آرشیف

2020-8-28

دوکتور ص. سعیدي

قومي افراط او تفريط

رابرت موګابي د افريقايي ديکتاتور او قومي افراطي په خپله يوه وينا کې تر دې حده افراط کوي چې وايي: تر هغه چې سپين پوستان تورلست،تور کار، تورې پېسې او … وايي تر هغه به قوم ګرايي او قومي تعصب لېرې نه شي او ماته باک نه کوي نو زه هم حق لرم چې خپله توره کونه په سپين کاغذ پاکه کړم. 
رابرت موګابي او د افغانستان فاشيستانو او ستميانو ته چې داسې ورته چرندياتو باندې خلک يو د بل غاړې ته لاس اچولو او فتنو ته تحريکوي او خپل حاکميت او سياسي استفادې کړل غواړي، ويل غواړم چې: 
امير عبدالرحمن خان ما نه وه قدرت ته رسولاى او هغه د پادشاهۍ مستحق هم نه وه. عبدالرحمن خان د افضل خان زوى وه او د متوفى (امير شېر عليخان ) شاه زوى شهزاده ايوب خان لا د ميوند د جنګ فاتح په ميوند کې جنګيده چې د افضل خان زوى عبدالرحمن خان له مرکزي آسيا نه، د 11 کلن هجرت روسته د ازبکو او ترکمنو عسکرو او محافظينو سره د کابل شمال ته راغى او د انګليس د استازي سره يې شمالي کې کتنه وکړه او پاچا شو. دغه شاه هر هغه څوک چې دده د پادشاهۍ مخالفت کاوه له خپلې لارې په پوره تشدد لېرې کړل او څه کم شل کاله يې پر افغانستان بادشاهي وکړه. ده د ځان مخالفين چې يو شمېر يې د افغانستان د مرکزي مناطقو( باميانو او …) محلى مخالفين هم وه، په دغه سلسله کې وځپل او يو شمېر يې مشهد او کويټې ته فراري کړل. د دغو خلکو بعضې کورنۍ او غړي د ايران او پاکستان د استخباراتو په خدمت کې تر نننه د پښتنو ضد او قومي افراطي شعارونه ورکوي او افغانستان کې د قومي تربګنيو ته لمن وهي او د وقت جمهور رئيس جناب حامد کرزى يې ډېرو حق تلفيو ته مجبور کړ. 
رابرت موګابي ته ويل غواړم چې کونه دې توره نه ده، کونه دې سره او وينه دې هم سره ده. خوار شې د کونې او کوناټو فرق نه شې کولاى او اپرتې وايې. 
داچې شپه توره او ورځ سپينه او تياره توره او توره دروښنايي نه شته والى دى او تياره په خپل ذات کې نه شته. همدا چې نور او روښنايي نه وي نو تياره وي او د تياره شته والى د نور او روښنايي نه شته والى دى. دا تر ډېره بريده مستقل او غير مرتبط بحث هم دى.
درابرت موګابي چرنديات او ظلم، غير عادلانه عدالت، له سپين پوستکو د پوستکي پر بنياد د ده په خاطر چې دريېم او څلورم نسل مخکې د چا نيکه او تېر شواى دلته راغلاى او ولې هغه وخت بردګي او غلامي وه او تېره او تأريخ غير عادلانه تصحيح کول غواړي او خپله مادام العمر په قدرت او رياست غصب کوي، حداقل حداقل احمقانه، غير عادل او تر ډېره حده د جناياتو ارتکاب او تفريط کار دى. 
تېره نه تغيريږي، نه پاکيږي او نه اصلاح کيږي. تېرې ته د تېرې په شان کتل او د اوس او راتلونکو تجربه اخيستل دي. 
نوي نسل ته د نيکه او تېرشوي په خاطر جزا ورکول، له کور او کلي ايستل، زمکې او جايداد يې تمليک او تصرف کول، هغه ظالمانه اقدامات او اعمال دي چې د رابرت موګابې رياست او مشرتابه کړي او دا د منلو وړ نه دي. دا فاشيستى او ستمي افکار او حرکات په اوسني افغانستان کې د ورته دلايلودپر بنياد ظلم، تعدي او قومي تصفيې روانې دي او حتى د تذکرو په ويش کې عمدي قومي تخلفات او نادرست قومي هويتونه غلط ليکل کيږي.
د افغانستان په شمال کې د دولتى زمکو ويش يو شمېر وطنوالو ته د افغانستان له مختلفو ولايتو او اوس اوس د پدرام او نور جنايتکاره ستمى او فاشيستى ډلو او قومندانانو تصفيوي حرکات دي چې په شمال ولاياتو د منلو وړ نه دي. 
رابرت موګابي خطاء او افراطي قومي تربکنيو ته لمن وهي او خپل استبدادي حاکميت او ظلم ته ادامه د ادامه ورکولو وسيله همدا چرنديات کارولي او خلک يې په قومی افراط او تفريط غولول، چې د منلو نه دي. 
و ما علينا الا البلاغ المبين