آرشیف

2020-3-1

شاه ولی آرین

په قطر کې د سولې هوکړه لیک

پرون د ۲۰۲۰ز کال د فبروري د میاشتې ۲۹ نیټه په قطر کې  د طالبانو د تحریک او د امریکا د استازی زلمی خلیل زاد او د طالبانو د مرستیال ملا برادر اخوند تر منځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو. همدا ډول په کابل کې د افغانستان د حکومت او د ناټو د سرمنشی او امریکا د دفاع وزیر له لوری یوه ګډه اعلامیه خپره شوه، چې هم په قطر کې هوکړه لیک او هم دغه ګډه اعلامیه د اهمیت وړ او زموږ دهیواد په ۴۰ کلنه جګړه کې هغه څه دی چې افغانان یې باید په پوره هوښیاری او د تیرو ترخو تجربو په نظر کې نیولو سره له پامه ونه غورځوی.
دا چې د نړی ستر استعماری طاقت امریکا د هری موخی د لاسته راوړلو په خاطر دا  ومنله چې خپل ځواکونه به زموږ د ګران هیواد افغانستان نه په ۱۴ میاشتو کې باسی، دا په خپله د افغان باتور او په هیواد مین ولس لپاره ستره بریا او د اجنبی اشغالګرو په مقابل کې د افغانانو د بریالیتوب روښانه بیلګه ده چې د همدی تاریخي ورځې په مناسبت د افغانستان جګړه ځپلي او مظلوم ولس ته د زړه له تله مبارکي وايم.
 
هیله شته چې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک دغه تاریخی مرحله به په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې د ټینګیدو او پرګران هیواد افغانستان کې د بهرنیو ځواکونود اشغال د پای ته رسیدو پیل وي.
 
کلونه تیرېږی چې د سولې او خپلواکي د دغه دوو سترو نعمتونو نه د کورنیو جګړو، بې اتفاقیو او د بهرنیو نیواک ګرو د تیریو له کبله زموږ ګران هیواد او افغانان ترې محروم کړاي شوي دي؛ جګړې ورور وژنو، هیواد ورانونو هر څه له افغانانو یرغمل کړی، اوهمدا بهرنیان مو په مختلفو نومونو او عنوانونو سره جنګوي او خپلې شومې موخې تر سره کوي.
 
که افغانان سیاسي او افغاني درک خپل کړي او د ۴۰ کلنی اوږدې او خونړۍ جګړې موخې هیرې نه کړي باور شته چې د سولې دغه هوکړه به په هیواد کې د بین الافغاني مذاکراتو، سرترسری اوربند او د یوې تلپاتی سولې لپاره ښه فرصت او اساسي ګام وی.
 
اوس د دی وخت را رسیدلی چې افغان دولت کوټلی ګامونه واخلي د ټولو افغانانو د یوی ستری اجماع د رامنځ ته کیدو په نتجه کې په واحد نظر او یوالي سره د بین لافغانی مذاکرتو لپاره داسی استازی وټاکي چې په هیواد کې د ټولو خواوو استازیتوب وشی کولای.
 
که چیرې افغان دولت، د دولت اپوزسیون، سیاسي احزاب او مدني ټولنې لږ هم د هیواد ژغورنې، هیواد او ولس سره د مینی احساس او د خواخوږی نیت ولری، خو همدا یې ښه وخت دی چې له دغو امکاناتو نه پوره ګټه پورته کړی او په یوه خوله له طالبانو سره د بین الافغانی مذاکراتو له لاری خپل هیواد له دی ستری غمیزی نه وژغوری.
 
طالبان هم باید له بی ځایه غرور او د تیرو منفي سیاستونو د ترخو عواقبو په نظر کې نیولو سره د اوسنی وخت او زمان د غوښتنو سره سم ځانونه برابر او په رښتینی توګه د هیواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره د هوکړه لیک د موادو د پوره رعایت او د بهرنیو اشغالګرو په مقابل کې د افغانانو د مقاومت د لیکو د درناوی او د هیوادوالو د ستری غمیزی د ختمیدو په لار کې په یوه خوله د یوې سرترسری سولې د تحقق په لار کې مثبت ګامونه واخلی د افغانانو د تولو خواوو او قشرونو د انساني، افغاني او اسلامی حقونو پوره درناوی وکړی او دا هم هیر نه کړی چې لږه تیروتنه او اشتباه به دوی هم د جهادی مشرانو له سرنوشت سره مخ کړی چې همدا اوس هیواد والو تری پوره مخ ګرزولی دی.
 
