آرشیف

2021-9-28

شاه ولی آرین

طالبان او په نوم ملي مقاومت (پرتله ایز توپېر)

 

درنو هیوادوالو او لوستونکو، د تېرو خاطراتو او خپل شخصي نظر، سیاسی طرز تفکر پر اساس د پورتنیو نومونو او حرکتونو، له یوه نه هم نه کومه تمه او نه خوږه خاطره لرم. همدا اوس هم، که چېرې کوم بل، عملي بنسټ یا ملی الترناتیو ځواک ووینم دواړه راته د قبول نه دي، خو د یو متفکر او خپل هیواد سره د مینې په خاطر ځنی توپیرونه، د دوي دواړو تر منځ شته چې معقول او پر هیواد مین افغانان باید ورته پاملرنه وکړي، او د خوږو شعارونو او احساساتو قرباني ورنه کړي.

 

تېرې څلویښت کلنې نیابتي جګړې او د جګړو نه راپاتې ناخوالو په جګړو کې دخیلو عناصرو، ځواکونو، احزابو او تنظیمونو افغانانو ته باید ښه درس ورکړي وي.

 

که چېرې له قومي، تنظیمي، محلي او ګروپي اغیزو نه ځانونه راوباسو او د سالمو، پر هیواد او ولس مینو شخصیتونو په توګه دقیق فکر او بې پرې قضاوت وکړو، نو له خلق دموکراتیک ګوند وروسته، د هیواد وضعیت له نظره تېر کړو، په حقیقت کې، داسې قضاوت کولای شو، چې د هر چا، هر بنسټ، هر حزب او تنظیم، هر حکومت او نظام ښه او بد د انصاف او خپل وجدان په اډانه کې وتلو، هغه وخت به وشو کولای، چې هم دغه توپیرونه سره جلا کړو او هم به د ښو او بدو تفکیک کولای و شو او وروسته تر دې به د سالمو عناصرو د یو قوي ځواک د جوړیدو په لار کې هم عملي ګامونه اخیستلای وشو.

 

له پورتنېو دغو لنډو ټکو د یادونې نه مې موخه داده، چې همدا اوس مو هیواد د یو ستر بحران سره مخ دی، څوک د طالبانو پر ضد شعارونه ورکوي او په نوم ملي مقاومت ته زنده باد وائې، مګر یو شمېر نور بیا زنده باد طالبانو ته وائې او ملي مقاومت ته د مرګ نارې وهي، خو یو شمېر ډېر هیوادوال چې نه کوم بل قووت لرې بیا دواړه ورته د منلو نه دې. چې دغه لار زما له انده ترکستان ته ځي، نو ځکه بهتره دا ده چې په سړو مغزو یا کوم دریم الترناتیو پیدا کړي او یا له دغو دوو موجوده بنسټونو نه یو انتخاب کړي.

 

ملی مقاومت یو لوړ مفهوم او اساس دی، چې د یوهیواد ولس چې د دغه هیواد په جغرافیا کې ژوند کوي، ټول په یوه خوله او اواز په هیواد کې د یوه فاسد او ظالم نظام پر ضد راپاڅیږي او خپلې مشروع غوښتنې د هیواد د ملي ګټو د خوندیتوب په خاطر مطرح او د لاسته راوړلو له پاره یې مبارزه وکړي.

 

د ملي مقاومت مشران، په هیواد مین، صادق او هیواد پال، ملي شخصیتونه وي چې ټولو هیوادوالو ته د منلو وړ وي.

 

د ملي مقاومت مشران، د هیواد د جغرافیا او ټولو قومونو د استازو لرونکی تشکیلات لري، چې ټولو او یا اکثریت هیوادوالو ته د منلو وړ وي.

 

اوس راځو دغه ملي مقاومت ته چې د طالبانو پر ضد یې شعار پورته کړي، او زما یو شمېر نا پوهه او یا د تعصب په بیلا بیلو مرضونو کې لړلي محدود هیواد وال یې، شعارونه تائیدوي په لنډ ډول هیواد والو ته معرفي کړم:

 

د دغه ملي مقاومت مشران، یوازې د پنجشیر د یوې ولسوالۍ، هغه په جاسوسۍ او هیواد خرڅولو محتاد کسان دې چې د هیواد په دغه څلویښت کلنه نیابتي جګړه کې د هیواد ورانونکي ماشین هغه له خیانت نه ډکې پرزې وي او دې چې بدون له خپلو شخصي ګټو نه نور بل هیڅ ورته د یو توت په بیه ارزښت نه درلود او نه یې لرې.

