آرشیف

2015-2-11

حمیدالله ژواک

ولور که دنجونو پېر او پلور؟

 
   په افغاني او تېره بیا پښتني ټولنه کې ډير داسې دودونه  او عنعنات شتون لري چې د اسلام دسپېڅلو احکامو  او ټولنيزو حقونوسره په ټکر کې راځي، له هغې ډلې يوهم ولور دی. ولور  هغه ملا ماتوونکی بار دی چې زموږ ډېری ځوانان يې په پرديو هيوادونو کې خواره واره کړي دي، په کلونو مساپرۍکوي او دخپلې ځوانۍ خوږې او له يوعالم تنکيو هيلو ډکې شيبې دبل بابا په چوپړ کې تيروي.
   د شلمې پيړۍ جاهليت په ډېرو افغانانو او بیاهم په زياته کچه پر پښتنو باندې داسې اغيز كړى دى, چې له نجونو او پيغلو څخه يې د خرڅلاو توكي جوړ كړي دي چې، پلورلى او پيرودلى شي، او له همدې امله دواده خوند هم لاړ شي ځكه چې زوم تركلونو له قرض لاندې وي، دايې لا څه کوې چې  ځينې خسرګنۍ دومره بیرحمه او دخپل اولاد غوښو ته  وږې ناستې وي چې دولور اخیستلو سره سره بابېړی هم کوي، بابېړی هغه درونداو اضافي  پېټی دی چې خسر ګنۍ يې ډېر ځلې د خپلې لور د ودولو پرمهال د زوم پر اوږو ږدي. په هر صورت، ولور ته که په ټولنیز ډول ديوه لوري کور  ورانۍ ووايو خو دبل لوري کور ودانۍ هم پرې نه شي او تاسې به ليدلي وي چې هيچا هم دخپل اولاد له غوښو ماڼۍ نه دي جوړې کړې.
داچې ولې پلرونه لوړ  ولور (مهر) اخلي او نه يواځې د مقابل لوري بلکې، دخپلو لوڼو راتلوونکي ژوند ته هم پاملرنه نه کوي؟ دې پوښتنې ته به دشرعی احکامو په رڼا کې داسې ځواب ووايو چې: دا د الله سنت دي چې د ژوند د دوام او پايښت لپاره يې نر او ښځه پيدا كړل او په هر يوه كې يې داسې غريزه كيښوده چې يو اوبل سره وتړي، اسلام دغه اړيكې تنظيم كړې نو د واده قانون او اصول يې وټاكل او ټينګار يې وكړ چې زياتو سړيو او ښځو ته دواده فرصتونه برابر شي ترڅو له حلالونه ګټه واخلي خودا هغه مهال امكان لري چې دواده په وړاندې خنډونه نه وي، تر ټولو ستر خنډ" ولور" او لوړ مهرونه دي ځكه چې د ټولنې اكثريت يې چې بې وزله او تش لاسي دي له پوره كولو څخه عاجز دي.
اسلام د مهرونو د كچې لوړول ناوړه ګڼلي دي ترڅو ډېری  وګړي وتوانيږي په شرعي طريقه او حلاله وسيله خپلې غريزې پوره كړي او ټولنې د اخلاقي فساد او زنا نه پاكې او وژغورل شي، اسلام هغه واده ته مبارك ويلي دي چې مهر يې كم وي او ټيټ مهر يې د ښځې درنښت بللى دى ترڅو هغه جاهلي ناره شنډه کړي چې، ټيټ مهر" ولور" د ښځې د نسب او عزت په ټيټوالي دلالت كوي.
که څه هم په پښتني سیمو کې ډېرې داسې ناخوالې شته چې په يادولو يې سړي ته له ځورېدو پرته بل څه نه لري، خو ددې ستونزې دحل لار څه ده او څوک مسؤولیت لري چې ددغه ناروا عمل دمخنیوي لپاره دخلکو افکار مثبت لوري ته واړوي؟
زما په اند هغه مهال زموږ خلک له دې غیر اسلامي او غیر انساني عمل څخه دخلاصون لار موندلی شي چې کله هم دټولنې باوري او عقیدتي ځواک چې هغه علمأ، قومي مشران او دپوهې خاوندان دي په يووالي سره ددغه شومې پديدې دمخنيوي لپاره خلکو ته تبلیغ وکړي، دهغوی افکار د بیځايه ولور په ضد عیار کړي هغوی ته په ټولنه کې د ولور څخه د زیږيدلو ناوړه پيښو ژوندۍ بیلګې وړاندې کړي، او بلاخره دټولنې دپوهې دکچې دلوړتیا لپاره هڅې وکړي چې داهم د دې ډول ناروا کړونو دمخنيوي ښه لاره ده.
دا کار تر بل هر توکم څخه په پښتنو کې ډیر زیات دود دی، که يو چا خپله لور په مناسب ولرو ورکړه او یايې هم له خسرګنۍ څخه له سره ولور ونه غوښت بیاهله کلیوال اوتربور پرې ملنډې وهي چې فلاني خان خپله لور ګواکي ساتلی نه شوه.