آرشیف

2015-2-11

حمیدالله ژواک

د م جلالزي دليکنې په ځواب کې

 
(م ج) په بينوا پاڼه کې دپکتيکا دوالي قيوم خان کټوازي په اړه يومطلب لیکلی چې غټ ټکي يې دادي: قيوم خان کټوازي نوی واده کړی، اوسنی والي قيوم خان کټوازی د ولسمشر کرزي په لومړی دوره کې د پکتيکا ولايت د ملي امنيت يو عادي مأمور ؤ.
ګران جلالزی صاحب!
هر هغه څوک چې جنرال صاحب کټوازی پيژني که چيرې دهغه په اړه ياده شوې ليکنه ولولي، په يقين سره چې نور به د ښاغلي هادي ويب پاڼه ونه ګوري، هغه پاڼه چې دهيواد د يوې وتلې څيرې په نوم ده (لوی استاد عبدالرؤف بینوا) او ستاسې له اختصاري نوم (م ج) څخه به په نفرت کې وي. 
زه په ښرنه کې له يوې نادولتي مؤسسې سره کارکوم او تر کومه چې زه خبر یم دوه نيمې مياشتې وشوې چې ښاغلی کټوازی کابل ته نه دی تللی او بیا د واده خبره خو له واقعيت څخه خورا لرې ده.
زه ښاغلی کټوازی له ډېر پخوا څخه پيژنم، هغه له يوې درنې، نامتو، مخورې، علم پرورې او هغې کورنۍ غړی دی چې دلويي پکتيا او په ځانګړي ډول دپکتيکا دخلکو په زړونو کې ځای لري او هيڅکله هم د دې سيمې ولسونه د نوموړي او د هغه دکورنۍ ښه خدمتونه نه شي هيرولی.
رابه شو اصلي خبرې ته، هغه داچې ښاغلی کټوازی په خپل کورني ژوند کې خورا خوښ دی او هيڅکله يې هم د بل واده خيال په سرکې نه ورګرځي، څه ځای ددې چې هغه بل واده وکړي، که څه هم دا د نوموړي شخصي کار دی خو زه وايم چې هغه تر اوسه بل واده نه دی کړی او نه هم داسې کومه خبره ده، هو دوې اوونۍ وړاندې دښاغلي کټوازي د ورور واده ؤ هغه هم په کابل کې نه بلکې په پکتيکا کې.
دوهمه خبره چې په ډیره سپين سترګۍ او د ژورنالیزم او لیکوالۍ له اصولو لرې او په واقعيت کې نيغ په نيغه په يوچاباندې بې بنسټه تور لګول دي، هغه د نوموړي په شخصي ژوند باندې راڅرخي، ښاغلي خبريال (م ج) چې دخپل نوم اختصار يې ليکلی او تر ماپورې هر هغه څوک چې له مطبوعاتو سره نيږدې اړيکې لري، ښه يې پيژني چې … جلالزی صاحب دی.
جلالزي لیکلي؛ ښاغلی قيوم خان کټوازی اته کاله پخوا په ښرنه کې د ملي امنيت يو عادي کارکوونکی ؤ او وروسته دکندهار د ملي امنيت رييس شو چې اوس مهال د پکتيکا والي دی. 
ښاغلی جلالزی؛ اولأ هغه څوک چې لوړې زده کړې او د دندې اهليت ونه لري ناشونې ده چې هغه دې له يوه عادي ماموريت څخه تر رياست او بيا دولايت تر څوکۍ پورې ورسيږي. ښاغلی کټوازی لوړې زده کړې لري، دمشر او کشر درناوی کوي، په چاپسې بيځايه خبرې او تهمت نه کوي او خپل ټول ژوند يې د دولت په چوکاټ کې دخپلې خاورې او کړيدلي ولس چوپړ ته وقف کړی.
اته کاله پخوا؛ چې تاسې يې يادونه کړې؛ د پکتيکا ولايت دملي امنيت رييس و، نه يوعادي کارکوونکی، بل داچې انسان له مور څخه رييس يا والي نه زيږيږي، بلکې د وخت په تيريدو او دزياتوستونزو او قربانيو په ګاللو سره تر يوه ځای او مقام پورې رسيږي؛ که تاسې ښاغلی له پيدايښت څخه ژورنالست ياخبريال پيداشوي یاستی، نوتاسې بايد نړيوال ريکارډ ټينګ کړی، که نوره څه ګټه نه وي نو لږ تر لږه به د ژورنالیزم ډګرله دې ډول کسانو پاک شي.
بل داچې ښاغلی کټوازی لکه څرنګه چې له دوهم نوم څخه يې ښکاري په ټوله پکتيکا او په ځانګړې توګه په کټواز سيمه کې خورا زيات جايداد لري چې آن له پلارګنۍ ورته پاتې دی، په خيرکوټ ولسوالۍ کې شخصي روغتون لري چې د ورځې عايدات يې زما او ستا دټول عمر له حلالې او حرامې ګټې وټې څخه زيات دي.
داخبره زه دځان لپاره شرم ګڼم چې زما يوژورنالست او هم مسلکه ورور دې دژورناليزم له پاکو اصولو څخه په استفادې سره په ډيرسپین سترګۍ اوناوړه توګه د يوه شخصيت په تحقيرولو پسې مټې راونغاړي، دا په حقيقت کې دځان شرمول دي، زه او تاسې په دې اوتو بوتو باندې چې هيڅ ريښتينی اړخ نه لري بل څوک نه بلکې خپل ځان شرموو، نو ښاغلی جلالزی صاحب ديوه کشر او هم مسلکه ورور په صفت يوه وړوکې مشوره درکوم هغه داچې هره خبره او ادعابايد په شواهدو باندې ولاړه وي، له شواهدو پرته ډیری وخت خپله سړی پکې بند راځي، وايي هوښياره مرغۍ په لومه کې نه لويږي، خو که ولويده سر او پښې به يې ټول پکې بند وي او بل داچې ستاسې ليکنه د بينواپاڼې په خبري بولټن کې وه او دخبر په ريښتينې مانا خو انشألله پوهيږي چې خبر خپله ريښتيا ويلو ته وايي، هر هغه څه نه شي خبر کيدای چې له ځانه ولیکل شي.
ښاغلی جلالزی! دا ډول ړندې ليکنې او تت خبرونه د ژورناليزم ريښتينو اصولو ته زيان رسوي او خپل حيثيت مو دنورو پروړاندې راکموي، ښايي ځينې کسان دخپل او نورو دحيثيت اومقام درناوي ته قايل نه وي خو دژورناليزم آر او اصل ته پوره درناوی په کار دی.
په دې هيله چې نور په ملي او سيمه ايیزو شخصيتونو څه چې په عادي اشخاصو باندې هم دا ډول خبرې او تورونه پورې نشي او د ژورناليزم سپيڅلو موخو او اصولوته درناوۍ وکړو.