آرشیف

2021-7-4

شاه ولی آرین

ښه یا سم مدیریت

 

دا یو حقیقت دی چې په دې تېرو شلو کلونو کې ناتو په سر کې د امریکا استعماري پالیسیو زموږ هیواد لا پسی د نیابتي جګړو په ډګر بدل کړ، د بهرنیو ځواکونو موجودیت زموږ په هیواد کې ملي حاکمیت له ګواښ سره مخ کړ، هیواد مو سیاسي او اقتصادي استقلال له لاسه ورکړ، او په اګاهانه او تحمیلي توګه پر هیواد او هیوادوالو د فساد، نا امنۍ، د شخصي او دولتي ملکیتونو د غصب، بیکاریو، مخدره توکو د کارونې او سلګونو نورو منفي پدیدو جال وغوړیده، چې هیوادوال او حتا په نظام کې هم یو شمېر ډېرو ته دغه وضعیت د منلو وړ نه و او ورسره همغږي هم نه دي.

اوس چې بهرنیان د وتلو په حال کې دي، دا د هیوادوالو له پاره ستر چانس دی، د بګرام له هوايې ډکر نه د بهرنیو ځواکونو په خاص ډول د امریکایانو وتل د افغانانو د خپلمنځي خبرو اترو له پاره هغه چارې برابروي، چې دوي د پردیو د اغیزو پرته د خپل هیواد په راتلونکې خبرې وکړي او روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

سره له دې چې د بهرنیانو له وتلو وروسته د طالبانو له لورې تاوتریخوالی ډېر شوی، د هیواد یو شمېر ولسوالۍ د دولتي حاکمیت نه د طالبانو لاس ته لویدلی، ولی بیا هم هیوادوال اکثرآ په دې باور دي چې، جنګ برۍ نه لری، د دغې ناولې او نیابتي جګړې بایلونکي یوازې افغانان دي چې وژل کېږی کورونه یې ړنګیږي او په ټول کې یې هیواد د یوې سترې بربادۍ په لور روان دی.

له پورتني دغه ناوړه وضعیت نه د هیواد کورني او بهرني دښمنان ناوړه ګټه پورته کوي او د جګړې دوام ته لاره هواروي، د طالبانو له لورې اوربند ته غاړه نه ایښودل او د یو شمېر تنظیمونو له لورې د خپلسرو وسلوالو ډلو جوړول او وسلوال کول زما د دې خبرې روښانه بیلګه کیدای شي.

ټولو ته څرګنده ده چې د تیرو دوه اونیو رادیخوا د رسنیو په تودو بحثونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د خپلسرو ملیشو، د پخوانیو تنظیمي قوماندانانو له لورې د افرادو وسلوال کول په درز سره روان دې او داسې ویل کېږی چې دغه وسلوال د جمهوریت نه د دفاع په خاطر د هیواد د وسلوالو ځواکونو نه د ملاتړ تر نامه لاندې د طالبانو پر ضد وسله پورته کړې او له هیواد او ولس نه دفاع کوي.

تر هغه ځایه چې لیدل کیږي په هیواد کې د تیرو ترخو حقیقتونو او ازموینو په نظر کې نیولو سره ډېر شمېر هیوادوالو، حتا د ولسي جرګې اکثریت غړو په همدې هکله خپلي اندیښنې څرګندې کړې دي او ټول په دې باور دي، که چېری دغه ډلې د یو منظم تشکیل لاندې رانه شي، نو په راتلونکي کې به ترې ستر ګواښ رامنځته شي.

یو شمېر ډېر هیوادوال بیا پر دې اند دي، چې دغه قوتونه باید د هیواد پر درې ګونو وسلوالو قووتونو کې ثبت او د دوي تر کنترول لاندې باید له هیواد نه د دفاع په لار کې ترې کار واخستل شي.

په حقیقت کې همدا اندیښنې تر ډېره بریده سمې دي، ځکه چې په روانه پروسه کې لیدل کېږي، چې سیمه ایز او تنظیمي مشران او لومړی لاس قوماندانان یې، چې په تیره کې یې محلي قدرت له دولتي حاکمیت نه لوړ وو ملوک التوایفي یې تشکیل کړې وې، بیرته همغه لور ته وضعیت روان دی. بله ستونزه دا هم ده چې، په هغه وخت کې بهرنیو قوواو شتون درلود د هیواد د تجزیې او یا کودتایې حرکتونو چانس نه و، مګر اوس خو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هر ناوړه پیښو امکانات شونۍ دی.

