آرشیف

2021-6-19

شاه ولی آرین

ولې مو برخلیک بل څوګ ټاکي؟

 

له کلونو رادیخوا یوې پاي ته نه رسیدونکي نیابتي جګړې، چې د پردیو زبرځواکو له لورې پر افغان ولس باندې تپل شوې ده، ټول مادي او معنوي ارزښتونه یې له هیواد او افغان ولس نه اخیستي او هیوادوال یې له سترو غمېزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

تر هغه ځایه چې لیدل کېـږي د دغې جګړې د اوږدیدو او د هر ډول روانو غمېزو د را ټوکیدو اساسي لاملونه یو شمېر ډېرو هیوادوالو یا درک کړي نه دي او یا په اګاهانه ډول د پردیو په چوپړ کې د خپل هیواد او ولس د بربادۍ او تباهۍ په لار کې هلې ځلې کوي.

د سواد او زده کړو نه، بې برخه والی، نفاق، قومي تعصبات، ګروپي او سیاسي تمایلات، لوړتیا غوښتنو او په لس ګونو داسې نورو منفي پدیدو، دغه ګران او تاریخي هېواد د پردیو او استعماري ځواکونو په جال کې راګېر کړي او کلونه وشول، مګر افغانان ترې د خلاصون امکانات نه شې تر لاسه کولاي.

هغه کسان چې په پوهېدنه او یا نه پوهېدنه کې د استعمار او پردیو په چوپړ کې دي، پر دې باندې باید وپوهیـږي چې:

 

«د پردیو کټ تر نیمو شپو دی»

هغه کسان چې خپل کور، ټاټوبی او په ټول کې خپل هیواد ورانوي، د خپل هېواد د ارزښتونو په مقابل کې د پردیو په چوپړ کې قرار لري، پر دې باید وپوهېږي، چې دوي به د هیواد په تاریخ کې د تورو او کرغیړنو څېرو په توګه د راتلونکي نسل په ذهن او روان کې د هیواد پلورونکو، هیواد ورانونکو او سترو ملي خائنانو په توګه ثبت وي.

د هیواد تېر تاریخ ته په کتو سره، ټولو استعماري تاقتونو د انګریزانو له دې شعار نه چې:«تفرقه واچوه حکومت وکړه.» استفاده کړې او زموږ هیواد یې د فقر لوږې او بې سوادۍ په لمبو کې سوزیدلي ساتلي دي.

دغه لړۍ د انګریزي استعمار نه رانیولې او تر اوسه چې امریکائې استعمار پر زموږ ګران هیواد باندې چاپه لګولي دوام لري.

امریکائې استعمار په هیواد کې د نفاق او بې باوریو اور ته دومره لمن وهلي، چې مهار یې ناشوني کړي دي. د مافیائې ګروپونو جوړول، په حکومت کې موازی حکومتونو نه پلوی کول، د حکومت له مخالفو لورو سره استخباراتی مرستې، د مخالفینو د تمویلونکو ګاونډیو هیوادو سره په بې تفاوتۍ برخورد کول د امریکائې استعمار هغه دوه مخه سیاست دی، چې زموږ هیواد او ولس یې له سترو ننګونو سره مخ کړي دی.

امریکا له افغان ولس سره د خپلو له دښمنیو نه د ډک سیاست په نتیجه کې طالبانو ته هم نړیوال دپلوماتیک ارزښت ور په برخه کړ او هم یې د عجولانه وتلو په نتیجه کې نظامي بر ترې ور په برخه کړه، همدا اوس چې په هیواد کې ورځ تر بله یو شمېر ولسوالۍ سقوط کوي او امریکا د وتلو وروسته، د هوائې مرستو نه مخ اړوي، دا د څه مانا ورکوي؟

زما له انده دا په خپله طالبانو ته نور هم  مورال ورکول دي، تر څو دوي د سولې پروسه پرېږدي او جګړې ته مخه کړي.

