آرشیف

2020-5-8

شاه ولی آرین

‎د هـېـوادڅلویښت کلنه غمیزه او ځوان نسل: دریمه او وروستۍ برخه

په تېرو برخو کې مو د څلویښت کلنې جګړې له امله د هیواد په دننه او همدا ډول په پاکسان او ایرن کې د هیواد د ځوان نسل او تنکیو ځوانانو په ژوند کې د ستونزو په هکله معلومات لوستونکو ته وړاندي کړل.
 غواړم اوس د افغان د همدې څلورو لسیزو د جګړو په لړ کې د هغو افغان ځوانانو او تنکیو ځلمیانو د ژوند او ستونزو په هکله یو څه وطنوالو ته په نښه کړم چې د نړۍ په مختللو هیوادو کې زموږ ځوانان ورسره لاس او ګریوان دي.
ټولو ته جوته ده چې په افغانستان کې د سیاسي ـ نظامي بدلونونو، کودتاوو او انقلاباتو په رامنځته کېدو سره د مهاحرت پروسه گړندۍ شوه.
 په دغه دوره کې له هیواده په زرګونه کورنۍ چې یوڅه یې اقتصادي وضعیت ښه وه او یایې د خپلوملکیتونو د خرڅلاو له لارې یوڅه امکانات لرل او یا هم له پاکستان نه، د امریکا، کانادا، استرلیا او ځینو اروپائی هیواد د سفارتونو او یا هم د سره صلیب، ملګرو ملتونو د مؤسساتو له لارې، یا هم د قاچاقبرانو له لوری پورتینو هیوادو ته مهاجرت وکړ.
 دغو له خپلو خوښو پرته جبری کډوالیو په نتیجه کې د کډوالو افغانانو په ژوند کې په اقتصاد، کلتوري او نورو ټولنیزو برخو کې هغه ستری ننګونې وي چې د غه کورنۍ او په خاص ډول ځوانان او تنکي ځوانان ورسره مخ شوول.
دلته غواړم په څو برخو کې هغه ستونزو ته لنډه پاملرنه واړوم چې په بهرنیو هیوادو کې زموږ افغانان، ځوانان، تنکي ځوانان او همدا ډول ماشومان ورسره لاس او ګریوان شوول:

زده کړې:
 سره له دې چې زده کړې پر دغو مختللو هیوادو کې په اسانه او بهتره توګه تر سره کیدای شوي چې یو شمیرو ترې سمه ګټه تر لاسه کړې او کوي یې، خو په خواشینۍ سره چې یو شمېر افغاني کډوالو له دغه امکاناتو نه نه یوازې دا چې ګټه پورته نه کړه، بلکی ځوانان یې د دې له پاره چې زده کړو ته وهڅوي، شاقه او بې مسلکه موقتې کارونو ته د پېزو، رستورانونو پاک کاریو او داسې نورو کارنو ته د پیسو د لاسته راوړلو له پاره وهڅول چې که زده کړې یې تر سره کړی وای نو د دغو شاقه کارونو د یوه کال عاید یې د رسمي کار په درې څلورو میاشتو کې تر لاسه کولای شوی.
 همدا ډول بله مهمه موضوع د هغو ځوانانو په هکله چې زده کړې یې تر سره کړي او مسلکي کادرونه دي، دا موضوع ډېره مهمه ده چې ایا دغه ځوانان په دې روحیه تربیه شوي چې هیواد یې ځوانو کادرونو ته د پرمختګ له پاره اړتیا لری، خپله ژبه، کلتور او فرهنګ یې څومره ساتلي او څومره یي له لاسه ورکړي دي.
تر هغه ځایه چې لیدل شوې او زما اند دي دغه زده کړې لرونکی کډوال افغاني ځوانان چې د بهرنیو هیوادو نشنالیټي یا پاسپورتونه یې تر لاسه کړي اتیا سلنه یې حتا د خپل هیواد د همداسی تګ او لیدوعلاقه هم نه لری، دا خو لا څه چې خپل هیواد ته د کار او پر مختګ سوچ وکړي.
 
