آرشیف

2014-12-26

یعقوب منګل

پسرلي مومبارک شه

پسرلي مومبارک شه

 

پسرلي دي هري خواته غوړیدلي دي ګلونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

څومره ښکلي فضاده٬هري خواته شوراوغوغاده
په غرورغوکي اورم٬دبلبلانو آوازونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

لیلا له کوره ده وتلي٬ګرځي په ګلونوکي غلي غلي
مجنون ته ګوره٬په ګوګل کي ئ زړه وهي ټوپونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

دسپوږمۍ اودهغي دمخ مقابله وه٬دنیاورته ټوله په تماشه وه
دآسمان ستوري له هري خواورته وهي سترګکونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

دالیونۍ ده که هوښیاره٬ناسته ده دبام په سردچالپاره
په ماذدیګرکي څومره خوندکړي دمئینو دیدنونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

راځه لالیه وګوره لویي پکتیاته٬تاریخ یي معلوم دي ټولي دنیاته
په سوله او ورورۍ کي ژوندکي پراته قومونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

هغه وخت به له تاسره ځمه٬لاس په لاس به قدم درسره ږدمه
خوست کي ګرمي ده ماته کیږده چنارونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

وطنوالوپسرلي مومبارک شه٬کورمودزامنواوغنموڅخه ډک شه
پیغلي اوځوانان به جوړه دخپل وطن خدمت کوینه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

ای زړه ورواوباتوروافغانانو٬دجګوجګوغروبازانواوزمریانو
غیرت مودي معلوم دنیاته٬دښمن ته ورکړۍ ګذارونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

اوس پسرلي شوګراني راشه٬داټوله دنیامي له تاجارشه
دژمي سړو واورو مي په زړه ایښي داغونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

سپیني سپوږمۍ له تاپوښتمه٬جانان مي ورک دي په څوارلسمه
ښکلي ئ جبین دي٬پرمخ نلري داغونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

پسرلي دي ګل دګل سره په جنګ دي٬ستاپه اننګوکي دهغودوینورنګ دي
رمبیل چمبیل ورته ولاړ٬لاس په نامه تعظیم کوینه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

زړه مي نرۍ دي ژاړم ژاړم٬دموراوپلارپه یادونوویاړم ویاړم
دالله پاکه ورته غواړم ٬ښکلي ښکلي جنتونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

ای مسافره راشه خپل وطن ته٬دمنګلوجګوغرودیدن ته
پیغلي په دریا اوځوانان٬ په ډول اتڼ کوینه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

یعقوب( منګل) ته به لاس ورکړم٬ټول دښمنان به ئ خاوري په سرکړم
بیابه جوړه٬جوړه دخپل وطن کوو سیلونه
داپیغلي ګوره٬په غاړوکي ئ دګلوامیلونه
داپیغلي ګوره

یعقوب منګل
17.03.2013
آلمان