آرشیف

2014-12-26

یعقوب منګل

خماري سترګي

خماري سترګي

 

 

ســورشــال پــرســر٬ پـه اوربــل وهــي لاسونـه
زړه ئ رانــه وړي ٬ عــالمــونــه غــرقــوینــه

توري سترګي چه راووزي٬ګودرته شي روانه
کږه وږه شي دخیـالـه ٬ کـوي نـازاومکیـزونــه

پــسرلي دی هــره خواشــنه ٬ وطــن ګلــزاردي
پیغلي ځي صحراته ٬ ټولوي ګیډۍ ګیډۍ ګلونــه

سترګي ئ ګل٬خوله ئ غاټول٬زلفي ئ سنبل دي
داسـره اننګي ئ دارغــوان ښکلــي رنــګــونــه

پــه خمارو سـترګـو چه تورکاجل کــړي پــوري
داسي ښکاري چه خالي کړي ئ دی ډک جامونه

څڼي دی مه پریکوه ٬ پریږده چه اوږدي شــي
پـه خـوب ویـده جانان به خوري په کي ټالونــه

یعقوب( منګل) ته لاس ددوستـۍ اومیني ورکـړه
مه ئ ځوره وه په زړه کي ئ ډیردي آرمانـونه

یعقوب منګل
08.06.2013
آلمان