آرشیف

2021-6-20

شاه ولی آرین

«ږېره زما واک یې د مُلا.»

 

حقیقت خو همدا دی، چې زموږ ګران هېواد د کلونو راهېسې خپل اقتصادي او سیاسي استقلال له لاسه ورکړي، کله د انګریزانو، کله د روسانو، کله د پاکستان، ایران او دا دی اوس د تېرو شلو کلونو په موده کې د غربیانو چې د ټولو په سر کې امریکا ولاړه ده، د استعمار تر اغیزو لاندې دی.

اوس چې د امریکا د جمهور رئیس بایدن د غیر مسؤلانه پالیسیو په نتیجه کې زموږ ګران هېواد د سترو ننګونو سره لاس او ګریوان دی او بهرني ځواکونه له هېواده د وتلو په حال کې دي، بیا هم یو شمېر د ناټو غړي هیوادونه د ځینو حریصو ګاونډیو په ګډون د خپلو سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکو موخو د ساتلو او لاسته راوړلو په لار کې هلې ځلې کوي او د خپلو هیوادونو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

د خواشینۍ ځای دی چې، افغان دولت، سیاسیون او په ټول کې افغانان په داسې یو تراژیدي حالت کې چې هره ورځ په سلګونه بې ګناه انسانان د دې نیابتي ناولې جګړې قرباني ورکوي چوپه خوله ناست دي او په دې تمه دي چې بهرنیان به دوي ته سوله راولي، د دوي اقتصادي او سیاسي واکمنۍ په تأمینوي، چې دا څومره ستره تېروتنه ده.

پاکستان د نړۍ تر ټولو هیوادو یو فاسد هېواد دی، مګر دولت، د ولتي اپوزیسیون او حتا مخالفین یې د خپل هېواد د لوړو ګټو د خطر په وخت کې سره واحد عمل کوي او خپل هیواد له بحرانه ژغوري، چې د یوې سمې دپلوماسۍ او یو موټي پالیسی په نتیجه کې دا دی کلونه امریکا او غربیانو سره لوبې کوي او خپلې ګټې ساتي، مګر زموږ ورته بنسټـونه څه کوي او پر څه اخته دي؟

دوي په داسې یو ګواښمن حالت کې هم، د خپلو شخصي ګټو، د قدرت د انحصار، پردیو ته د چوپړ په فکر کې دي، خپل هېواد او ولس یې هېر کړي، د دولت او حکومت مسؤلین یو څه وایې او عبدالله عبد الله چې د همدې دولت د سولې د عالي شورا رئیس دي بل څه وایې، همدا علت دی چې د ولس او دولت تر منځ واټن رامنځته شوي او ټول لار ورکي شوي دي.

له بله پلوه د بې بې سی  د پښتو څانګې د خبري پاڼې له مخې یوه خبري اژانس په دې خاطر چې ترکیې د کابل امنیتي مسؤلیت منلي ویلي چې:

«امریکا به د ترکیې د دې پریکړې په هکله زیاته خوشحاله شوې هم وي، ځکه تر دې وړاندې اندېښنې وې او امریکا خپله ویلي و، چې ښايي د کابل هوايي ډګر د نه خوندیتوب له امله ممکن یو شمېر هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي، خو که ترکیه دا چاره تر سره کړي نو بیا به هیڅ هېواد خپل سفارت ونه تړي.»

رجب طیب اردوغان له مخه ویلی و چې د لوژستیکي او نظامي ملاتړ په لرلو سره ترکیه چمتو ده چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو چارې پرغاړه واخلي او خپل پوځیان افغانستان کې پریږدي.

راپورونه وايي چې ښايي امریکا په دې کار خوښه شوې هم وي، دا ځکه چې وبه کولاي شې تر څو د نړۍ په يوه بله سیمه کې بل هېواد کې به هم د دمې او پښې ایښودلو ځای ولري او له بله پلوه د ترکیې له دې غوښتنې نه به روسیه هم پلوي وکړي او دا به د روسیې هېواد له پاره هم یوه مناسبه پریکړه وي.

تر اوسه پورې په رسمي ډول سره څه نه دي ویل شوي، خو د ناټوغړو هېوادونو په یوه پریکړه کې هم داسې ویلي چې د کابل هوايي ډګر ته به امکانات او مالي ملاتړ برابروي او ترکیې دا مسؤلیت واخیست چې دوي د دې هوايي ډګر مسؤلیت پر غاړه اخلي.

څو ورځې وړاندې هم اردوغان ویلي وو، چې دوي دې ته چمتوالی لري چې افغانستان کې امنیتي مسؤلیت واخلي. ترکیه دا مهال د ناټو چوکاټ کې ۵۰۰ سرتیري لري چې د کابل هوايي ډګر د امنیت د مسؤلیت په اخیستلو سره به دا هېواد په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر هم زیاتوي، ځکه چې داسې اړتیا لیدل کیږي چې د کابل دهوايي ډګر له پاره د سرتیرو شمېر باید زیات وي او ترکیه د هرڅه له پاره چمتوالی لري، خو طالبانو وار له مخه ترکیې ته خبرداری ورکړی چې باید له دې پریکړي په شا شي، ځکه دوي ویلي هیڅ هېواد د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حق نه لري چې خپل پوځیان افغانستان کې پریږدي.