 

دوي نه د تاجکو ورونو استازي شول او نه د پنجشیر د ورونو، بلکه د دوي اعمالو زموږ پنجشیرې ورونو ته تاریخي دښمنۍ ورواړولې چې د کابو کولو له پاره یې خورا زیاتې قربانۍ ته اړتیا لیدل کېږي. دا هغه هیواد پلورونکي دې چې د هیواد هست او بود یې غلا، لوټ او په عربي، غربي هیوادو کې یې د ځانونو او اولادونو له پاره بانکونه، سترې مغازې او د هیواد د قیمتي ډبرو نمایشګاوې جوړې کړي، نه یې په دغه څلویښت کلنو نیابتي جګړو کې ورونه، نه اولادونه وژل شوي او نه یې هم یوه روپۍ مالي منبع له لاسه ورکړي، بلکې بهترین پوهنتونونه، بهترین هوټلونه یې په اختیار کې دې، دوي یوازې د دې له پاره د ملي مقاومت چیغې وهې، چې د دوي شخصي، سرمایې، وربخشش شوي غیر عادلانه نومونه او القاب، په میلیونو افغانیو د هیواد له بیت المال نه جوړ شوي قبرونه یې حفظ پاتې شي.

 

د ملي مقاومت  له طالبانو سره په مذاکراتو کې مهمې غوښتنې.دا وې

 

۱- احمد شاه مسعود دې د ملی قهرمان په نامه د تل له پاره وپیژندل شې.

 

۲- د پنجشیر ولایت ته دې طالبان نه راځي.

 

۳- د پنجشیر ولایت ته که بهرنیان راځی څوک یې د ممانعت حق نه لري.

 

۴- ټول هغه ځایونه، رتبې القاب چې د بُن د کنفرانس وروسته پنجشیریانو مشرانو ته ورکړ شوی او یا نومول شوي دې باید حفظ او په خپل ځای پاتې شي.

 

درنو هیواد والو، تاجکو او هزاره ازبیک ورنو، تاسو وګورۍ، چې په دغو غوښتنو کې کومه یوه، د ملي مقاومت له وصولو او ارزښتونو سره اړځ لګوي. دغه ملي مقاوما یوازی د پنجښیر د ؛ټو په خاطر غږ جګ کړ او که د ټول هیواد د ملي ارزښتونو په خاطر.

 

د دغه په نوم ملي مقاومت مشرانو هم یو وخت حکومت درلو، د ښخو ازادې او حقوق دا و ،چې د زرګونو پاک نفسو بیګناه پیغلو په ناموس تجاوزونه وشول، له اپارتمانونو نه یې ځانونه وغورزول، سینې یې پرې شوي، د دغو په حکومت کې د نظام ټول مهم وزارتونه د وسلوال پوځ ټول رهبریت یوازې د پنجشیر د یوې محدودي کړي په لاس کې نه وو؟

 

طالبان به د ښځو هغه بې سرحده دموکراسۍ محدوده کړي، مګر د فحش، او بې ناموسۍ مخه خو به بنده وي، رشوت چور چپاول، د بانکونو او کانونو د غلا او چور مخنیوي، خو به وکړي.

 

څلویښت کاله افغان وژنه او د همدغو ملي مقاومتچیانو د بادارانو، امریکا، روس، ناتو اوګاونډیو هیواد د لاسوهنو له امله هر ورځ په سلګونه بې وزلې افغانان وژل کیدل، مګر اوس خو د همدغو افراطي طالبانو په موجودیت کې وژنه، فساد، چور چپاول، غلا، اخطتاف د ورکیدو په حالت کې دي.

 

دغو مقاومتچیانو د امریکا پر زور حکومت کاوه او تل یې د خپلو بقاوو له پاره پر امریکا غږ کاوه چې درانه درانه بمونه د دوي په مخالیفینو او افغانانو وغورزوي، دوي د هیواد په دننه او له هیواده بهر خپل عیش او عشرت کاوه، مګر افغان ولس کړیده، او د امریکا د اشغال پر ضد یې قربانۍ ورکولي. د افغان ولس پر مټ، د طالبانو پر زور یا معامله او یا د الله پاک په احسان، هیواد مو د استعمار له منګولو خلاص شو، اوس انساني او عقلاني قضاوت په کار دی،

 

په داسې یو بحراني وضعیت کې په دغو حساسو شیبو کې له هیواد پلورونکو غلو د غرب له جاسوسانو، د پنجشیر له ټیکه دارانو د په نوم ملی مقاومت نه پلوي په کار ده او که یا موًقتآ د اوس له پاره له همدغو طالبانو نه چې امنیت یې راوستي، غلا، فساد  چورو چپاول مخه یې نیولي.

 

زما له انده هیوادوالو ته په کار ده چې طالبانو ته یوه موقع ورکړي، ورسره همکار شي، مشورې ورکړي تر یوه حده لیدل کېږی چې طالبانو یو څه تغیر کړي،  د مؤقت حکومت جوړول خپله د دې مانا لرې چې ممکن په راتلونکی کې د ټول شموله حکومت په خاطر کار وکړي.

 

زما په اند د اوس له پاره هیوادوال باید له طالبانو نه د تفاهم او مذاکراتو له لارې د ټول شموله حکومت د منځته راتلو او نورو ټولنیزو ملي او اسلامي ارزښتونو ته د درناوۍ او عملی کیدوغوښتنه ولري، پلوي یې وکړي مرستې ورسره وکړي او کنه په راتلونکو کې  د یو بل  ملی هیواد پال قوت یا الترناتیو د رامنځته کیدو له پاره د مدني فعالیتونو له لارې کار وکړي.

 

پای