آرشیف

2020-5-3

شاه ولی آرین

د هیواد څلویښت کلنه غمیزه او ځوان نسل

لومړۍ برخه
 
د دې له پاره چې زموږ په  ټولنه کې د ځوان نسل پر اړتیاوو، دندو او مکلفیتونو بحث وکړو اړتیا لیدل کېـږي چې لومړی باید په دې پوه شو چې ټولنه څه ته وايي؟
 
یولیکوال وایې:
 
«ټولنه د انساني ژوند د ښوو چارو د سمبالښت سیمه ده، چې بیلا بیل انسانان پکې ژوند کوي او دغو وګړو ته د ټولنې وګړي وائي چې د وګړو د جمع کولو څخه ټولنه رامنځ ته کېږي.
 
په یوه ټولنه کې که هغه ډېره عادي هم وي یا ډېره پر مختللې وي درې ډوله انسانان ژوند کوي چې یوه برخه یې ماشومان، دویمه برخه یې ځوانان او دریمه برخه یې مشران دي، موږ په داسې یوه ټولنه باندې خبرې کوو چې هلته دویمه برخه انسانان یا ځوانان څه مسؤلیتونه، ونډې او اړتیاوې باید ولري.؟»
 
ځوانان د ټولنې د راتلونکي له پاره اړین او ټاکونکي قشر او قووت دی. په تیره څلویښت کلنه غمیزه کې تر هر څه خورا ډیر ځوانان ګواښیدلي او زیانمن شوي دي، دهیواد په اکثرو سیمو کې د نیابتي جګرو له امله ځوانان له زده کړو او نورو ټولنیزو فعالیتونو او ضرورتونو نه محروم پاتې شوي، د ټولنې دغه قشر د جګړې د دوام په نتیجه کې  ووژل شوول، معلول او معیوب شوول او له رواني ستونزیو سره لاس او ګریوان شول، د هیواد په یو شمېر سیمو کې په خاص ډول پښتون میشته سېمې چې تل د جګړو تر فشار لاندې وي او دې د ځوان نسل د هوسا ژوند، زده کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو له پاره ستر خنډ رامنځ ته کړ.
 
له ۱۳۵۷ کال نه تر۱۳۷۲شمسی کلونو پورې  سره له دې چې یو شمیر ځوانان د لوړو زده کړو له پاره بهرنیو هیوادو ته واستول شوول، اما تر څنګ یې په زرګونو ځوانان د نیابتي جګړې د لیکو ښکار وګرزیدل او خپل خوږ ژوند یې له لاسه ورکړ، همدا ډول سلګونه نور معلول، معیوب او د خپلو کورنیو سره جلاوطنۍ ته اړویستل شول چې یو شمېر خورا ډېر یې د ګاونډیو هیوادو ایران او پاکستان هیوادو کې د راز ـ راز ستونزو، نادودو او محرومیتونو سره لاس او ګریوان شوول، شاقه کارونه، خپلو کورنیو ته د ډوډي د پیداکولو په خاطر، د زده کړو په لار کې خنډونه کلتوري او ژبنۍ ستونزې او نیمګړتیاوې، مخدره توکو ته مخه دا هغه څه دي چې ځوان نسل او تنکي ځوانان ورسره د مهاجرت په چاپیریال کې مخامخ وو او دي.
 
حقیقت خو دادی چې ما (د دې کرښو لیکوال) حتا تر شل کلنۍ پورې یوازې څو ځله له ښکاریانو سره او یا مې په ودونو کې هغه توپک چې باروت په کې استعمالیدل او ډزې به یې کولې، لیدلي و، مګرد شوروي تر یرغل وروسته زموږ ځوان نسل داسې سپکو او درنو وسلو سره اشنا او عادت شول چې ځني یې په نړۍ کې لومړی ځل زموږ په هیواد کې و ازمایل شول، ایا دغو خونړیو وسلو او وژونکو ماینونو به دهیواد د ځوان نسل او تنکیو ځوانانو په ژوند او رواني حالاتو منفي آغیزې نه وي کړي؟
د شوروی د یرغل په وخت کې په ایران او پاکستان کې د تنظیمونو په کمپونو کې د ځوان نسل او تنکیو ځوانانو سره څومره جفاوې تر سره شوي، یوازې او یوازې د وسلو او ماینونو د استعمال او انسان وژنو درس او روحیه ورکول کیده او د جګړې دواړه طرفه همدغه ځوان نسل قرباني کیدل.
 
په طبعي ډول د یو هیواد ځوان نسل باید د هیواد سره د مینې او هیواد پالنې پر روحیه و روزل شي، په خواشنۍ سره چې په دغه کلونو کې د هیواد نه بهر په کمپونو کې ځوانان او تنکي ځوانان د هیواد ورانونو او ورور وژنو او د هیواد په دننه کې د سویتیزم په روحیه روزل کیدل چې دواړه حالتونو د هیواد ځوان نسل د انحرافي تعلیم او تربیې لور ته هڅول.
 
د شوروی استعمار په پورته کلونو کې او بیا را وروسته تر ننه پورې د انسان وژنه او وینه تویونه دومر ارزانه شوه چې حتا تصور یې ګران کار دي، په زرګونه انسانان، نر او ښځی، ځوانان او ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له دغه شمیر نه ۸۰ سلنه ځوانان او تنکي ځوانان حسابولي شو.
 
د نړۍ په نورو هیوادونو کې د ځوانان نسل او تنکیو ځوانانو له پاره له زده کړو پرته د موسیقي، سپورت او نورو ورزشي کلوپونو، تفریحي پارکونو او نورو ډول، ډول سالمو مصروفیتونو له لارې د ځوانانو د ذهني پیاوړتیا تعلیم او تربیې د پرمختیا د شغل او مسلک انتخاب د دوي د خوښې او عملي کار په نتیجه کې، تر سره کېـږي، خو زموږ د هیواد ځوان نسل په تیرو څلورو لسیزو کې د دغو پورتنیو ارزښتونو د لاسه ورکولو په څنګ کې هر څه له لاسه ورکړي او دغه پروسه لا نوره هم په درز سره روانه ده.
 
نور بیا