آرشیف

2014-12-26

یعقوب منګل

سري اورڼي اوښکي

 

سري اورڼي اوښکي

 

یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاته
ډیره یم غمجنه٬ناسته یم ددیوال شاتــــه

یارمي مسافردي٬ماشومان راته ژړیـــږي
څه وکړم چاره څه ده٬زړه مي نه صبریږي
پلارپلارناري وهې٬ورته وایم رابشي سباته
یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتــــــه

یارمي مسافردي٬دغریبۍ دخداي کوروران کــــــــــــــــړي
ورځ په مزدورۍ کي٬شپه ترسهاره زماددیدن به آرمان کړي
لیونۍ شوم ورپسي٬ګرځم اوراګرځم هري خواته
یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتـــــــــــــه

یارمي مسافردي٬همیشه ورته یادیـږم
په زړه ئ زمانوم دي٬نه ترینه هیریږم
په خط کي راته لیکي٬زماسترګوشهلاته
یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاته

یارمي مسافردي٬دزړه طوطي مي په قفس کي دي ساتلي
په سختوبدوشپوکي٬همیشه راته غږیـــــــــــــــــــــــــدلي
یارچه مي راشي٬بیابه یي خوشي کړم صحراته
یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتــــــــــــه

یارمي مسافردي٬په زړه مي سري لمبې بلیږي
سوځم په غموکي٬ټول بدن مي لولپه کیــــــږي
دکباب په شان لوګۍ یي٬پورته کیږي هواته
یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتـــــه

له سترګومي سري او٬رڼي اوښکي بهیږي
بیاسیلاب اوطوفان شي٬سمندرته ورګډیږي
ای په یارمینودزړګي سر٬نږدي وساتۍ خپلي خوا ته
یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتــــــــــــــــــــــــه

یارمي مسافردي٬توره شپه به خداي رڼاکړي
الله خومهربان دي٬یاربه مي بیرته راته راکړي
سپیني لیچې به مي شي ډکي٬بیابه بنګړي راوړي ماته
یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چــــــاتــــــــــــــــه

یارمي مسافردي٬یعقوب راته راوړي ښکلي پیغـــــام دي
منګل) له لري راته خاندي٬وایي یاردراغي پرتاسلام دي)
په زیري کي به خوله ورکړم٬دوعا به کړم لوي الله ته
یارمي مسافردي٬دزړه حال ووایم چاتـــــــــــــــــــــه

یعقوب منګل
26.02.2013
آلمان