آرشیف

2015-2-11

حمیدالله ژواک

داسې څوک شته چې دګلانو په شان ماشومان په اور کې لولپه کړي!!؟

 
 
   هو! داسې بيرحمه بشر په نړۍ کې دګلانو په شان ماشومانو دسوځولو  تاريخ پیل  د ۱۳۸۸ کال دغبرګولي په شپږمه په پکتیکاولایت کې وکړ.
   پنځه کلن عزت الله جان، اووه کلن اسدالله جان او نهه کلن ستارجان له خپل پلار ولسوال حاجي نادر(حقمل) او دو وروڼو پهلوان او سفیر سره ديحی خيلو ولسوالۍ بازار ته د لوبو سامان او نويو جامو اخیستلو لپاره تللي وو، په واپسي کې داسلام او افغان دښمنه طالبانو په کمین کې ګیر شول چې پلار او ورور يې دماشومانو پر وړاندې په ګوليو سوري سوري کړل، بياهم د دغه طالمانو زړه پرې یخ نه شو.
   ماشومانو چې دپلار او ورور مرګ يې له موټر څخه په خپلو تنکیو سترګو ليدو او د اباجان نارې يې وهلې دغه طالمانو د ټوپک خولې ددوی په لور راوګرځوې او چې کله پوه شول چې ماشومان دي، وسله ورسره نشته په بل ډول يې زړه نه پرې سړېدو نو يې خپل جهالت او دپردې تر شا خپله شومه او اصلي څیره څرګنده کړه. هغه داچې له موټر څخه يې تیل را وايستل، پر دغه معصومو او بیګناه ماشومانو يې وشیندل او اور يې ورته واچولو، په دې وخت کې پنځه کلن اسدالله جان دغې ظالم او وحشي ته لاس ور اوږد کړ او په ژړېغوني اواز تر هغې چې خولې يې وتو نارې وهلې: هله اور، اور ماما وسوم- بچ مې کړه.

 

 

حاجی نادر ( داومنې ولسوال)
 
     
پلوان                  ستار                        اسدالله                           عزت الله