څرنګه چې امریکا له طالبانو سره د سولې په پروسه کې د افغان دولت او د افغانانو د استازو له موجودیت پرته یو ستونزمن او له تیروتنو ډکه لوزمانه لاسلیک کړه، چې طالبانو ته یې د ډېرو امتیازاتو په ورکولو سره طالبان برلاسې کړل او همدا لامل دی، چې طالبان د سولې له پروسې نه مخ اړوي.

دا دی اوس یو ځل بیا هم د ناټو په سر مشریزه غونډه کې د افغانانو او افغان دولت له موجودیته پرته د افغانانو په برخلیک پریکړې تر سره کېږي.

لیدل کېږی چې د ناټو مشرانو پریکړه کړی چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به د کابل ملکي هوايي ډګر د ساتنې له پاره خپل مالي ملاتړ ته دوام ورکوي. ترکيې ويلي، چې دوي کولاي شي د دغه میدان د امنيت مسؤليت پر غاړه واخلي.

د افغان جرمن انلاین د خبر پانې له مخه ویل کېږي چې د ناټو د سې شنبې په ورځ د دغه تړون د مشرانو تر غونډې وروسته د يوې اعلامېې په خپرولو سره داسی ويل شوي دی چې:

«د دوامداره ديپلوماتيک او نړیوال حضور او همدارنګه له نړۍ سره د افغانستان د اتصال له پاره، د کابل هوايي ډګر د اهميت په تشخیص سره، ناټو انتقالي بودجه برابروي تر څو د حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر د فعالیت له ادامې څخه اطمینان تر لاسه کړي.»

 

د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبرګ وويل چې:

«په دغه جلسه کې تصمیم نه دی نیول شوی چې کوم هیواد به د کابل د هوايي ډګر مسؤليت پرغاړه اخلي، خو زیاته يې کړه چې ترکېه به په دې برخه کې اصلي رول ولري.»

له بله پلوه داسې رپوټ ورکړ شوی چې ترکيې وړانديز کړی دی، چې کولی شي د کابل د هوايي ډګر د امنیت د تامين مسؤلیت د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته پرغاړه واخلي.

 

د ترکيې ولسمشر ويلی:

«که چيرته امریکايان نه غواړي چې موږ له افغانستان څخه ووځو او هغوي د ترکيې د ملاتړ غوښتونکي وي، په هغه صورت کې زموږ له پاره د امریکا متحده ایالاتو ديپلوماتيک، تدارکاتي او مالي ملاتړ اساسي اهمیت لري»

 

اردغان همدارنګه ویلي چې ترکيه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، د دغه نوی ماموریت له پاره د پاکستان او هنګری شمولیت ته اړتیا لري.

ویل کېږی چې د ترکیې ولسمشر د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره هم لیدلي او دواړو خپلې خبرې مثبتې بللي‌ دي.

 

ښاغلي بایډن د افغانستان په اړه وویل:

«موږ ژمنه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره به زموږ دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې او له افغان ځواکونو څخه به زموږ ملاتړ دوامدار او پایدار وي.»

اوس هم لا معلومه نه ده چې ښاغلي بایډن به د ښاغلي اردوغان له دغه وړاندیز سره موافقه وکړي که نه، خو د ناټو منشي ینس ستولتنبرګ ویلي و، چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت د ساتلو له پاره به دوي بودجه برابروي .

درنو هیوادوالو، یو ځل بیا یې د ویلو وړ ګڼم که چېرې افغانان په ټول کې حتا د طالبانو په ګډون یو موټي نه شي، د هیواد ملي ګټې خپلې ونه ګڼي، د پردیو چوپړ پرېنږدي، تل به همداسې د ذ‌لت او د پردیو د غلامۍ ژوند ته دوام ورکوي، د هیواد او هیوادوالو په برخلیک به پردي او حریص ګاونډیان تصمیم نیونکي وي، لکه همدا اوس چې د ترکیې دولت د افغانستان د سرنوشت په هکله د پاکستان په ګډون د هوائې ډګر د امنیت د چارو غوښتنه له امریکا نه کوي، مګر د افغان دولت د ناکاره دپلوماسۍ له امله، دوي چوپه خوله او د تیرو امنیتي تړونونو د عملي کولو له غوښتنو نه عاجز پاتې دي.

 

پای