښه وه جوړوي دي او شفاء در کوې !
ما ته يې وويل : ته ما وينې چي زه له مرگه وېرېږم ؟ زه له هغه څه وېرېږم چي تر مرگ وروسته دي !!
نو بايد هر انسان مرگ ډېر ياد ولري او په تياري کي يې بوخت و اوسي .
وصلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام

X

به اشتراک بگذارید

Share

نظر تانرا بنویسد

کامنت

نوشتن دیدگاه

دیدگاهی بنویسید

مطالب مرتبط

پیوند با کانال جام غور در یوتوب

This error message is only visible to WordPress admins

Reconnect to YouTube to show this feed.

To create a new feed, first connect to YouTube using the "Connect to YouTube to Create a Feed" button on the settings page and connect any account.