آرشیف

2020-6-14

دوکتور ص. سعیدي

نامي غله نور وه!

د محمود کرزي برخه دقرن په اختلاس کې! 
 
اصلى غله خارجيان، قسيم فهيم او فرنود وه. د مافيا  اصلى سر د قسيم فهيم رور او د جمهورى رياست يوشمېر کانديدان وه. 
  محمود کرزى ته لکه د هميشه او نړېوالو ورته  قضاياو په ورته ټولنو کې مافيايي حلقې راغلې او محمود کرزى ته يې  وويلې: 
بانک جوړوو، بانک کې شريکيږئ؟ 
 نه خوار شې زه او بانک. پېسې نه لرم. 
خېر پېسې مهمې نه دي. 
محمود کرزى: دا څه وايې؟ 
ولى؟ قرض درکوو. 
له کومه؟ 
له يوه بانکه. 
کوم بانکه؟ 
ته يې څه کوې. 
ورقې امضاء کړه بانک کې دې شريکوو. 
څنګه؟ 
قرض درکوو او هغه باندې د کابل بانک 4 فيصده اسهام واخله او د بانک کې شريک شوې. پېسې کومه دي؟ 
ورقې دې امضاء کړې، قرضه دى واخيسته او بيا دې زمونږ اسهام واخيستل او د کابل بانک شريک شوې. نور نو ته د کابل بانک سهمدار او منظم درته ديويدند يا ګټه درکوو. 
زمونږ ستا نوم ( د جمهور رئيس رور) او اعتبار په کار دى.
محمود کرزى: د اسهام له وجهى باقى قرضداري او  پېسې څنکه کيږي؟ مشکل نه شته، هغه بيا روسته ورکړه خو اسهام لرې او ګټه ( ديويدند) درکوو. 
نوم دې مهم دى. 
د بانک نوم لوړ او پېسې خلکو کابل بانک کې واچولې. د مافيايي أړيکو او روابطو پر بنياد ددولتى مهمو مراجعو معاشات ددوى له لارې اجراأت هم پېل شول. 
د څه د پاسه څو کلو په موده کې او بيا روستي يوکال  کې د بانک غلا او بى دليله او غير مستند مصارف او قرضې پېل او بانک لوټ شو. مرکزي بانک( فترت  ) وظيفه لرله چې د جواز ورکوونکي په توګه او د ملت د پېسو د اعتبار په توګه که بانک مشکل پيدا کوي بايد بانک تر نظارت لاندې ونيسي او د اختلاس مخه ونيسي که نه نو خلکو ته به د خلکو د پېسو 80 فيصده  تاوان د قانون له مخې  ورکوي. ښاغلي فترت د مرکزي بانک رئيس ددې پرځاى چې  نظارت او عاجل اقدام  وکړي، خپل سهم يې واخيست او بهانه کوي: من يک سال تمان خواستم رئيس جمهور را در مورد ملاقات کنم، رئيس جمهور برايم وقت ملاقات نداد.د مرکزى بانک وظيفه له سره د جمهور رئيس سره د ملاقات او عدم ملاقات پورې اړه نه لري.  مرکزي بانک ( فترت) د کابل بانک برخه کې نظارت ونه کړ او بانک چور؟! شو. د چور بحث هم کومه افغاني اختراع نه وه، داسې مثالونه او تفاصيل د بانکي اختلاسونو تاريخ کې وجود لري.
خبر رسوا شوه، نړېوال ( چاته چې حق نه وه رسېدلاى) په قهر  او ملت لوټ او د قرن اختلاس اجراء شو. فترت بيا امريکې ته وتښتيد 
خبره رسوا او نړېوال خبر شول. جمهور رئيس جناب حامد کرزي 825 ميليونه دالر ( د افغانستان يو کلنه بوديجه)  د خلکو له پېسو يعنې د نړېوالو له مرسته او مرکزي بانکه واخيستې او په يوه چک يې  د کابل بانک قرضدارى تاديه او پرې کړه. نړېوالو فشار راوست. تحقيق او محکمه پيل او د محکمې په نامه هغې ماستمالۍ په پايله کې  له غوايه نه غدود تر لاسه شو. جناب محمد اشرف غني په خپله يوه بيانيه کې ووېلې اوس تېر غله ونيسو که د نوو غلو مانع شو؟ خلص مدبرانه د نوو غلو مانع او په زړو غلو يې چې شريکان د  جرم زياد او قوي وه زور ونه رسېد.
 د تحقيقاتو او محاکمې دوره کې يو څه غدود له غوايه جناب محمود کرزى له اخيستل شوو مفاد سره هسې داسې غر په پر کړ، يو مقدار پېسې يې بېرته ورکړې او په دې توګه د کابل بانک  اصلي پېسو خبره ورکه کړاى  شوه. ښاغلى فرنود د مافيا ضعيفه حلقه قرباني او بيان زندان کې ووژل شو او تحقيق اوږد شو. 12 ميليونه دالره انګليسي کمپنى ته ورکړل شوې چې دچور شوي بانک  اوديت، کره مالي کتنه  وکړي او  له بعضې قرضدارانو داسې اموال لکه غدود له غوايه مصادره او اعلان شوه چې زه ساده ملت به وايم دادى مال واپس حصول شو. حصول څنګه دقرضدارانو يو هوايي شرکت له څلور طيارو سره داسې ضبط  او مصادره شو چې که د هرى طيارې قيمت او بيه په نړېوال بازار کې مثلا سل زره ډالره وه دوى (ماستمالي محاکمې)ورته دهرې طيارې په سر څلور چنده قيمت حساب او قرضونه يې ور مجرا کړه.
د قرن اختلاس کې ټولو ته حق ورسيد خو ملت وږى پاتې او تالا شو. 
دا مشران لاتراوسه د خدمت او خادم والي ادعا کوي او داسې ګمان کوي چې غر مو په پر پټ کړل او هرڅه مو او حتى کاروان مو له اوښانو سره په بډه وواهه او اوس چپنې اوږدې وهو چې خادمان د ملت همدا مونږ يو. يو شمېر نوروته درې څلور ميليونى مقبرى جوړې او تر  لمسيان يې چړچې کوي. 
 داده زما د اوږدو مقالو او تحقيقانو غورچاڼ چې نور ډېر تفاصيل او جزييات لري چې هماغه وخت نشر او څو څو ځلي تهديد شوم.
الله (ج) دې په دې ملت ورحمېږي. آمين 
داکتر صلاح الدين سعيدى 
12/6/2020
00447886474638