آرشیف

2020-10-15

دوکتور ص. سعیدي

​طالبه مور دې خپله بوره کړه تباه شوې پسې

 

طالبه مور دې خپله بوره کړه تباه شوې پسې
نه دې دين وګټه، په کلي کې رسوا شوې پسې

طالبه مور دې خپله خپله بوره او اولاد دې خپل يتيم کړ او داچې د سولې غوښتونکى دې شهيد کړ ان شاء الله تعالى د جنت بوى به هم و نه وينې!
مفتي خو دې ان شاء الله دوزخي دى چې دى! 
د پنجاب د اهدافو او موخو نوکر شوې او پنجاب ستا په سوټي اووينه د افغانستان داخل کې خپل سرحدات جوړوي!
طالبه نه د دين شوې نه د دنيا!
د امريکې د قطر پلونه مفت نه دي او ددې ټولو قصور به درنه امريکه هم مناسب وخت کې واخلي. هغوى هيچا ته له ياده نه باسي! تا هغوى هم وژلي! ګمان کوې درته به عفوه وکړي؟ له سره نه. صرف د وخت سوال دى.
سر خلاص کړه! افغان وژنه بنده کړه. وسله مه تسليموه خو با عزته سوله وکړه چې ملت د ستا د تصور او امارت د مشروعيت مرجع شي! دا ملت مسلمان ملت دى او د ملت قضاوت او تصميم به ستا په لار ښوونه مطميناً اسلامي وي!
غاړه مې در باندې خلاصه کړه نور نو ستا اختيار. 

14/10/2020