آرشیف

2020-7-21

شاه ولی آرین

هیواد ژغورنه

د امریکا او طالبانو د سولې د خبرو پیل، په هیواد کې د ۲۰۱۹ کال د جمهوری ریاست ټاکنو، هیوادوالو او نړیوالو ته دا هېلې پیدا کړې چې ګوندي په هیواد کې به جګړه پای ته ورسېږی او دایمي سوله به رامنځته شي، مګر په خواشینۍ سره د امریکا او ځینو ګاونډیو هیوادو او په هیواد کې د ځینو کړیو د سیاسي او ستراتیژیکو لوبو په نتیجه کې د هیواد وضعیت نور هم خونړي او د سترو اندیښنو او ګواښونو لور ته ور وغزید.
د سولې روانه پروسه نوره هم پیچلي شوه، نظام د محمد اشرف غنی د انتخاباتي کمپاین د وعدو خلاف بیا د یو شریک او ګډ حکومت له جوړولو سره د یو ستونزمن وضعیت د موجودیت په حال کې چې له سل ګونو کورنيو او بهرنيو ستونزو سره لاس او ګریوان و، له نورو کړکېچونو سره مخامخ شوی دی.
په نظام کې دننه، یو شمېر سیاسي او تنظیمي کړۍ، ځنې بهرني هیوادونه د امریکا په شمول، ورځ تر بلې د افغان دولت، نظام د کمزوری کولو او طالبانو ته د ملي او بین المللي موقف، ځواک او پیاوړی کولو په لار کې اګاهانه او یا غیر اګاهانه کار کوي.
په داسې ستونزمن وضعیت کې هیواد وال د مختلفو زاویو نه د هیواد د روان وضعیت په هکله غبرګونونه مطرح کوي، مګر د نظریاتو او غبرګونونو غورچاڼ ټول جمهور رئیس محمد اشرف غنی ګواښي، نیوکې پرې کوي او د وضعیت مسؤل یې ګني. 
 
لیکوال او شنونکي نوزادی صاحب په خپله فیسبوک پاڼه داسې لیکلي دي:  
«په تیرو پنځو شپږو کلونو کی مو د اولسمشر اشرف غني پر ضد ډیري نیوکي وکړی ، ډیر اداري او آن اخلاقي تورونه مو که حق وه یا ناحق پر ولګول. دا نیوکي ډیر ځلي د داسی سپکو سپورو سره مل وي چي د قلم عفت هم رانه تر پښو لاندي کیدی. زما په آند پدې ټولو کی دري ډوله موخي برجسته وی 
 
الف ــ هغه کسانو دا کار کاوه چی د وطنه سره یی رښتینې مینه درلوده او د دوی په نظر د غني واکمنی د هیواد د ابادې په ګټه نه ښکاریده. ځکه یې نو د ده ناخوال اړخونه څرګندول څو خلګ مخ ترې نه واړوي او د بیا ځل ټاکلو مخه یې ونیول سي 
 
ب ــ هغو کسانو دا کار کاوه چی په ښکاره او بربنډ دول د ښاغلي ډاکتر صاحب عبدالله پلویان وه او پدې توګه یې د غني مخه نیول څو عبدالله ته د بری لاره پرانیزي. 
 
ج ــ دا کار هغو کسانو هم کاوه چي یوازي یې د غني د کړوړو نه ښه نه راتله او بل منطقي دلیل یې نشو وړاندي کولاي  
د دغو درو واړو ډلو ګډ هدف دا وو چی غنی باید بیا ځلي ارګ ته لاره و نه مومي . مګر د ټولو دغو هلو ځلو سره سره که په حق وه یا په ناحق ، غني دا دی بیا د ارګ کیلي جیب ته واچول. اوس زه وینم چی د ده په وړاندي د هغو پخوانیو نیوکو په بڼه کي لا اوس هم څه ځانګړی توپیر نه دی راغلی. د یادولو وړ ده چي د غني پر ضد په هلو ځلو کی که هرڅه و لیدل شوه خو د غني په وجود کي د وطن د سولی او ابادې په ګټه یوه پیاوړي منطقي طرح تر سترګو نه شوه. بله خبره دا چي اصولاً باید نیوکي د وخت او زمان سره سم تغیر وکړی، مګر موږ ټول بیله نوښته په هغه یوه سبک روان یو. موږ پدې هکله حتي فکر هم نه کوو چی غني نور خپل ټول قانوني چانسونه د لاسه ورکړي او د دریم ځل نوماند کیدو حق هم نلری. ځکه نو ښه به دا وی، د دې پر ځای چی خپل وخت او انرژی د غني د شخصیت په بي ګټي ټکولو تیره کړو، مناسب کار به دا وی چی پدغه حساس وخت چی هیواد د څو ډوله اقتصادی، امنیتي، کرونایي او سیاسی ناخوالو سره مخامخ دی، باید د دغه ناوړه حالت څخه د وتو په موخه یوه هر اړخیزه او جامع طرح ورته وړاندي شي او خپلي زړه سواندي ګټوري مشورې ورڅخه و نه سپمول شي. دا چي غني یې مني یا نه مني، دا د ده تاریخي مسؤلیت دی، خو روڼ اندي باید خپلي غاړي خلاصي کړي.»
 