په کوربه ټولنه کېد مدغمېدو یا جذب مسأله:
 اروپائي یا نورو پرمختللو هیوادو کې د کډوالو افغانانو او په خاص ډول ځوان نسل تنکیو ځوانانو او ماشومانو له پاره ستري ننګونې وي او دی، دا ځکه چې د دووه مختلفو کلتورونو سره مخ کیدل چې ځمکه تر اسمان بدلون لری یو ډېر پیچلی او دوامداره زمانې ته اړتیا لیدل کېږی.
 ځکه زموږ د ټولنې، ځنی کلتوري، عنعنوي، اسلامي او میراثي ارزښتونه په دغو پرمختللو هیوادو کې د دوي له قوانینو سره په ټکر کې دي، او دوي غواړي چې خپل قوانین پر هغو کسانو چې د دوي په هیواد کې ژوند کوي عملي کړي.
 هوښیار، پوه او یو شمېر تعلیم یافته کورنۍ په تدریج سره دغو پړاونو سره ځان داسې برابروي چې هم یې کورنۍ او هم یې ځوانان په داسې توګه له دی ټولنو سره جذب شې چې هم د دی ټولنو قوانین عملي کړي او هم د خپلې ټولنې ځني هغه مثبت ارزښتونه ساتلاي وشې چې اړین دی، د داسې بیلانس ساتنه او پرې برلاسئ ساده کار هم نه دی دا ځکه چې:
 په دغو هیوادو کې انساني حقونو ته درناوي، او د نارینه، ښځو، ځوانانو او ماشومانو سره د زور زیاتي(خشونت) نه شتون دوي خپله مکلفیت ګڼي تر څو په ډېر ماهرانه توګه د کورنیو حریم ته ورننوځي ، د کورنیو د نارینه او ښځینوو تر منځ د اړیکو څرنګوالي، د ماشومانو او ځوانانو سره د پلار او مور چلند تر خپل کنترول لاندې راولي. په مکتبونو کې لومړۍ ماشومان او ځوانان د پولیس د تیلیفون له شمیرو سره مخامخ کوي او ورته وار وار وایي چې که پلار او مور مو تهدیدولي او یایي وهلي دغو شمیرو سره تماس ونیسئ، چې له همدې لار ېې خورا ډېر ماشومان د کورنۍ د تهدید په نتیجه کې د کورنیو له لاسه وزي.
 همدا ډول د ښځو او نارینو د تلاق ډېر والي هم د همدې کلتوري او کوربه ټولنې د قوانینو د بیلانس نه ساتل بله ستره ستونزه ده.
 یو شمیر تعلیم یافته ځوانان یا ماشومان په دغو هیوادو کې د کورنیو د نه پاملرنې په نتیجه کې سوکه، سوکه خپله ژبه او کلتوري ارزښتونه له لاسه ورکوي چې په راتلونکي کې دغه ځوانان یا خپل هیواد ته د بیرته تګ لیوال نه وي او که چیرې هم ولاړ شې د سترو ستونزو سره به لاس او ګریوان وي.
 بله ډېره د خواشنۍ موضوع د ځوانانو او ځوانو نجنو په ژوند کې د کورنیو د مشرانو او کوربه ټولنې د قوانینو د بیلانس په نظر کې نه نیولو هغه افراطی کړنلارې وي چې د دې ټولنې د اصولو سره سل په سلو کې اړخ نه لګوي د مثال په توګه:
 د ځوان له خوښې پرته هغه ته د خپلو روابطو په نظر کې نیولو سره د ژوند د ملګرې انتخابول، او یا د نجلۍ له خوښې پرته هغه چاته ورکول او یا د اولادونو په داخلي ژوند کې بیځایه مداخله کول دا هغه څه دې چې په زرګونو ځوانان او نجونې یې له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي او دغه ټیپ ځوانان او نجونې دي ته اړویستل شوي چې خپلې کورنۍ پریږدي او ځانته مستقل ژوند غوره کړي.
 زما له انده افراط او تفریط دواړه منفي پدیدې دې چې په یوه ټولنه کې باید د ژوند په چارو کې په جدی توګه په نظر کې ونیول شې، د کورنې چاپیریال په ژوند کې د کورنۍ مشران باید په پرمختللو هیوادو کې د ژوند د بیلانس له مخې له خپلو اولادونو سره د ملګرتیا، شفقت، او د هغوې د مثبتو او منفي غوښتنو تر منځ د سالم، معقول او تدبیر په کارولو عمل وکړي مثبت یې عملي او د منفي غوښتنو او کرکترونو په مقابل کې له زور او خشونت پرته له هنر او مثبت سلوک نه په ګټه اخیستویې مخه ډب کړي. 

پای