آرشیف

2021-1-24

شاه ولی آرین

نړیوالې استعماري لوبې (افغانستان): دریمه برخه

په هیواد کې د نړیوال استعماري ځواکونو د سیسې:
 
د هیواد تیر تاریخ د ترخو حوادثو هغه هنداره ده چې نړۍ ترې انکار نه شې کولای، ټولو ته جوته ده چې زموږ هیواد د خپل تیر تاریخ په بیلا بیلو پړاونو کې د نړۍ په کچه د فرهنګي تکاملي مرحلو او تمدونونو مرکز وو. غزنی، بلخ، زابل کندهار، غور، ننګرهار، هرات، کابل، سرپل، بګرام، نیمروز، بامیان او کندزهغه تاریخي ښارونه دي، چې د دغو تمدونونو مرکزونه وو، چې د تاریخي اثارو نښې نښاني تر اوسه هم په کې موجودي دي.
 
تاریخ ښودلي، چې وار- وار نړیوالو استعماري ځواکونو زموږ پر هیواد یرغلونه کړی وژنې، چور چپاول او سوزونو زموږ د هیواد د تکاملي مرحلو د شا د تګ عامل ګرزیدلي او تمدونونه یې تالاکړي او په بی رحمانه ډول یې شاته تمبولي دي، له مقدونی سکندرنه رانیولی بیا مغولي تاراج، چنګیزی یرغل، د ایرانې د حکومتونو لاسوهنې، تزاري روسیي، انګریزي استعمار، پاکستان، ایران او را وروسته د شوروی اتحاد او همدا اوس د امریکا استعماري یرغلونه یې روښانه بیلګې یادولاي شو.
 
د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله د انګریزانو د استعماري ځواک له خوا کښل شوي، همدغه استعماري کرښه ده، چې د پښتون ولس او د پښتنو د سیمو تر منځ تیر شوي، انګریزانو تل پښتانه ملت پال، پښتانه ولسي مشران او پښتانه طالبان یو د بل پر ضد استعمال کړي او د پښتنو تر منځ یې د یووالي مخنیوي کړي دي.
 
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدی سیمو کړکيچ همدغه د دیورند د کرښې ستونزه ده، چې انګریزانو په اګاهانه توګه رامنځ ته کړي وه. انګریزانو، روسانو او د ایران قاجاری او د فارس حکومتونو په تیر تاریخ کې هم وار- وار غوښتي چې حتا موجود افغانستان هم ټوټې کړي او خپل تر منځ یې وویشي.
 
په ۱۸۹۳ کال کې لوې بریتانیوي استعمار د ډیورند کرښه د دې لپاره وکښله چې غوښتل یې له دی لاري افغانستان د برتانوی هند د شمال ختیز سیمو څخه بیل کړي. هغه مهال دغه مؤقتي کرښه انګریزانو د یوې ځانګړي موخې لپاره رامنځ ته کړه.
 
د بریتانیا ښکیلا ک ګرې ادارې هیڅکله د پښتنو سیمې د خپلي امپراتورئ برخه نه ده ګڼلی، بلکه دوي د پښتنو سیمې د حایل یا بیلونکو سیمو په نامه پیژندلي. انګریزانو د استعماري توطیو د عملي کولو لپاره د قبایلي سیمو مشرانو ته تل پیسې ورکولي او خپلي موخې یې تر سره کولي. په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړیدو سره داسې تمه کیده چې د انګریزانو دسیسې به نوري ختمي شې، مګر د تمې خلاف د پاکستان جوړ شوی نوی دولت نوره هم هڅه وکړه، چې قبایلي سیمې او قبایلیان د انګریزانو په پرتله لا نور هم تر ناتار او ظلمونو لاندی ټینګ وساتي، په انفرادي او ډله ایزه توګه یې ووژني، په کوزه او هم بره پښتنو کې د دسیسو، وژنو او ورانکاریو تو طیو ته دوام ورکړي.
 
پاکستان د داود خان د جمهوریت له پیل نه زموږ د هیواد دښمنانو او ورانکارو ته نظامي زده کړو او د ورانکاریو مرکزونه جوړ کړل، تربیت یې ورکړ او زموږ هیواد ته یې د ورور وژنوو هیواد ورانونو لپاره راولیږل، چې دا دی تر اوسه هم دغو شومو موخه ته دوام ورکوي.
 
روسان هم د هیواد په بیلا بیلو تاریخي مرحلو کې د تزاري روسې له زمانې نه بیا تر ننه خپلو شومو موخو او لاسوهنو ته دوام ورکوي. د افغانانو خاوره پنجده یې ونیوله، د دوستئ په پلمه یې د ۱۳۵۸ کال د مرغونی پر شپږمه نیټه د ځمکې او هوا له لارې پر هیواد یرغل وکړ او د کارمل پر مشرئ یې یو ګوډاګي حکومت پر افغان ولس وتاپه.
 
ببرک کارمل په۱۹۵۷میلادی کال د (کی جی بی) په اجنټوری منل شوي و، چې مستعار نوم یې مرید و، او د میاشتي یې د دې فعالیت په مقابل کې (۳۵۰۰۰ ) افغانۍ معاش تر لاسه کاوه.
 
«میتروخین کی جی بی په افغانستان کې».
 
