آرشیف

2021-9-10

شاه ولی آرین

یو کم څلویښت غله (طنز)

 

وائې چې په یوه وروسته پاتې ملک کې یوکم څلویښت تنه غله د بیلا بیلو سیمو او قومونو نه سره راټول شول او غوښتل یې چې یو د بل له تجروبو نه په استفادې سره وشي کولای خپل د غلا هنر او کیفیت نور هم سره پیاوړی کړي.

 

دغو غلو د دغه هیواد له مرکزه لری په یوه کوهستاني سیمه کې یو مجلس جوړ کړ، چې له یوې خوا هر یو خپل د غلا هنر څرګند کړي او بیا وروسته تصمیم ونیسي چې دوي په ګډه نور څه ستر پلانونه عملي کولای شي.

 

مجلس یې د بابه قوي مستان په نامه د یو بوغه یې چلم تر سر کولو وروسته په رسمي توګه پرانیست.

 

لومړی نوبت یې د دغې سیمې یوه ماهر غله ته ورکړ، چې خپلې خبرې پیل کړي، نوموړي چې پکول یې کوږ پر سر ایښي و، له هغه بر کونج نه یې خپلې خبرې داسې پیل کړې:

 

«بیادرای ګل، مه د دوزی زیات  ماهر استم، کتی هنر خود دالر، ایرو، کلدار، تومن و پولهای عربي خودش نزدم میایه»

 

له هر لوری غږ شو بیادرا، بیادرا!

 

«این پولها خو پای نداره چطور نزدش میایه.»

 

پکولوالا وائې:

 

«پقط یک چند راپور ضروري برای شان جمع و روان میکنم و در مقابل پول میګیرم، بعضی وخت یک پراندن پلچک، شفاخانه، مکتب و دانشګاه، خلاصه هر چې کې امر داشتند اجرا میکنم،که بخاطرش بوجي بس پول میګیرم، ان راستی یک دوزی دیکر که میراث پدری است رابطه مرا به دوستان بیرون مرزی قایم کده که زمرد است. بازی چالهای خورد وریزه دیګر هم دارم خو الی نمیګم تا کې با هم خوب نشناسیم، انقدر پول و نمایشګاه از سنګهای قیمتی وطنم که سالها دزدیده ام در بانکهای بیرون مرزی، کشورهای اروپائې و دوبی دارم که از میلیاردا ګذ‌شته است،برای اعضای فامیل از برادرانم ګرفته تا طفلکی خوردم تمرین این شیوه دوزدیدن را هم نشان داده ام. شکر خدا هرکدام ان میلیونر است. از ذهن خود وخدمت به استخبارات دنیا خوده قهرمان ساختم ازین نام ونشانم تا که افغانستان است اولاد، قوم و اندیوالایم استفاده خواهد کردین.»

 

بل غله دواړه لاسونه جګ کړل: بیادرا باید اول بمن نوبت میدادین من د دو چوکی مهم وزارت کار کدیم  د دوزی نام دارم از سلاح ومهمات ګرفته تا اعاشه و اباطه سربازان، پرسونل و حتی پشقل راهم دوزی قهرمانانه کرده ام، ګودامهای سلاح ومهمات را دوزی و به روز مبادا ذخیره کده ام، اینقدر زیورات زنانه خریداری کده ام که به نسب نسبم بس است اخر عروسی دخترم را دیدید که به طلاها وی را پوشانیده بودم.

 

په دغه وخت کې یو چا غږ کړ:

 

«بیرادرا برای استاد نوبت بتین اخیر موسفید است.»

 

مهربانی کنید استاد نوبت شما است:

 

«شکر خدا مه در خاب دیده بودم که پادشاه شدم، «مرغ و نمک چشیدن» چند مدت باد  بختم یاری کرد رېیس جمهور شدم، قبل از ان هم یګان سنګ لاجورد و لعل را از معدنیات دزدیده بودم، در زمان قدرتم طیاره وطنم را فروخته پول انرا در دوبی برای دخترم که خیلی دوستش داشتم هوتل ساختم، فعلا شکر خدا از میلیارد دالر بیشتر سرمایه دارم، حالا اګر توته توته هم شوم بهشت جایم است چاره اولادهیم را کرده ام.»

 

بل غله چې د واوری شاتنه سپینې جامې یې پر ځان او برګ دسمال یې د لنګي پر ځای د یاسرعرفات شانته تړلی و له هغه ځایه غږ کړ:

 

« بیادر مه هم از کسی کم نیستم خدا، اوی دریایې هیرمند را کم نه کنه همسایې نزدیم بیرون مرزی  ام به من هم به احترام پول روان میکنه کوشش کدن که بخاطر کمکهای زیاد و خدمت های خصوصی ام برای شان در همین بخش مهم مرا تا وزارت او و برق برسانن سرمایی انګفت دارم»

 

له ده نه وروسته دوه نورو غبرګ لاسونه جګ کړل چې:

 

« و ورونو ولی ننکرهاریانو ته نوبت نه ورکوی؟»

 

مهربانی وکړی د حاجی صاحب ځویه:

 

«موږ له پلار ـ پلاره د انګریزانو جاسوسی کړی، او ما له خس دوزی نه په غلا پیل او د ګمرکونو تر سرحده مې رسولی ده، شکر الحمدلله دیرش زری موټری لرم په لکونو ډالری او دا ټول د الله پاک احسان دی چې زه یې پرې نازولی یم، خلک هسی راپسۍ پورو پاګند کوي.»