همدا ډول محترم لیکوال حمید الله ورور په ډېره هنري ژبه په نظام کې د ولسمشر د ټیم د غړو پاملرنو ته او په مجموع کې د مغرضو دښمنانو د روانو نیوکو او غبرګونونو په هکله په خپله فیسبوک پاڼه کې داسې لید لوری وړاندی کوی:  
  
«په نظام کې د ولسمشر باوري واکمنو چارواکو!        
 
نن سبا د بهرنيو او د کورنيو دوښمنانو په هڅو او لکښتونو د نظام او د ولسمشر پرضد د بې باورۍ او د تبليغاتو کچه او اغيز د خلکو د بغاوت تر بريده رسيدونکي ده 
 
هر تلویزیون او هره رسنۍ د پاکستان او د بهرنیو د استخباراتو څرګندې تبلغاتي ادارې جوړې شوی دي، په تلويزيونو کې هر یو ویونکی او شنونکی د ناورین او د بحران ګواښونه او چیغې وهي 
 
د نظام او د حاکمیت پر ضد لکه د يوه مرکز نه د پلان شوو او د سنجول شوو زهرجنو او درواغحنو تبلیغاتو، اګاهانه ننګونو، فتنو، دسیسو، چور،غلا او خیانت هیواد کې توره او ناهیلي کونکي تیاره خپره کړیده، طالبان او د هغوی د کور   د ننه ملاتړي چه د جګړو، فتنو، دسیسو او د ناورین اصلي عاملین وو او دي، د خلکو له ادرسه او د خلکو په مینځ کې د زړه بګنونکي روانې جګړې سربیره پخپلو پرلپسې او پلان شوو تبليغاتو او نيوکو کې د خلکو له پام او نظره داسې پناه او خوندي دي، لکه چه هيڅکله هم د جګړې عاملین او د روان بحران زیږونکي نه وو او ندي 
 
دوست او دوښمن، غل او مل، خپل او پردی ،عاقل او بې عقل ټول اګاهانه اوغير اګاهانه سره يو ځاى شوي د نظام پرضد په تبليغاتو کې مچ په فيل بدلوي او د نظام د ټکولو لپاره له هرې پیښې او حتی د ولسمشر د لفظي تیروتنو هم تبلیغاتي ګټه کوي. 
 
که تـاسې ښاغلي چه خلک مو د ارګ د برجونو کې ناسته د غلو او فساد مافیا بولي، خدای مکړه لکه د نورمحمدتره کي اود داکترنجيب الله پر ضد د بهرنیو استخباراتو او د کورد ننه د اقتصادي او د تنظیمي مافیا سره د نظام او د ولسمشر د ماتولو او د ناکامولو په کومه دسيسه او کودتا کې هملاسي او همغږي نه ياست نو نن سبا د ملت شکونو او پوښتنو ته سپيناوى او ځواب ورکول خورا اړين دي 
 
که تاسې ښاغلي په رښتيني توګه په نظام کې د ننه د شته ستونزو د عاملينو او د محرکينو له ډلې نه ياست، که رښتیا مو ولسمشر له خلکو او خلک مو له ولسمشر نه پټ کړى نه وي، که په رښتیني توګه د خلکو، د نظام او د ولسمشر باشرفه او ذمه وار ملاتړي ياست، نو بې له ځنډه رسنيو او خلکو ته راووزئ، لمړۍ ئې د خلکو نه واورئ او تش د خبرو او غورو په بڼه نه بلکې په رښتيني او عملي توګه د خلکو ډاډ او باور تر لاسه کړئ. 
 
تاسې باید بې له ځنډه د خلکو په ذهنونو او فکرونو باندې د حاکم شوي روان شکمن وضعيت او د روان حالت علت او معلول ملت ته روښانه کړئ، ګني تنظيمي اشرارو او طالبانو د نوييمو کالونو د خونړي ناورين د بيا تکرار جوړجاړى په فطر، مسکو او پاکستان کې لا مخکې کړى دى. 
 