دېر شنونکي او یا هیوادوال د دغو خپلسرو ځواکونو په هکله نظر وړاندې کوي او تاکید کوي، که چېرې دغه قووتونه سم مدیریت شې نو ګټه به یې ډېره وی نسبت تاوان ته، خو حقیقت دا دی، چې په هیواد کې زموږ د درې ګونو وسلوالو ځواکونو په خپله مدیریت چرته سم دي، چې د خپلسرو وسلوالو به سم مدیریت تر سره شي.

ټول هیواد وال پردې پوهېږي چې د ناسم مدیریت، د مسلکي کادرونو، هیواد ته د صادقو کادرونو، د کار د مخنیوی له امله او د بې ځایه او بې وخته ادلون بدلون له امله د دغو ځواکونو د رزمي مورال، جنګي وړتیا او هیواد پالنې مخ ډب شوی او د هیواد د دښمنانو د بریا او ولسوالیو د سقوط زمینه یې برابره کړې ده.

د هیواد په داسې حساسو شیبو کې چې ورځ تر بله هم د هیواد د دښمنانو استخبارات او تبلیغاتي چینلونه نسبت افغان حکومت ته فعال دې او هم جنګي پرمختګ، نو ځکه حکومت ته د نظام د استقرار وسلوال پوځ د پیاوړتیا او د دښمن د تبلیغاتي او استخباراتي فعالیت د مخنیوي له پاره لاندې ټکو ته پاملرنه په کار ده:

۱- د یوې اعلامیې په خپرولو سره باید د هیواد له ټولو رسینو نه غوښتنه وشي، چې د هیواد د دښمنانو په ګټه او د هغوي له پلوي نه لاس واخلي او د هیواد د موجوده واقیعتونو په نظر کې نیولو سره، د نظام نه د ملاتړ په لار کې خپل تبلیغات په نظر کې ونیسي او سر غړونکو ته جدي سزا ورکړ شي.

۲- هغه کسان چې په رسنیو او ګردیو میزونو کې عملا د هیواد د دښمنانو ژرندو ته اوبه ورتویوي، په ګټه یې تبلیغات کوي، د هیوادوالو او وسلوال پوځ مورال ضعیفه کوي، معلوم کسان دي، باید ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

۳- د هیواد د هغو ولایتونو په وسلوالو مشرانو کې کیفي او بنیادي بدلون چې وړتیا او مسلکي نیمګړتیاوې په کې تر سترګو کېږي.

۴- اجماع، خو با کیفیته اجماع، په اوس وخت کې د دې اړتیا لیدل کېږي چې که ښه دې او که بد باید د هیواد د لوړو ګټو او د روانې هیواد ورانونکې جګړې د کنترول کولو له پاره سره ټول په یوه متحده لیکه کې سره ودرول شي.

۵- په بهرنيو او دپلوماتیکو فعالیتونو کې پراخ کار، فعالیت او د طالبانو په هکله د ګاونډي هیواد پاکستان د چارواکو د ورستیو څرګندونو په نظر کې نیولو سره پراخ بین المللي کمپاین.

۶ـ ډېر اړین او د هیواد نه د دفاع په لار کې اړتیا ده چې ټول هغه مجرب نظامي کادرونه چې د غرب او په سر کې د امریکا د ناسم او استعماري سیاست له امله تقاعد ته سوق شوي، د یوې اعلامیې او یا فرمان له مخې له هیواد نه د دفاع تر عنوان لاندې را وبلل شي، د هیواد په مرکز او هم ولایتونو کې دې د دفاع کمیټې جوړې دغو افسرانو ته دې د امتیازی معاشونو په ورکولو سره همدغه خپلسري وسلوال کنډکونه په مرکز او ولایاتو کې جوړ او د وسلوال پوځ تر رهبرۍ لاندې دې د هیواد د دفاع په لار کې ترې سالمه ګټه پورته شي او له بله پلوه به په راتلونکې کې د قدرت د جزیرو، ملوک التوایفي او داسې نورو ګواښونه مخ هم نیول شوي وي.

زما په اند دا دی تر یوه حده د ښه او سالم مدیریت وړاندیز.

پای