آرشیف

2022-10-1

نورګل اندړوال

چونغر فرهنګي او ادبي جریدې بغلان پوهنتون  کې خپل فعالیت پیل کړ.

چونغر فرهنګي او ادبي جریدې بغلان پوهنتون  کې خپل فعالیت پیل کړ.

چونغر فرهنګي او ادبي جریدې بغلان پوهنتون  کې خپل فعالیت پیل کړ.

چونغر فرهنګي او ادبي جریدې بغلان پوهنتون  کې خپل فعالیت پیل کړ.

 

په لویه کې خپرندویه ارګانونه د افکارو او نظریاتو د تبادلې او پیغام رسولو په برخه کې بنسټيزه ونډه لري او د تاریخ په اوږدو کې یې د همفکرو تر منځ د اړیکو د ټینګولو او د مفکورو د بیان ستر مسوولیت تر سره کړی دی او د همدې خپروندویو ارګانونو په مرسته یو شمیر ادبي او هنري څېرې د اثارو پنځونې او د پښتو ادب د ودې په برخه کې کار ته ژمن شوي چې له امله د نیکه بخته پښتو ژبې او ادب تر ډېره پورې وده کړې ده.

 چونغر جریده  چې د بغلان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګه یې د امتیاز خاوند او مسؤل مُدیر یې د همدې پوهنځي  د څلورم کال محصل نورګل اندړوال دی په هرو پنځه لس ورځو کې چاپ او د سرمقالې سربیره پکې شعر، لنډې کیسې، ادبي راپورتاژونه، ټولنیز مطالب، ژباړې، خاطرې، یونلیکونه او په ټوله کې د پښتو ادب په اړه معلومات خپروي.

د بغلان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پښتو څانګې دوهمه جریده حجاب نومیږي چې د دې څانګې ښځينه محصلانې یې مخ ته وړي او هغه جریده هم د چونغر په څېر ورته مطالب خپروي.

د پښتو څانګې د ښځینه او نارینه زده کوونکو تر منځ په نشراتي برخه کې د سالمې ادبي سیالۍ رامنځته کول، د پښتو څانګې او ادب د زده کوونکو تر منځ لا غوره ادبي اشنايي او د لیکوالۍ یا شعر د نقد مهارتونو پیاوړي کول، دا چې د ادب د یوه فارغ د کاري ساحې ستره برخه په خپرونو او نشراتو پورې تړلې ده، نو اړینه ده چې سره له اوسه د خپرونو د چمتو کولو، چاپ او همدارنګه د خپراوي او اېډېټ سره پړاوونو سره اشنا شي،محصلانو ته د خپرونو د نشراتي برخو د مدیریت سپارل، څو راتلونکي کې د رسنیو مُدیریت ته چمتو شي او په ټوله کې د ادبي او فرهنګي چوپړ لپاره  استعدادونو ته د ادبیاتو د پرمختګ په موخه د زمینې برابرول د چونغر جریدې موخې دي.

د بغلان پوهنتون استاد او لیکوال پوهنمل ګل رحمان رحماني وايي، چې د چونغر او حجاب په نومونو د جریدو د فعالیت پیل به د پښتو څانګې هغه هیله او لرلید بشپړ کړي چې د زده کوونکو د مسلکي ودې لپاره یې ټاکلی  او تمه لري چې محصلان به یې په راتلونکي کې نور د پښتو ادبیاتو د خدمت جوګه وګرځي.

درنښت

د جریدې چلوونکې ډله

نورګل اندړوال