آرشیف

2015-2-9

دوکتور ص. سعیدي

شفارش مشخص برای کاندیدان ریاست جمهوری (۳)

انتخاب نظام سیاسی دقیقا بادرنظر داشت رشد سطح انکشاف کشور وجامعه ګذشته وحال ، موقعیت جغرافیایی، ساختار های اتنیکی و شکننده ګی ها، قوت و ضعف ها و عمل کرد انسان های ممثل این نظام ها عملاً ارتباط دارد. 
مردم افغانستان در ظرف ۱۲ سال و بیشتر از آن را دیدند و شنیدند وعملاً درک میکنند که فـرصت های زیادی غیر قابل تکرار عصر به هدر داده شد و تراژیدی مردم ما و خطر صلح جهانی ادامه دارد.
اما واقعیت چنین است که این وضع را کسې عامل شده که نقش حاکمیت امروز و دیروز درآن در مقام اول را دارد. منابع خارجی دوست؟! و دشمن بنابر بر عدم کفایت و یا به صورت عمدی خود تفصل و توضیح بیشتر میطلبد. اما 
دررابطه به وضع موجود در کشور که حاکمیت ۱۲ ګذشته کاملاً نفیه شود وهمه چیز باوجود مصارف غیر قابل تصور بلند، از سر آغاز شود یک طرح است قوت لازم ندارد و در مواردی سخت میلګند و قوت ندارد. 
سعی وتلاش، جم و جوش و ادای رسالت درچوکات ممکن و از بدتر بد کمتر را انتخاب و درچوکات آن درهمه لحظات، مواضع و برخوردها منافع ومصالح کشور ومردم خویش را بدون در تضاد قرار گرفتن به منافع مشروع دیگران، درنظر گرفتن و خستگی ناپذیر درین راستا کار کردن، متحدین جًستن و به هماهنگی کار پرداختن، دشمنان ملت، مردم، وطن و امر صلح را شناختن و به افشا و تجرید شان پرداختن، باید و باید نقاط اساسی کار همیشگی ماګردد. این است ادای رسالت که هر افغان آگاه وشخص خیر خواه آنرابدون توجه به نتایج وعواقب آن بخودش با قبول بیدار کردن فتنه های خـفـته علیه خودش باید و باید پیگیری کند. (لیس للانسان الا ماسعی).
درین رابطه 

به سلسلـﮥ تلاش های برای امر خیر ، نیک و نهادینه ساختن مسایل مثبت، هماهنگی و همکاری در چوکات ممکن سفارش مشخص من درین وضع موجود درکشور و بادرنظر داشت اینکه بخش از ساختار های نادرست دولتی در جهان و افغانستان سبب این همه ناهنجار ها و درموارد عامل ادامهء تراژیدی های شده است به صورت مشخص درقسمت ساختار های دولتی پیشنهاد دارم که جا داشت به تفصیل بیشتر ارایه میشد. اما من آنرا به نوع مختصر ذیل پیشکش میکنم: 