فرصت د لاسه مه ورکوئ، هوا خورا خرابه، باراني او طوفان کيدونکي ده ، د ملت د خولو او د غوږونو تر څنګ د نظام او د ولسمشر دوښمنانو ځاى نيولى دىملت په رښتيني توګه ويريدلى او قهريدلى دى، په خبرو او غورو بې باوره ديپه رښتيني او عملي تو ګه څه کولو ته اړتيا ده. 
 
خلک د روان شکمن حال او احوال عاملین تاسې بولي او تاسې د نظام او د ولسمشر پر ضد د پټو بلاؤ سره په کمین کې همغږي او هملاسي بولي 
 
که داسې نه وي نو هڅه وکړئ ملت ته ډاډ او باور ورکړئ، لنډه دا چه د هیواد ابادۍ، سوکالۍ، پرمختیا، د هیواد د عزت او د سلامت خوندیتوب ته ژمن نظام او حاکمیت د پاکستان او د مفسدینو نه وژغورئد هرډول ستونزو او کمیو سره سره مو له دغه نظام سره برخلیک تړلی دی 
 
د نظام ړنګونکي د هيواد او د خلکو سره ندي، فتنه ګر دي، ازمویل شوي دوښمنان مو دي، مونږ به جوړونکي نيوکې کوو او دوښمنان به د دوښمنۍ په زهرو ککړ تبليغات کوي چه دا مو تر مينځ ستر توپير دى.» 
حقیقت خو همدا اوس دا دی چې هیواد او هیوادوال له یو ستر ناورین سره لاس او ګریوان دي. دوست او دښمن په اګاهانه او غیر اګاهانه توګه د موجود نظام ستنې کمزورې کوي، تخریبوي یې چې ګټه یې یوازې د بهرنیو نیواکګرو، د نظام د کورنیو مخالیفینو او طالبانو ژرندو ته اوبه ورتویول دي، چې په دې تیرو څلویښتو کلنو او په خاص ډول د دی نولس کلنې جګړی اساسي عاملان دي.
راځئ دا به ومنو چې د محمد اشرف غنی په اداره او کاري ټیم کې مفسد عناصر شتون لري، دا به ومنو چې هغه وعدې چې یې هیوادوالو سره کړې وې، عملي یې نه کړې، دا به هم ومنو چې بیا یې د وعدې خلاف له عبدالله عبد الله سره د ګډ حکومت جوړیدو ته په داسې حال کې چې ټولو ته معلومه ده چې د بهرني فشار په نتیجه کې غاړه کیښوده؛ ولی بیا هم د دغو ټولو کمیو او نا خوالو سره ـ سره ایا هیوادوالو دا سوچ کړی، چې که دغه موجود نظام ړنګېږي په هیواد کې به څه راپیښ شې؟. ایا د موجود نظام د له منځه تلو ځایناستی نظام به څه ډول وي؟ 
طبعي ده چې یا به تیر تاریخ بیا تکرارېږي، مسلح تنظیمونه چې د وسلو او مهماتو زیرمې لري میدان ته رادانګي چې مشري  به یې بیا هم شورای نظار کوي او یا به طالبان بیا صحنې ته را درومي چې هیوادوالو ته یې تېرې کړنې او فکري سیر ښه مالوم دی، او د داسی سترو غمیزو او غوبل له نندارو سره به مخ شو چې بیا به د همدې موجود نظام ارمان کوو، خو څه به مو له لاسه پوره نه وي.
د هیواد په دې حساسو شیبو کې اړین دی چې د نظام د تخریب او کمزورولو پر ځای، د نظام د خلاو د ډکولو په خاطر په نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو په خاطر جدي هلې ځلې وشي، دا کار هغه وخت ښه تر سره کیدای شي چې ولس میدان ته راودانګي، د نظام او اشرف غنی د غندنې پر ځای د روان وضعیت پر اصلي عامیلینو چې بهرنیان او کورني گوډاگیان یې دي، فشار راوړي، مدني حرکتونه پیل کړي، تر څو نړیوال د ولس غږ واوري او درک یې کړي چې دا ټولنه او ولس ویښ دي؛ په هغه صورت کې به موجود نظام هم وګوري، چې ولس یې تر څنګ ولاړ دی او په ګډه به پر بهرنیانو د فشار په نتیجه کې هم هیواد وژغورل شي او هم به د سولې روانه پروسه اصلي مسیر ته واړول شې.
وطنه مور یې زموږ!