آرشیف

2014-12-26

یعقوب منګل

بي آوازه ژړا

داچه ته راته ګډیږي٬دنیاپه ګډیدوشــــي
داچه ته راته خندیږي٬دنیاپه خندیدوشي

زه ستا په جدائ کي همیشه په زړه بیماریم
ستا په راتګ مي ټول دردونه په رغیدوشي

توري وریځي چه راتاوشي٬په آسمان کي
دباران په شان مي اوښکي په څڅیدوشي

چه دساقي سترګوته ګورم په میخانه کــــــــــي
دشرابوډکي پیالي راته له ورایه په څرخیدوشي

بارانه ورو ورو راوریږه٬چه جانان مي شي پاتي
ترهغوبه ورته ګورم٬چه مي سترګي په مړیدوشي

موسم دپسرلي دي هرخواشنه زرغونــــــه ده
پیغلي ځي صحراته٬د ګلانوسره په ګډیدوشي

شمع چه بلیږي٬بي آوازه ژړیږي اوویلي کږي
دعشق له لاسه پتنګ له ځانه تیرپه سوځیدوشي

ستاخُماروسترګو جوړه کړي سخته زلزله ده
زمادزړګي نري برجونه په لړزیدوشــــــــي

زه به نه یم آرمان به وکړي٬وخت به تیروي
چه د(منګل) په قبر سري جنډي په رپیدوشي

یعقوب منګل
12.02.2013
آلمان