آرشیف

2022-2-11

دوکتور صلاح الدین سعیدی

پنجاب د افغانستان دښمن وه، دى او شواهدو وښودله چې دښمن به پاتې شي! 
جناب جنرال صيب پتنګ نظرمو  په کلکه تاييدوم خو اوس حالت داسې راغلاى چې پنجاب په چين او نړۍ کې زمونږ په سرنوشت تصميم نيسي او مونږ ورته لا خوشاله هم يو!
طالب سره د پنجاب مرسته او د طالت قوت ورکولو کې چې له طالبه ېو قوت جوړ کړي او د طالب په شاوخوا وړې وړې د قدرت جزيرې او افراد په مستقيمه او غير مستقيمه توګه راټولو مرسته او ېو قوت کول او کړي،  ېوه ستره موخه او هدف دا وه چې  د افغانستان نظام ړنګ او شيرازه وشلوي. هغه نظام چې افغانستان کې چارتراش، مرمر، جلغوزي، اوبه او معدن تنظيموه او افغانستان يې د تمامو ناخوالو سره لږ يا زياد د جهان سيال کاوه. پاکستان وتوانيده داسې نظام او سيستم د طالب په لاس هم چې وي، عملا ړنګ کړي. ء امريکې کاميابه  غولونه د پاکستان د مکاريو بل اړخ دى.  روسانو، چينايانو او ايرانيانو د امريکې ماته دلته افغانستان او سيمه کې  يقيني کړه. د امريکې ماته سوريه او عراق کې لا پخوا شوې وه.  پاکستان سيمه کې  د هند متحد حاکميت افغانستات کې مات کړ.
اوس پاکستان له طالبانو د ډيورند لاين سرحد ګرځول، د پاکستاني طالبانو مشران او کشران پاکستان ته تسليمول  او د افغانستان تابع ساتل غواړي. طالب کې ملي او ريښتنې اسلامي څېرې دا کارونه نه شي کولاى. دا د پاکستاني استابلشمنت او افغان طالبانو تر مېنځ د تصادم مرحلې ته رسي او دا حتمي کېدونکى او د وخت سوال دى. که طالب مشران هوښيار نه شي دا د پاکستان په لومو بند طالبان به يکه يکه ملابرجان کړي. پاکستان ددې لپاره چې د وينو او باروت د تجارت مرکز پاتې شي اوس اوس ترکيه او نړۍ کې د طالب ضد ځواکونو ته دعوت او بلنه ورک چې طالب ضد عملياتو مو له افغانستانه سازماندهي ورکړٸ او  تنظيم کړٸ.  دوى  مرسته کوي او داسې بلنليکونه اوس اوس  پاکستان افغان ځواکونو ته لېږلي هم دي.
نوقصه اوږده او تراژيدي ادامه لري او د بقيه نړۍ د حل لارې د پاکستان د مکارو سياستو پر وړاندې پاتې راغلي دي.
پاتې دې نه وي چې  چين د سيمې اقتصادي قدرت کېدونکى دى او که انګليس، امريکې او باقي نړۍ غوښتي وي که نه، د پاکستان چينايزه کېدل د وخت سوال دى او دا پروسه په عالم اسباب کې څوک نه شي درولاى. مصنوعي  تأخير او بطي کـول به ممکن وي خو ددې پروسې درول راته ممکن نه ښکاري.
امريکې او انګليسانو پاکستان له لاسه تللاى خو د افغانستان د لاسه تګ هم په غلطو سياستو او تګلارو حتمي کوي.
ددوى انتخاب به خپل وي چې دى خو که افغانان بېداره نه شي او خپل کورنى کار پوره پوره ونه کړي، د افغان ملت قربانۍ به سترې وي.
الهي رحم.
ډاکتر صلاح سعيدى
٩/٢/٢٠٢٢
٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