افغانان تمه لري چې د تاوتریخوالي کمښت به وغځیږي او په دائمی اوربند به بدل شې پایله به یې تلپاتې سوله وي چې دا به په خپله د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره نوره هیڅ بهانه نه پاتي کېږی او په خپله لاره به ځی.
 
زما په اند تر هغه ځایه چې لیدل کیږی، د طالب مشرانو په خبرو کې د واحد نظر نه شتون د اندیښنو وړ ښکاری. د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوند په اعلامیه کې عمومی عفه، د ملاشیرمحمد ستانکزی په خبرو کې بی ځایه غرور او همدا ډول د قطر د دفتر د ویاند شاهین په مرکه کې چې وائی دوی له امریکا سره د سولی او جګړی د بندیدو هوکړه کړی مګر د دولت سره به د دوی جګړی او وژنه دوام لری دا هغه څه دی چې د دوی د مشر هیب الله او نورو مشرانو په خبرو کې ستر بدلون څرګندوی چې دا په خپله د افغان ولس د بی باوری سبب ګرزیدای شې.
 
بله ستونزه په لاسلیک شوی هوکړه کې د طالب چارواکو هغه تعهد دی چې د افغانستان له خاوری به امریکا او نړی ته ګواښ نه پیښیږی او همدا ډول امریکا او افغان دولت وار وار وویل چې دا یوه مشروطه هوکړه ده، اصلی خبره داده چې طالبان به ددی لاس رسی ولری چې په هیواد کې د نورو افراطی ګروپونو مخه ونیسی چې همدا اوس په هیواد کې فعالیت کوی؟ ایا طالبان به ددی جوګه شې چې خپلمنځي اختلافات حل کړی؟ ځکه لیدل کیږی چې نسبت نورو طالب مشرانو ته د شیرمحمد ستانکزی او شاهین موضعګیری،په هیواد کې دننه جنګی قوماندانانو سره یو شانته ده او د نورو مشرانو له تفکر سره ستر بدلون لری.
 
اسلامی امارت د طالبانو د پخوانی چارواکې ملا ضعیف له قوله همدا اوس هم د طالبانو سره کرښه ده او تری نه دی تیرشوی.چې دا هیڅکله د افغان دولت او په مجموع کې افغانانو ته د منلو وړ نه دی.
 
زما په اند د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه لیک په هیواد کې د سولی له پاره یوازی یو پیل دی، اما افغانان د یو ستر ازمون سره مخ دی، چې راتلونکی یې د خپلو افغانانو د هیواد پالنی، افغانی احساس، مستقل فکر، له شخصی ګټو نه هیوادنیو ګټو ته ژمنتیا، د پردیو له اسارت نه ځان راویستل او نور اړین هغه څه دی چې د جګړی د ختمولو او سولی او ثبات د راوستلو له پاره اساسی رول او ارزښت لرلی شې چې باید د ټولو د پاملرنی وړ وګرزی.
 
دا یوه پیچلی او له ازمون نه ډکه هغه پروسه ده چې د ټولو خواوو افغان مشران که چیری وغواړی چې په دی حساسو تاریخی شیبو کې تاریخ وګټی، خپل یې کړی نو سل په سلو کې به تاریخی ویاړونه خپل کړی او راتلونکی نسل به پری تل وویاړی.
 
د سولی ددی تاریخی چانس له لاسه ورکول او د هری خوا له لوری غفلت او په بی تفاوتی عمل به تاریخی ننګ او عار وی او د داسو کسانو به تل د هیواد په تاریخ کې مخ تور ویی.
 
په هیواد کې د تلپاتې سولی په لور!

 
 شاه ولی آرین
د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ ۲۹مه