د افغانستان لپاره دسیاسی نظام په یویې برخې زما یوطرحه او سپارښت: 
زه په کلکه پدې باور یم چې ډیړ شخصیتونه شته چې ددې وطن رییس جمهوری ته مناسب دی خو هر یو خپل ډیر مثبت جوانب او بعضی منفی مسایل له ځانه سره، خپلې تیرې اوس او آینده سره لري. آینده سره ددې په خاطر چې دوی کوم مشخص رغنده پلان د دولتداری په مختلف عرصو کې نه لري او په دې هم ډير ځلي وارد نه دي چې ددې مشکل نه د وتلو لارې کومې دي. زه په دې باوریم چې جمهور رئیس جامع الکمالات شخص ندی چې په هرڅه دې پوه وي. اما دی کولای شي د آګاه او خبیرو افرادو او ځانته دنظریاتو نږدې متخصصو اشخاصو رواوستلو سره وتوانیږي د وطن په ډیرو زخمونو پټۍ کیږدي. سوله او اقتصادی، سیاسي پیشرفت او پرمختګ نه په ژړا، نه عذر او نه به غیر عملی خالي فرمانو ترلاسه کیږي. سولې، ترقي، انکشاف او پرمختګ ته د سیاسي مشروعیت سره سره لازمې مسلکي پوهې، نیکې ارادي او قربانی ته اړتیا شته. مسایل ډېر خو زه دلته دسیاسی دولتی ساختار اوتشکل په هکله ډېر مختصر خپل نتایج او دهغه منطق تاسې سره شریکوم. 
زه د افغانستان دسیاسی نظام په تغییر او اصلاح سخت باور مند یم. په دې مورد کې داختراعات او دنوو لارو اختراع ته اړتیا نه شته باید دبشري ټولنې له تجاربو، دافغانستان در انکشاف دسطحی، امکاناتو اوسلیم منطق نه په ګډه په یوه داسې ساختار کار او نظام اصلاح شي چې عملي نتایج يې د مدرن دولت او عقل سره برابر وي، د فساد جرړې له منځه ویسي او حاکمیت خلکو ته نږدې کړي. کاري وی او بلانس او چک یعنی ددری ګونو قواو ترمنځ د متقابل استقرار، کنترول او یو بل ته د ځوابګويي پر بنیاد توازن برقرار کړای شي. 
زما په باور مناسب ومفید بولم چې دافغانستان جمهور رئیس دپارلمان لخوا په غوټ اکثریت او د ټول پارلمان له دریو نه په دوه اکثریت د پارلمان لخوا وټاکل شي. دهغه سبکدوشي هم د معینو اساسي قانون د صریحو دلایلو د وجود په صورت په همدې ډول وي. . د ریاست جمهوری کاندید باید د حداقل دپارلمان د څلورمې حصې د غړو لخوا پیشنهاد شي. هغه پارلمان چې د ملت استازی وی او په یوه آزادو اوشفافو انتخاباتو کې منځ ته راشي. 
زه په نظام کې د رئیس او صدراعظم په موجودیت په داسې ټوګه ټینګار کوم چې په قانون کې د په ښکاره توګه د جمهور رئیس او صدراعظم صلاحیتونه معلوم وي. صدراعظم باید په پارلمان کې د اکثریت حاکم حزب د غړو له منځه جمهور رئیس د حکومت په جوړولو مؤظف او صدراعظم باید په دوه اوینو کېد حکومت لست پارلمان ته د قانوني شرایطو دلرلو سره وړاندې او پارلمان باید په مجموع کې ټول حکومت په اکثریت دټول پارلمان یا قبول یا رد کړي. که دوه خلي دا کار ونشو په دریم ځل بیا په ثلث د ټول پارلمان هم کیدای شي حکومت تصویب شي. که چیری دریم ځل هم حکومت تصویب نه شو نو په کار ده پارلمان ړنګ او له سره ټاکنې وشي. که چیزی صدراعظم یعنی حکومت د پارلمان د اکثریت د حزب استازی نه وي نو لکه هماعسې چې اوس به امریکی اوس اوس روان حالا ښودلي د صدراعظم (داجراېیه قوې مشر) نشي کولای خپلې برنامې عملی کړي او دا کار مشکل ایجادوي او داسې دیموکراسي کار نه کوي. 
په انګلستان کې درپارلمان غړي ۶۴۰ دي او د صدراعظم په توګه هغه څوک د انګلستان ملکه پیشنهادوي چې هغه (حزب) په پارلمان کې ۲۲۶ رای ولري. د کنتزواتیف پارتي په پارلمان کې څه د پاسه ۲۵۷ رای (دپارلمان غړي) لري نو مجبور دی چې د بل وړوکې ګوند سره (لیبرال دیموکرات) سره یو شي ترڅو وکړای شي د حکومت د جوړیدو لپاره توان پیدا کړي. او داسې نظام کار هم کوي او تصامیم عملي کیږي. 
دا مسایل نور جزئیات هم لري چې باید پرې نور هم بحث وشي. پکار ده چې د افغانستان دریاست جمهوری کاندیدان په دې برخه کې هم خپلې برنامې خلکو ته ووایي چې د برۍ نه وروسته بیا دهغوې د عملي کولو مشروعیت د قوانینو په چوکات کې وجود ولري.
زه په کلکه د افغانستان په فدرالی کیدو چې په دې وروستیو کې د جناب د پاکستان د صدراعظم سپارش هم وه ردوم او هغه د افغانستان دتجزیی مقدمه، عامل او اساس ګڼم. 
زه په تداوم ایمان لرم او په انقلابی تغییرات باور نه لرم او انقلابی تغیرات هم ردوم.
دافغانستان داداري سیستم اصلاح په افغانستان کې د ډېرو ستونځو د حل لپاره پیل او هغو ته دقانوني بسترونو دایجاد لاره ویـنم. 
پایان

By: Dr. Salahuddin Sayedi, email:strategicstudies@yahoo.com Tel.: ۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸

 

نوشته از: دوکتور صلاح الدین سعیدي – سعیدافغاني ۰۴/۰۱/۲۰۱۴