آرشیف

2014-12-26

یعقوب منګل

د وطن سره مینه

په توروګوړګوتي زلفوکي دټومبلي سره ګلونــــه
داماران دي چه په خولوکي ئ نیولي سره لعلونه

ته چه تللي وي په غلا٬ښکلي ګلشن تــــــــه
قدم په ورو ورو روانه وي٬زرغون چمن ته
دبنګړوله شرنګه دپورته شول٬ښکلي سازونه
بلبلان په مستۍ راغلل٬شروع شول غزلونـــه

باغوان له لیري خپله تماشا کړه
بوراپه هواکي له شوقه ژړاکړه
له آسمانه اوري پرتادمرغلروبارانونه
وران دنشي ستادمخ شنکي خالونـــــه

دافغانستان دبیرغ دي درۍ رنګه
څومره ښکلي ښکاري بیدرنګـــه
توري زلفي٬سري شُنډي٬زرغون شالونه
پیغلي جوړه ځي٬کوي نازاومکیزونــــــه

دوطن سره مینه٬دمور مینه ده
دامینه په زړه ډیره شیرینه ده
پوره کړۍ دوطن موردزړه آرمانونــــــــــه
دافرض ده په ټولو٬که څوک غواړي جنتونه

ښکلي کابل مي ډیریادیـــــــــــــږي
یادونه ئ هیڅوخت نه رانه هیریږي
کله به وکړم دقرغي٬پغمان سیلونــــــــه
بیابه مي پوره شي دزړګي ټول هوسونه

شیخه راشه چه سره کښینــــــــــو
خپل عملونه به په تله کي سره وینو
ستاپه لاس تسبیح٬زه به اخلم ډک جامونـــــــــــه
ته ځه مکې معظمې ته٬زه به نیسم دبیوزلوزړونه

دوطن ددربدرۍ ډیرسخت بدحـــــال دي
یعقوب (منګل )لاس پورته درته سوال دي
خدایه راوله په وطن کي٬امن اوغیرتونــــــــــه
چه وطن موشي سمسوراوورک شي ټول غمونه

 

 

یعقوب منګل
10.02.2013
آلمان