 

د بی بی سی   خبر پاڼه زیاتوي:

«د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان وايي، د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن له خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان سره وروستۍ لیدنه کې پر دې هوکړه کړې چې انقره به له افغانستانه د امریکايي پوځيانو تر وتلو وروسته د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتنه کې مخکښ رول ولري.

د امریکا او ترکیې ولسمشرانو د تېرې دوشنبې پر ورځ بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال لیدلي و، که څه هم د دواړو مشرانو تر منځ کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه د خبرو رپوټ ورکړ شوی و، خو جزیات یې نه و شریک شوي.

 

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په دې تړاو له خپله اړخه د لومړنیو جزیاتو د ورکولو پر مهال ویلي:

«د مشرانو تر منځ واضح ژمنتیا رامنځته شوه چې ترکیه به د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنه کې عمده رول ولوبوي او اوس لګیا یو پر دې کار کوو چې دغه هدف  ته د رسېدو له پاره څه وکړو.»

 

ښاغلی سالیوان وايي:

«د ترکیې ولسمشر په دې لیدنه کې د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو له پاره د امریکا مشخص ملاتړ وغوښت او ولسمشر بایډن ورسره ژمنه وکړه چې دا ملاتړ به ورته برابر کړي.».

 

د یادونې وړ ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم له جو بایدن سره تر لیدو وروسته ویلي و که د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسئولیت ورسپارل کېږي نو غواړي پاکستان او هنګري ورسره وي.

خو د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتنه کې د پاکستان د همکارۍ په اړه د ښاغلي اردوغان دا څرګندونې افغانستان کې له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد تېره ورځ (پنجشنبه) دغو غبرګونونو ته په کتو بي بي سي ته وویل چې د ښاغلي اردوغان څرګندونې ناسمې تعبیر شوې دي.

رښتیا خبره خو دا ده چې تېره ورځ کله چې د ترکیې جمهور رئیس د کابل د هوائې ډګر د امنیت د ساتلو په هکله د پاکستان او هنګری هیوادو په ګډون په ډېر صراحت سره موضوع مطرح کړه، زموږ دولت او د بهرنیو چارو وزارت د ناکاره دپلوماسۍ له امله نه دا چې خپل عکسل العمل یې ښودلای وای، بلکې د ترکیې د جمهور رئیس د خبرو د اشتباه سپیناوی زموږ د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هیواد کوي، د اردوغان په خبرو کې یې تیروتنو جامې ور اغوندي، حال داچې باید په دي هکله د ترکیې سفېر د بهرنیو چارو وزارت  احضار کړی واي، او د دې غیر مسؤلانه خبرو سپیناوی او معذرت غوښتنه  یې  کړی وای.

د افغانستان حکومت تر اوسه ترکیې ته د دغه هوايي ډګر د امنیت د ساتلو په اړه په زغرده څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب څو ورځې وړاندې د دغه ډګر د لیدنې پر مهال ویلي و چې دا ډګر د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د نړیوالو معیارونو له مخې پرانیستی پاتې کېږي.

 

درنو لوستونکو!

اوس راځو دې مطلب ته چې ولی ترکیه لیواله شوه چې د کابل د هوایې ډګر د ساتلو امنیت پر غاړه واخلی او یا ولی امریکا هم د ترکیې لیوالتیا ته مثبت ځواب ورکوی.

امریکا په نظر کې لرل چې له افغانستان نه د دوي د ځواکونو له وتلو وروسته په پاکستان او یا د منځنۍ اسیا په هیوادونو کې به د خپل حضور له لارې افغانستان تر کنترول لاندې ولری، مګر پاکستان د چین د اغیزو او فشار له امله او همدا ډول د منځنۍ اسیا هیوادونو د روسیې د اغیزو له امله امریکا ته د اډو له ورکولو نه مخ واړوه، نو ځکه یې د ترکیې غوښتنې ته غاړه کیښوده.

تر کیې د خپل هیواد د ګټو د خوندي کولو په خاطر د غربي هیوادو، امریکا او اروپا د اعتماد د بیرته تر لاسه کولو له پاره چې له روسیې نه یې د ایس( ۴۰۰) راکټونو د اخستلو له امه له لاسه ورکړی و بیرته خپل کړي او د ناټو په غړو هیوادو کې خپل پرستیـژ بیرته غښتلی کړی او د امریکا د هغو بندیزونو نه ځان خلاص کړي چې د پورتنیو راکټونه په رابطه ترکییه ورسره مخ ده، دغه دنده په غاړه  اخیستی ده.

د پورتنیو توضیحاتو په نظر کې نیولو سره لیدل کېږی چې څنګه نور هیوادونه د خپلو ملي او هیوادنیو ګټـو د خوندیتوب له پاره هلې ځلې کوي، اړینه دپلوماسي غوره کوي، زبرځواکو هیوادو نه امتیازات تر لاسه کوی، مګر په خواشینۍ سره چې زموږ د هیواد مشران په خپلو کې سره د امتیازاتو، څوکیو او نورو لوړ غوښتنو په لار کې د پردیو د لاس الې ګرزیدلي او هېواد مو د بې څښتنه مشرانو له امله داسې یو حالت کې قرار لری چې، پردي هېوادونه زموږ د سر نوشت تصمیم نیسی، متل دی چې:

 

«ږېره زما واک یې د مُلا.»

پای