آرشیف

2022-10-19

دوکتور صلاح الدین سعیدی

رئیس جمهور بایدن  پاکستان او مونږ! 
ډېر شواهد ښکاره کوي چې امریکې ته جنرال بجوه په خپل روستي سفر کې د پاکستان او د هغو د اتومې وسلو نه د سوء استفادې د جنرال بجوه  له وجود نه پرته ممکن  او محتمل بللای او امریکه یې بېرولې ده. خو داسې ښکاري چې امریکه لا د پنجاب او پاکستان کې حاکمو جنرالانو په فتنو او دوه مخو شرارتو پوه نه دهي چې سیمه او افغانستان کې د امریکې د مفتضحی ناکامۍ  ېو ستر لامل په عالم اسباب کې د پاکستاني استابلشممت دوه مخی سیاست وه او دي.
په پاکستان کې د پوځ د مشر په توګه د جنرال بجوه د ماموریت یوه میاشته پاتې. هغه ماموریت چې اوس مخکې هم د انګلیسانو په فرمایش درې کاله پخوا تمدید شوای ماموریت هم د پاکستان د اساسي قانون خلاف تمدید شوای وه!
او س اوس جنرال بجوه غواړي  چې د پاکستان  سیاسي، پوځي قدرت ده ته ورکړل. جنرال بجوه  امریکه بېرولې چې پاکستان کې د ده د ماموریت د ختمېدو بږپه صورت کې د پاکستان کنترړل له لاسه وځي او پاکستان اتومي وسله لري!
 د چین، دروس او پاکستان اړیکې خطرناکه حالت ته رسېدلي او دوی سره نږدې کېدونکي دي!
نو رئیس جمهور بایدن د جنرال بجوه تشویش تکراروی او د بجوه ګانو د لومو ښکار ګرځي او داسې ښکاري چې پاکستان کې پوځي کودتا ته د امریکې توافق سره سم زمینه سازي او کار کېږي!
دا به د نړۍ،، د افغانستان او د نړۍ د سولې لپاره نوی ستر خطر وي او دی!
پاکستان غېر مشروع او د بل پر زمکه مصنوعی، غېر مشروع  هیواد او اقتصاد یې سخت او سخت قرضدار دی.
نو عملي لار: د پاکستان اتومي وسله باید د قرضو مقابل کې ورځینې واخیستل شي او واک خلکو او دې سیمه کې مېستو ملتونو ته ورکړل شي.
د افغانستان تأریخي او طبعی اتوریته بېرته طبعي سرحداتو او پولو ته  قایمه،  پښتانه او بلوچ ته د اوس لپاره  داخلي استقلال ورکړل شي.
پنجاب دې ځانته خپل جمهوریت اعلان کړي!
داده او داسې دي د حل لارې!
اما پاکستاني جنرالان به شرارت ته ادامه ورکوي او داسې ښکاري چې جنرال بجوه د امریکې سره د افغان طالبانو د سر  د پلورلو وړاندیز او تجارت هم نهایی کړای دی!
خېر حالت او زمان به ددې ټولو سناریو ګانو  پوره انځور او ځواب ورکړي!
په دغه سناریو ګانو کې په هر حالت کې امریکه د مفتضحې  ماتې سره  مواجه ښکاري چې دغه سلسله کې د افغان ولس لمړی درجه قرباني وه او دی!
بیا هم چاره:
افغانانو ته په کار ده چې همدا اوس متحد او ستر چتر ، ستر ملي محور جوړ  او د ملت د مظلومیت آواز په ستره کچه اوچتوت کړي!  هغوی چې نن سبا حزبونه او ګوندونه جوړوي او د ریاست او وزارت خوبونه ویني، دې  له  خود خواهېو لاس واخلي او د ېو ستر  چتر او ډله ایزې رهبرۍ لپاره عملي کار پېل کړي چې دغه برخه کې مو تر ډېره معقولې طرحې آماده کړي او موجودې دي!
د مؤقتې ، زماني او وطیفوي تعریف شوې ، انتقالي ادارې د نړېوالو تر نظر او نطارت لاندې مؤقت او ممکن حل ښکاري او د ټولټاکنو لپازږره تعهد او تدابیرو عملی کولو ته کار حتمي بولم!
مننه
و من الله التوفبق
داکتر صلاح الدین سعیدی
۱۶/۱۰/۲۰۲۲
۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳۸