آرشیف

2014-12-26

یعقوب منګل

سپینه سپوږ مۍ ځلیږي

سپینه سپوږ مۍ ځلیږي

 

ستاپه سترګوکي٬زماسترګې د خوشحالۍ ځلیږي
زماپه سترګوکي٬خو هم ستاسترګې ګلالۍ ځلیږي

سورشال دپرسر٬ په توروسترګودکجل کړل پوري
په پوزه د چارګل٬ په ټنډه د ببره روپۍ ځلیږي

ستا د حُسن او ښایــست په ننــداره کي مــدام
په تورو وریځوکي پټه٬ سپینه سپوږمۍ ځلیـږي

چه په سپــین مخ تــوري زلـفي راخــوري کړي
لکه پر کعبه چه توراطلس٬کوړۍ کوړۍ ځلیږي

چــا پــه ګوتو جــوړه کــړي يــي جــانانــه
په همځولو کي معـلومه ٬ ښاپیــرۍ ځلیــږي

هروخت چه په محفل کي دخوښۍ نه په خنداشي
د غـاټــول په منځ کي٬ تکه سپینه ګلۍځلیــږي

ستا زیږو سترګوته چه ګورم په هر وخت کي
په افغاني غرور سمباله ٬ پیغله پتیالۍ ځلــیږي

یعقوب( منګل) درته دُعاکوي٬همیش دزړه له کومي
دعلم اوپوهي په ډګرکي٬ د تل لپاره بریالۍ ځلیږي

یعقوب منګل
08.04.2013
آلمان