 

له دی منځه یو بل له قهره غږ کړ:

 

«او بیادر اګر به حساب قومی هم باشه پښتون ګپ خوده زد، رون از من است، من ولاګه روی مکتب را دیده باشم، اما یګان چل دوزی را به بازی نشان دادم نام معلم را کمایې کردم، نمی خوایم هنر دوزی خود را افشاکنم. خداوند بالایم رحم کده نان خوردن نداشتم الا چندین شرکت، شهرک، موترهای زری، هوتل ها تانک تیل و صدها جریب زمین را صاحب استم قدرت زیا دارم که همیشه حتا حکومت را چالش میتم هربار دها وزارت، سفارت، ولایت را از برکت همین دوزدیها و زوری که دارم بدست میاورم.»

 

بل له اخوا غږ کړ:

 

«مثلیکه هزره را نوبت نه موتی»

 

مهربانی کربلایې صاحب:

 

«من قبلا خر دوانی میکردم تنها انقدر خواری و غریبی میکدم  که پول بخور نمیر زندګی را بدست میاوردم، حالا خدا را شکر که به جای خر موتر کادیلاک را میدوانم، خداوند دوستان بیرون مرزی مذهبی ام  را رحمت کنه، برایم وظیفه یې تخریب وطنم را داد، بعضی از شعیها را علیه سنی ها قرار دادم، با پولهای فراون از یک ګروپ تبلیفاتی کارګرفتم که شخصیتم را تبلیغ کنه، مردم غریب وبیچاره را مرید من ساختند که حتا مویسفیدان دستانم را میبوسد، سخاوت کشور همسایه ام باعث شد که در حکومتهای مشارکت سهم خوب بکیرم، صاحب، موتر ها قصرها، و شهرکها شدم. تا که این قوموی ساده داشته باشم  خوب میچلم.»

 

بل له راسته خواته غږ را غبرګ کړ:

 

«اخر ازبک را نوبت نمیتین مه حکومتها را تغیر داده ام»

 

مهربانی، مهرباني:

 

«قصه من جالب است، کارګر بودم، در ان وخت یګان مرغ، پسان ګوسفند و بادا ګودوزی را شروع کدم،شوروی کی د افغانستان امد، کارمله با خود اورد، باز بخت من بیدار شد، اولدار شدم، چې میګه، امو وختها برایم یک کنډک داد، با مجاهدین جنګهای زیاد کدم، هر بلیست جای را که میګرفتم راپق رئیس جمهور برایم لکها پول میداد، کنډک فرقه شد بادن قول اردو، اګر دوصد تن در تشکیل موجود بود معاش، اعاشه و اباطه دوهزار نفر را میګرفتم، بې وفائې کدم جمهوریت وی  را سقوط دادم، با استخبارات خارجی هم تبارم رابطه قایم کدم، انقدر زور و پول دوزی کدم که پیر صواحب برایم لقب خالد بن ولید را دادن. انشا الله اګر این قوم بیخبر در پهلوی من باشد به نیروی انها پیشرفتهای دیګر هم پیش روی دارم و روزی میرسه کې مارشال میشم»

 

په دی وخت کې له هر لوری شورماشور شو، هر پاتی غله نوبت غوښته، له هغه سر نه یو چا چې برګه جیلکه او قرقولی یې پر سر وه کله، کله به یې په یوه سترګه سترګک هم واهه را غږ کړ:

 

ګورئ ورنو زه ډیره حوصله لرم کنه د خبرو لومړی وار مو باید ماته راکړی وای، ځکه چې د لوی کندهار یم، انو شه! تا سو هر یو خبرې وکړې، تاسو کې ماهر غله، جاسوسان، هیواد ورانونکي، هیواد خرڅونکي، د هیواد د شتمنیو، غله او حتا د پچو له غله نه رانیولې د ګمرکاتو او طیارو تر غلو پورې موجود دي، زه پر تاسو ویاړم، چې زما هنر او سرمایه ګذاري هسې بې ځایه نه ده تللې.

 

سره له دې چې دلته د بیلابیلو سیمو ځینو ماهرو غلو ته د خبرو کولو نوبت ونه رسید، خو دا چې ټول زما د لاس نیالګي دي مایوسه کیږي دي نه ، خو یو څه باید په زغرده ووایم چې تاسو ځنې نا شکره او بې وفا وختلئ دا زما له برکته او پر تاسو د پیرزوینې له امله و، چې نن هر یو په یو اقتصادي او سیاسي ځواک بدل شوي یاست، څوک مې قهرمانان کړئ، څوک مې جنرالان، مارشالان، او څوک مې وزیران، حتا دا چې له پټې غلا نه مې د بربنډې غلا او  رشوت اجازه درکړه چې ویې کړئ، خو له هیواده یې مه باسئ. نو ځکه راځئ په دې اخر وخت کې د غلا، زورواکۍ، جاسوسۍ او تبلیغاتو له هنري لارو، په موجود نظام کې رخنه واچوئ تر څو ستاسو پېر او ستر غل بیا پر دې هیواد حاکم شي چې نور هم ستاسو په غلا کې مهارت او برکت ورزیات شي. هسې خو هم د غلو بادشاهي ده، خو دا وچ سری جمهور ریس مو نه پریږدې چې په ارامه خپلو غلاوو ته دوام ورکړو.»

 

پای