آرشیف

2015-2-11

حمیدالله ژواک

غورکې په پښتوخبرې وشوې!!
 
 
   هغه غونډه چې دملي پراختياټولنې (نهاد توسعه ملي) غړو، دخپل شته والي داعلانولو اوکړنوپه موخه جوړه کړېوه په لومړي ځل د دري ژبي اناونسر ترڅنګ دپښتوژبې اناونسر هم شتون درلود.
  
دملي پراختياټولنه يوکلتوري اوټولنيز بنسټ دی چې دبيسوادۍ اوبيوزلۍ پروړاندې مبارزه کوي او ددې بنسټ په نوښت دلومړي ځل لپاره په پښتوژبه ويناوال ستيج ته راوبلل شول.
  
ديادې شوې ټولنې مشرډاکټرعبدالعلي رسولي ددغه ټولنې دکړنلارې چې په پښتواودري ژبولیکل شوې وه خبرې وکړې، هغه زياته کړه:(زموږموخه دبیسوادۍ اوبیوزلۍ دکچې اوترڅنګ يې په ملي ژبو دادبي اوکلتوري چاروګړنديتوب دی)
  
دغه غونډه دسلطان علاؤالدين غوري ليسي په تالارکې جوړه شوېوه چې دغورولایت امنیه قوماندان او ولايتي شورادغړوسربیره ديوشميرنادولتي مؤسساتو، دعالي دارالمعلمين اومرکزي ليسوښوونکو چې، شمير يې څه باندې دوه سوه تنوته رسيدو، ګډون کړی ؤ.
  
دغونډې یوه تن ویناوال ښاغلي استاد فضل په کلتوري اوټولنيزو چاروکې دځوانانوهڅې وستايلي اودملي پراختيا دټولنې له غړوڅخه يې خوښي وښوده چې ګواکي خپله کړنلاره يې په ملي ژبوليکلې اوهم يې په لومړي ځل دغونډې پيل په پښتوژبه وکړ، نوموړي وويل:(زه په داسي ځوانانووياړم چې له هر ډول ژبني اوقومي تعصب پرته يې ددغه وروسته پاتې ولايت دمظلومو وګړو دغږ اوچتولوپه موخه مټي رانغښتې دي)
  
   غوراوس مهال يواځينی ولايت دی چې اووه نوي سلنه وګړي يې په دري اوپاتي درې سلنه وګړي يې په پښتوژبه خبرې کوي¸ که څه هم په غور کې ډېری داسې قومونه ژوندکوي چې توکم يې پښتني قبيلوته رسي، دبیلګې په ډول احمدزي، اڅکزي، کاکړ،زی رضا او… خو اوس مهال نه يواځې چې په پښتوخبرې نشي کولاي بلکې پرې پوهيږي هم نه.
 
   ديادولو وړده چې دغونډې ګډونوالواوپه تيره بيا دملي پراختيادټولنې غړوداطلاعاتواوکلتوپر رئيس نيوکه وکړه چې، نه يواځې په دې راټوليدنه بلکې، په نوروکلتوري اوټولنيزوغونډواوسیمینارونوکې ګډون نه کوي، حال داچې دا اودې ته ورته چارې په همدې رياست پورې اړوندې دي.