شوروی اتحاد د انګریزانو له دې شعار نه چې « تفرقه واچوه حکومت وکړه» ګټه پورته کړه، د افغانانو تر منځ یې نفاق، او د قومي، ژبني، سمتي او ګروپي تمایلاتو اور بل کړ، چې دا دی تر اوسه دوام لری.
 
د شورویانو راتګ زموږ هیواد له سترو غمیزو سره لاس او ګریوان کړ. امریکا، غربی هیوادونه، سعودی عربستان، ایران، چین د یو ستر کمپاین په جوړولو سره زموږ په هیواد کې نیابتي جګړه پیل کړه. په دغه بی مانا جګړه کې په میلونونو افغانان شهیدان، معلول، معیوب او هیواد پریښودنې ته اړ شول، د هیواد هر څه تالا او برباد شول، هیواد مو د زبرځواکو د جګړو میدان وګرزید او د هرډول وسلود استعمال اوازمایښت ډګر واوښت. شورویانو خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د خلق د دموکراتیک جمهوری دولت د پرمختګ او د یو باثباته دولت د منځ ته راتګ مخه د دوستئ تر پردی لاندی ډب کړه او د خلق دموکراتیک ګوند یې پر مختلفو ډلو او ګروپونو و پاشه، نظام او د اسیایې هیوادو په کچه یوه ځواکمنه افغاني اردو یې د نجیب ، شهنواز تڼی تر منځ د کودتا په نتیجه کې سره و پاشله، او هغه شوم پلان یې پر افغانانو عملي کړ چې د خپل جاسوس احمد شاه مسعود او د شورای نظار د ډلې واک ته د رسیدو لپاره یې په نظر کې درلود.
 
هیوادوالو ته جوته ده چې د شورویانو دغه پلان چې ځان د افغانستان له لاري تودو اوبو ته ورسوی، په سمه توګه عملي نه شو، او یا تر همدې ځایه پورې و. دا یو بل پراخ بحث ته اړتیا لری، خو د شورویانو دغو تیروتنو غربیانو او په خاص ډول امریکا، پاکستان او د هیواد سیمه ایزو دښمنانو ته ښه موقع او پلمه په لاس ورکړه چې د کلونو پخوانیو ارمانونو ته ورسیږی او ګران هیواد افغانستان تر ولکې لاندی راولي.
دلته اړینه بولم چې یوې مهمې موضوع ته د لوستونکو پام راوړوم:
 
څرنګه چې د ناتو غړو هیوادو او په سر کې امریکا هم د شورویانو په شان نه غو ښتل چې په افغانستان کې یو ځواکمن او پیاوړي حکومت را منځ ته شې او له بله پلوه د پنجاب واکدارانو ته د سردار محمد داود سیاسي مشې او علاقمندی د پښتنو او بلوڅو د ازادئ غوښتنو په برخه کې څرګند و، همدو هیوادو په ګډه، کله چې د۱۳۵۲ شمسي کال د چنګاښ په ۲۶داودخان کودتاه وکړه او جمهوری نظام رامنځ ته شو د کودتا په همدی لومړیو کې پاکستان یو دری کسیز هیئت ایتالیا ته د پادشاه حضور ته واستوه چې هغه پاکستان ته راشی اود دوي په مرسته بیرته له داودخان نه واک تر لاسه کړی، خو پادشاه دا خبره ونه منله. کله چې یې دا پلان شنډ شو، نو ځکه پاکستان بیا د خپلو پخوانیو بادارانو انګریزانو امریکې او سعودی عرب په مرسته بل پلان چې د اسلامي بنسټ پالو نظامي روزنه او تجهیزات وو، عملي کړل او د داودخان د جمهوریت پر ضد یې خرڅ شوی افغانان را وپارول. متقاعد جنرال نصیرالله بابر چې په هغه وخت کې د شمال غرب صوبې ګورنر و، هغه داسې وایې:
 
«ما د ګلبدین حکمتیار، برهان الدین ربانی، نورو او قومندان احمدشاه نه وغوښتل چې د هغوي سره په ګډه د سردار محمد داود پر ضد ودریږو او موقع ورنه کړو چې خپلو هغه پخوانیو موخو ته ورسیږی».
 
نصیرالله بابر دغه مطلب په هغه سیمینار کې په رسمي او علني ډول اعلان کړ چې د پیښور په ښار کې جوړ شوي و.
 
بله بیلګه یې د پاکستان په مستقیمه لارښوونه او مرسته د۱۹۷۵ میلادی کال هغه دولتي ضد خوځښت او بغاوت و چې د داودخان د جمهوریت پر ضد د هیواد په پنجشیر، لغمان، بدخشان کې تر سره شو. همدا ډول ښاغلی حضرت مجددی په یو ویدو کې داسې وایې چې:
 
«او برادرا چرا دروغ میګین ایا مه،ربانی حکمتیار و بعضی برادران مجاهدین دیګر در وخت مرحوم داودخان به پاکستان نه رفتیم و جهاد را شروع نه کردیم».
 
پورتنې لاملونه دا په ډاګه کوی چې غربیانو، اوامریکا د پاکستان او پنجابی واکدارانو د ملاتړ له لارې د افغانستان د تاریخي دښمنانو په توګه هیڅکله نه دي غوښتي اونه هم غواړي چې په افغانستان کې دې یو پیاوړي خپلواک دولت جوړ شې.
 
نوربیا