آرشیف

2020-6-6

شاه ولی آرین

په وړاندیز شوې کابینه کې د غلو تود حضور (دریمه او وروستۍ برخه)
په تېرو دوه برخو کې مو د وړاندېز شوې کابینې په هکله ځینو واقیعیتونو ته د لوستونکو پام راوړا وه. اساسي خبره داده چې د داسې شخصیتونو موجودیت په دولت او نظام کې، چې یوازی د قدرت تږي، شخصي ګټو او د بهرنیانو د سیاسي او ستراتیژیکو موخو له پاره کار او ورته خدمت کوي، څنګه به زموږ په هیواد کې سوله عملي او هیوادوال به مو د هوسا ژوند څښتنان شي.
 
اساسي پوښتنې دادې چې:
افغانان څنګه کولاي شې له دې مفسدو مشرانو نه ځانونه وژغوري؟ څنګه کیدای شې موجود نظام له دی هېواد ته، خائنو عناصرو نه پاک شی؟ او یا په مجموع کې د هیواد د ژغورلو له پاره هیوادوال څه باید ترسره کړي؟
دایوه معلومه خبره ده، تر څو چې هر په هیواد مین افغان د هیواد د روانې غمېزې نه  د درک پر بنسټ خپل په کور دننه او په بهرنيانو کې دوست او دښمن درک نه کړي، له قومي، حزبي، خپل منځي تنظیمي او قومي اختلافاتو نه تیر نه شي او د خپل هیواد او خلکو د لوړو کټو په خاطر سره یو نه شي، ملي وحدت تآمین او واحد ځواکمن قوت جوړ نه کړي، هیواد او هیوادوالو ته د دې ستر ناورین او غمیزې نه د خلاصون له پاره په هر قوم، ګروپ، تنظیم کې د خپلو فاسدو او هیواد پلورونکو په مقابل کې په ټینګه ونه درېږئ، په ټاکنو او نورو ګروپي مطالباتو او شخصي اهدافو او غوښتنو کې ترې ملاتړ ونه کړی، دا به په خپله د دوي او د پردیو بادارانو یې د زوال ښه طریقه کیدلای شې.
همدا ډول د دغو فاسدو کړیو نه چې د هېواد په نظام کې له مختلفو لارو او خپلو بهرنیو بادارانو په مرسته پر افغان مظلوم ولس راتپل کېږی، په هیواد کې د واحد ملت جوړیدل او د یوځواکمن ملي سراسری خوځښت د جوړیدو جدی اړتیا ده، د داسې ستر هدف له پاره یو وار بیا تاکید کوم چې د ټولو افغانانو تر منځ ټولیز پوهاوي، پیوستون او ملي یووالی همدې موخې ته د رسیدو غوره لار ده، د ملي واحد ځواک جوړیدل په هیواد کې دعمومي، ټولیزې سولې،ټیکاو، دموکراسۍ، ملي زعامت او پرمختګ د رامنځ ته کیدو له پاره اساسي لامل او ډاډمنه ګرنټی کیدای شې.
د پورتني پرګراف په نظر کې نیولو سره د دولت او موجود نظام پاکول له دغو هیواد او ولس ته خائنو عناصرو نه په هیواد کې د بهرنیانو په موجودیت کې ستونزمن کار دی، ځکه چې د بهرنیانوګټې د دوي په موجودیت کې خوندي او خپلې موخې په اسانه توګه عملي کولای شې. څو عنصره دلته اړین دي چې د نظام د فلتر او سپیڅلتیا له پاره باید په نظر کې ونیول شي:
– د بهرنیانو او په خاص ډول امریکا او ناتو د وتلو اساسي لار د دولت او طالبانو تر منځ که چېری په رښتیا هم دوی غواړي او سولې ته ژمن وي، باید دواړه خواوې د بین لافغاني خبرو اترو له پاره ځانونه مستقل کړي، د خپلو بهرنیو تمویلونکو نه ځان وژغوري او د هیواد د لوړو ګټو او ژغورنې له پاره لومړی په ګډه داسې میکانیزم وړاندې کړي چې هم بهرنیان له هیواده ووزي او هم بین المللی مرستې تر لاسه کړي، دا هغه څه دي چې افغانان یې کولای شي، خو زما په اند چې دا یو ستونزمن کار هم دی، ځکه دواړه خواوې استقلالیت نه لري او که افغانان شي او د هیواد اوهیواد والو دردونه او ګټې ورته ارزښت ولري، په هغه صورت کې کولای شي چې هم هیوادوال له دې سترې غمېزې نه وژغوري او هم خپل تاریخي مسؤلیت او رسالت ادا کړی.
– د افغان دولت او په دولت کې د سپیڅلو افغانانو رسالت او د اقتصادي منابعو کنترول، حفاظت او په خاص ډول د صنعت، تجارت، د سفارتونو او ګمرکاتو د عوایدو لوړوالی د هیواد د بودیجوی مصارفو کنترول هغه څه دي، چې ډېر ژر به مو هیواد د بهرنیانو له انحصار او دیکتې نه خلاص کړي او د پردي پلوه جاسوسانو له باج اخیستلو نه به هم په اسانۍ خلاصون را په برخه شې.
– بله غوره لار د دولت او حکومت د هغو نا انډوله او د پردیو له لوري تپل شوي تشکیلاتي سیستم چې په زرګونه کورني او بهرني مشاورین(سلاکاران) چې په میلیونونو ډالر هسې ورته ډالۍ کېږي او د کار هیڅ اړتیا ورته نشته، که چیرې رښتیا هم محمد اشرف غنی هیواد پالنه کوي، په ولس کې ځان محبوبوی دغه اړین ګام دې پورته کړي چې د هیواد د پر ځان بسیاینې او د بهرنیو له احتیاج نه د خلاصون یو غوره لار هم کیدای شې.
– بله ډېره اړینه او د هیواد د ژغورنې اساسي لار د هیواد د ځوان نسل د هیواد پالنې روحیه او د هیواد نه د دفاع په لار کې برخه اخیستل دي، چې د مکلفیت د دوه کلنې دورې له لارې د عسکري خدمت پروسه بیا له سره پیل شي. له یوې خوا به د اجیرو سربازانو موجودیت چې د امتیازاتو روحیه یې نسبت هیواد پالنې ته محدوده ده، ورو ـ ورو پای         و مومی او له بله پلوه به د هیواد د عوایدو سیستم لوړوالی د پردیو له احتیاج نه راکمه شې، چې پورتنی امکانات د دولت، حکومت او ولس د ګډی همغږی په نتیجه کې په لنډه موده کې مو هیواد د پردیو له احتیاج او استعمار نه خلاصولی شې.
ټولو ته معلومه ده چې افغانان په ډېر ستوزمن حالت کې له سترو غمېزو سره لاس او ګریوان دي. په دولت او نظام کې د یو شمېر فاسدو اشخاصو شتون، فقر، بی وزلي، مرګ ژوبله، په هیواد کې د بهرنیانو شتون او حاکمیت او د دې ټولو تر څنګ د تعلیم کمښت، نفاق او ورو وژنو، د ملی یووالی نه شتون هغه څه دي چې زموږ مظلوم ولس یې د نظام د فاسدو کړیو تر فشار لاندې هره ورځ قرباني ورکوي او د دې وس نه لري چې ځانونه ترې خلاص کړي، یو وار بیا په باور سره ویلای شم چې د خلاصون یوازنۍ لار ملی یووالی، واحد ملت جوړونه او ملی ځواکمن قوت جوړونه ده، چې  له دی غمېزې نه د خلاصون اساسی لار ګڼل کېږي.
 
د افغانانو د ملی یووالی پر لور!