آرشیف

2020-4-20

شاه ولی آرین

یرغمل شوې سوله

کلونه، کلونه زموږ هیواد او خلک له یوې د داسې اوږدې او نه پای ته رسیدونکې جګړې بیه او قرباني ورکوي، چې دغه جګړه هیڅ نه زموږ د ولس له خوا پیل شوې او نه ور پورې تړاو لري.
ټولو هیواد والو او نړیوالو ته دا څرګنده ده چې دغه څلویښت کلنه پر افغان ولس تپل شوې جګړه، د امریکا او روس، د هند او پاکستان د سعودی عرب او ایران، د امریکا او چین، هغه نیابتي جګړه ده چې اور یې زموږ هیواد او هیوادوال سوزوي، هیواد مو ورانوي او په ملیونونه بېګناه انسانان مو د دې پردۍ جګړې په لار کې قرباني کېږي.
د هیواد روانه نولس کلنه جګړه هم، چې اساس یې د طالبانو د زیږونکو بهرنیو هیوادو هر یو امریکا، انګلیس، سعودي عرب او پاکستان دې، د همدو هیوادو په تاریخ کې یوه اوږده جګړه ده چې زموږ به هیواد او هیواد والو پورې هیڅ تړاو نه لري.
طالبي حرکت همدغو پورتنیو هیوادو رامنځ ته کړ، ځواکمن یې کړ او همدوې چې د ټولو په سر کې امریکا شتون لري له منځه یوړل، نو ځکه په یقین سره ویلي شم هغه چا چې جنګ راوستي وي، اکمالوي یې او مدیریت یې کوي نو حتمي یې ختمولي هم شې.
اساسي پوښتنه اوس همدلته ده چې سوله چا پیل کړې؟
 
ــ څوک د چا سره سوله باید وکړي؟
 
ــ ایا روانه سوله ریښتینې سوله ده که پروژه؟
 
سوله تل د جګړې د دوو خواوو یا لورو ترمنځ تر سره کیږي، چې دغه لوري اوس زموږ په هیواد کې طالبان او افغان حکومت دي. د جنګ د دواړو اړخونو باندني مرستندویان یا تمویلونکي هیوادونه یې څارنه او ضمانت تر سره کوي، خو په خواشنۍ سره چې زموږ د هیواد د سولې روانې هلې ځلې بر عکس د جنګ د یو اړخ طالبانو او د افغان دولت مرستندوي او تمویلونکي امریکا چې په افغانستان کې نظامي حضور هم لري، تر سره کېږي او د جنګ بل اړخ افغان دولت کله ناکله د سولې د روانوخبرو د جزئیاتو په جریان کې هم نه وي چې دا په خپله یوه ستره تیروتنه یادولي شو او افغانان یې خورا شکمن کړي او ډېرو ته دغه وضعیت د سولې له پاره هلې ځلې نه، بلکې یوه بله خطر ناکه پروژه ښکاري چې هیواد او هیوادوال به د یوي بلې نوي غمیزې پر لور ور وکاږي.
غواړم دلته د سولې پر هغو مثبتو او منفي لاملونو یوڅه رڼا واچوم چې ولي د روانې  سولې ډېر امکانات  د یرغمل کیدو لوری یقیني کوي:
 
