آرشیف

2022-6-4

دوکتور صلاح الدین سعیدی

پاکستانۍ دوکه ادامه لري! 
جزيیات د بحث وړ دي!
اما پاکستانۍ دوکه ادامه لري!
شهباز شريف د پنجابي پاکستانۍ حاکميت خپلو روستېو اظهاراتو کې د افغانستان له خلکو سره پرمرستې او له طالبانو سره پر تعامل تأکید شوای او بياله نړۍ  غوښتل شوي چې د طالب حاکميت په رسميت وپېژندل شي. کوم طالب چې دوی پاکستان کې يې دوی وژني، خو افغانستان کې بايد په رسميت وپېژندل شي. پاکستان کې جمهوريت خو افغانستان کې امارت!
پاکستان نړۍ احمقوي او نړۍ هم څه نه وايي! افغان ولس خو ددۍ سترې دوکې او جنايت قيمت ورکوي خو نړۍ لا نوره هم د مفتضحې ماتۍ سره به د پاکستان ددې لوبه او دوه مخۍ  سره مخامخ شي!
د ای اس ای ديزلي ملايان هم دين باندې تجارت کړای او کوي! له ېوې خوا د چين د کمونست ګوند د سلمې کليزې په ناسته کې ددې حاکميت په ګټه داسې اظهارات او ملاتړ وکړ چې د چين د کمونست ګوند دوآتشه غړی به يې هم ونه کړي. دوی د ايګور د ميليونو مسلمانانو. د آزار او اذيت لړۍ په چين کې له یاده ويستلې او سترګې  پرې پټوي( حرام عليک).
نو په ښکاره د پاکستان د افغان ضد دوه مخی جنايت ادامه لري.
طالبان که ځان د پاکستان له لومو ځان خلاص نه کړي، افغانستان به له سترو نورو مشکلاتو سره هم مواجه کړي!
و ما علينا الا البلاغ المبين
داکتر ص سعیدی
۲/۶/۲۰۲۲
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸
سفر هيئات عاليرتبهء هند به افغانستان و نظريات داکتر صلاح  سعيدی و استاد  ستانکزی
۲/۶/۲۰۲۲