آرشیف

2015-2-11

حمیدالله ژواک

دښځو نړيواله ورځ دې دنړۍ ټولو میر منو ته مبارک وي

  
   له نن څخه ۱۵۲ کاله پخوا په ۱۸۵۷ زیږدیز کال د مارچ د میاشتې په اتمه نیټه د نیو یارک د ښارد اوبدلو فابریکو ښځینه کارګرانو د کار د ښو شرایطو، د کار د وخت د کمښت او معاش د زیاتوالي په موخه د ښار واټنونو ته راووتلې او د فابریکو د خاوندانو پر ضد يې د خپل حق د غوښتلو د اعتراض اواز پورته کړ، ددوی دا اعتراض د هغی مهال د واکمنو لپاره د خطر زنګ او دا حرکت یی د د یموکراسۍ او د حق تر لاسه کولو پیل و ګاڼه او همدا لامل شو چه دا حرکت یی ونه شوای زغملای او په هغه یې مرګوني ګوزارونه وکړل؛ خو دا ښځې بیا هم خپله مبارزه ونه دروله او دنورو هیوادونو غیرتي ښځو هم دا ځواک تر لاسه کړ چې د پانګوالو سر د زمانې غوښتنو ته ټیټ کړي خو دا ورځ یعنی د مارچ اتمه نیټه کوم مهال د ښځو د نړیوالې ورځې په تو ګه و پیژندل شوه.
   په ۱۹۱۰ زیږدیز کال کې د ډنمارک پلازمینې کو پنهاګن په ښار کې د نړۍ د سوسیالیستو ښځو دویم نړیوال کنفرانس چی له ۱۷ هیوادونو نه پکی سلو ښځو ګډون کړی وو جوړ شو، او د المان د سیاست یوې پیژندل شوې څیرې آغلې کلاراستکین وړانديز وکړچې د ۱۸۵۷ دمارچ اتمه نېټه دې دښځو د ورځې په نامه وپېژندل شي، چې نیویارک دښار داوبدلوفابريکوښځينه کارکوونکودحقونو دغوښتلوپه موخه یو لاريون په لار واچولوخو دهغې مهال دحاکمانوله وحشیانه چلند سره مخ شوې.
   اوهمدا وو چې له دې نېټې نه دمارچ اتمه نېټه دښځودنړيوالې ورخې په نوم وپېژندل شوه اوله ۹۹ کلونورا په دېخوا دنړۍ په بېلابېلو هېوادونوکې لمانځل کيږي، اوله بده مرغه تر اوسه هم یواځې په همدې ورځ ښځې دخپلوحقونو د غوښتلو مسئله مطرح کوي اودلويو اوکوچنيوغونډوپه جوړولوسره دنړيوالوبشري ټولنوپام دنړۍ دښځوبوږنوونکي حالت ته را اړوي.
   خوله بده مرغه تراوسه هم دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ښځوته د دوی هغه حقونه چی دبشري حقونو داعلاميې په ۱۸، ۱۹، او۲۷ مادوکې څرګندبيان شويدي، نه دي ورکړل شوي، اونه هم دښځوپه اړه دملګروملتونولخواپه منل شويونړيوالوسندونوکې درج شووټکوته دولتي چارواکوپاملرنه کړې، اونه هم ښځوته بې له هرډول تبعيض څخه دټولنې په اقتصادي، ټولنيزو، سياسي اوکلتوري برخوکې دفعال ګډون شونتياوې برابرې شوې دي.
   آيادازياتی نه دی چې نارينه اوښځودواړوته دانسان خطاب کيږي؟ په قوانينوکې يوشان مسؤوليت لري، خوکله چې دواک اوبرابرۍ خبره راشي، بياښځوته د دويمې درجې انسان مقام ورکول کيږي.
   بنسټيزه خبره داده چې په نړۍ کې همدا اوس هم ترهرچازياته له ښځوسره دژوندپه ټولواړخونوکې زورزياتی کيږي، نه يوازې داچې تراقتصادي زبېښناک لاندې دي، بلکې له بده مرغه تراوسه لاښځه په زياتوځايونوکې دنارينه وو دساعتېريو د وسيلو دتوکو په دود په بازارونو کې پلورلوته وړاندې کيږي، اویايې ډير شمېر دژوند داسې شرايط لري چې اړې دي خپل عزت خرڅلاو ته وړاندې کړي. داپه داسې حال کې ده چې تراوسه لا دبشريت نارينه په دې نه دي توانېدلي اویانه غواړي دې حق ته غاړه کيږدي، چې ښځه له بدمرغيواوبې عزتيو وژغوري.
   زموږپه هېواد کې له ښځوسره چال چلندبيا ديوشمېر زياتو نوروهېوادونو دښځو د ژوند ترشرايطو زړه بوږنوونکی دی، ځکه دلته ځينې ناوړه دودونه اوعنعنات تربل هرهېوادزيات برلاسي دي. نوڅه ډول کولای شوداستونزې حل کړو؟
   داساسي قانون پر بنسټ په نوروعادي قوانينوکې دبدلونونو له مخې ښايي دښځو خرڅول، دکوچنيو نجونوپه نکاه کول، ښځه په ميراثي ډول دهغې له خوښې پرته واده کول، په بدوکې دښځې اونجلۍ ورکول، پرښځو فردي اوډله اييز جنسي تيري، دښځو اوجسمي اورواني ځور، دښځوسنګسار اوتيرباران، اعدام اوپه تورو وهل، په زور اوجبرښځه له نارينه سره په ګډ ژوند مجبورول اوداسې نورې کړنې چې په هغو کې انساني کرامت ترپښولاندې کيږي، باید منع او دانساني کرامت خلاف کړنه اعلان شي.
   ښځوته دهېواد په ټولودولتي اوغير دولتي اداراتوکې له نارينه وو سره دګډکار حق، په مرکز اوولاياتوکې دمور اوماشوم دملاتړ په موخه ځانګړو ادارو اوپه ټول افغانستان کې دامکان تر پولې وړکتونونه اوماشوم ته دشيدو ورکولو دځايونو جوړول، په وزګار وخت کې دښځولپاره د دوی په ګډون، دښځوپه منځ کې دنالوستوب پرخلاف دمبارزې په خاطر دليک اولوست دزده کړې دکورسونو، دلاسي کارونو اوداسې نورو بېلابېلوکلتوري ټولنوچوړښت به د ښځو دغورځنګ دپرمختيا اوهغوی ته دهېواد په دولتي اوسياسي ژوند کې دپراخ ګډون لاره هواره کړي.
   ددې ترڅنګ اوسنی دولتي واک چې دښځې اوماشوم دحقونو د دفاع ډبره پر ټټر ټکوي، ټول سياسي اوټولنيز سازمانونه چې په خپلوکړنلاروکې دعدالت اوټولیز انصاف خبرې کوي اوټول هغه دقلم اوسالم وجدان خاوندان چې مور، لور اوخور ورته ګرانه ده، په خپل ټول توان اوځواک دښځو لپاره دسالمې آزادۍ اوپه ټولنيز ژوندکې ښځوته درناوی اوهغوی ته دګډکار اوفعاليت دامکاناتو دبرابرولولپاره له هېڅ ډول زيار اوهڅوڅخه بايد ډډه ونه کړي.
 
 
حميدالله ژواک-پکتيکا