۱- افغان دولت د سولې د عملي کیدو لیوال دي. وار ـ وار د افغانستان جمهور ریٔس محمد اشرف غنی د سولې په لار کې ګامونه اخیستي، د بې قید او شرط لومړی وړاندیز د اشرف غنی له لورې مطرح شوي، درې ورځني او د دائمي اوربند لومړۍ اعلان د اشرف غنی له لورې تر سره شوي،  د سولې له پاره لویه جرګه د اشرف غنی له لورې جوړه شوه. څو واره د حسن نیت له پاره د زندانیانو خوشي کیدل د اشرف غنی له لورې تر سره شول، مګر په دې کې شک هم نه شته چې د داسې یوګډوله او بې ثباته حکومت په تشکیلاتو کې به داسې کسان هم وي چې د سولې په لار کې د حکومت د بدنا مولو له پاره به ستونزی جوړوي، خو حقیقت همدا دي چې د امریکایانو د پټومعاملو، د پاکستان په ټول قووت سره مذبوحانه تلاشونو، د سیمې او نړۍ د یو شمیر افغان دښمنو هیوادو، د طالبانو د ناسم سیاست او دښمنیو ډکو پالیسیو سره ـسره، اشرف غنی بیا هم د سولې په لار کې مثبت ګامونه اخیستي دي. دا چې مخالفین یې هر ډول تبلیغ یا د پنځه کلن راتلونکي حکومت د دوام غوښتنه یې دده له سولې سره د مخالفت لامل ګڼی ممکن دا سمه خبره نه وي. محمد اشرف غنی د سولې د پروسې په عملي کولو کې ممکن داسې څه له لاسه ور نه کړي چې د دی علت دې وګرزی چې د سولې په لار کې خنډونه جوړ کړي.
۲- د دولت اپوزیسیون، سیاسې ډلې ټپلې، شمالي ټلواله، دا هغه کړۍ دې چې په څلویښت کلنه جگړه او په خاص ډول په دې نولس کلنه استعماري دوره کې د امریکایانو، غربیانو او ناتو د ناسم سیاست او پالیسیو په نتیجه کې د میلیونونو ډالرو، شرکتونو، شخصي بانکونو، د هیواد د طبعي زیرمو د غلاشوو توکو نندارتونونه په هیواد او له  هیواد نه د باندې تر لاسه کړي چې د سولې په راتګ سره باید ولس تری حساب وغواړي، نو ځکه دوي په ټول قوت هلې ځلې کوي چې د سولې پروسه له خنډونو او ناکامیو سره مخ کړي، چې د عبد الله ،عبدالله او دغو ډلو اوسني ناسم ټینگار یې یو لامل یادولاي شو.
۳- طالبان چې اولادونه، کورنۍ یې له هیواده بهر په دوبۍ، عربی هیوادو، قطر او نورو هیوادو کې بهتره ژوند او زده کړې کوي، د جګړې په لیکو کې بې وزله افغانان او یو شمیر ناپوهه بهرنیان وژل کېږي د دوي یې پری څه؟
بله ستونزه د طالبانو په درې ګونو شوراګانو کې د همغږې نه شتون او د درې برجسته قوماندانانو هر یو ابراهیم صدر چې د طالبانو د دفاع وزیر هم دی، ملا عبیدالله اسحق زی د اختر محمد منصور د تره زوی او قاری بریال چې د هیواد د شمالي ولایتونو جنګي قوماندان دي، دوي هم د قطر له دفتر سره په مخالفت کې قرار لری او د امریکایانو مکمل وتل او د اسلامي امارت بیرته جاري کول غواړي.
همدا ډول طالبان همدا اوس د کال له پنځو نه تر اووه میلیارودو ډالرو پورې د مخدراتو، او نورو کومکونو له لارې تر لاسه کوي چې ممکن نیمائې یې په جګړه کې ولګوي او نور ټول یې دوي ته پاتې کېږي چې دا هیڅکله نه غواړي له لاسه ورکړي چې د سولې په راتګ سره یې له لاسه ورکوي.
۴ـ امریکا او د سلاح تولیدونکو هیوادونو ته د افغانستان جګړه یو جګړه ایز تجارت دي، چې په دغه جګړه کې د کال تقریبآ ۶۶،۶میلیارده ډالره لږېږي چې له دې جملې تقریبآ  ۴،۵ نه تر ۵ میلیارده ډالر د افغانانو له لارې په نظامي او امنیتي سکتورونو کې مصرف کیږي او باقی ټولې یې یو شمېر خارجي او داخلي لوژیستیکي او ترانسپورتي کمپنیو له خوا تر لاسه کېږي چې د همدو پورتنیو هیوادو له لارې جوړې شوي دي.
نو ځکه یوه لویه داخلي اوبین المللي کتله په افغانستان کې سوله یرغمل کوي او نه غواړي چې سوله په هیواد کې عملي  شې،ځکه چې سوله د دوي په ګټه نه ده.
په هیواد کې د سولې د عملي کیدو اساسي لار د افغانانو ملي یووالي، د اوسني نظام او حاکمیت تقویه او ملاتړ، د ولس واحد غږ او پر حکومت، طالبانو او امریکا د فشار په نتیجه کې د سولې د یرغمل مخه نیول کیداي شې.
 
د دائمي سولې پر لور!