آرشیف

2021-8-1

شاه ولی آرین

د هیواد روان وضعیت

 

دا یو حقیقت دی چې د ټولو هېوادوالو ذهن دا نه شي منلی چې په هیواد کې دې دغه روانه جګړه تر څلویښتو کلونو نه نوره هم وغزیږي او دغه پوښتنه هم ممکن له ډېرو سره وي، چې د څه له پاره دغه جګړه دومره اوږده شوه او لاملونه یې څه دي؟

جګړه تل په یوه هیواد کې د ځانګړو موخو له پاره چې ستراتیژیک، سیاسی، اقتصادی اهداف دې تر سره کېږي، چې کور دننه او بهرني فاکتورونه د جګړو په له منځه وړلو او یا اوږدولو کې اغیزمن رول لوبولی شي.

زموږ په ګران هیواد افغاانستان کې روانه جګړه په نړۍ کې یوه تر ټولو هغه اوږده جګړه یادولی شو، چې دغه اوږده نیابتي جګړه د بهرنیانو له لوری زموږ پر هيواد تپل شوی او دغه د جګړې اصلي پارتنرانو د خپلو اصلی موخو د عملي کولو له پاره په کور دننه یو شمېر هیواد پلورونکي ډلې، فاسد او بې ضمېره انسانان د قدرت، ډالرو او نورو امتیازاتو په ورکولو سره ځانته خپل کړي او د دوي له لارې یې د جګړې اور تود ساتلي، چې قرباني یې د هیواد مظلوم ولس ورکوي.

جګړه افغاني نه ده، بلکې د امریکا، اروپائې هیوادو ـ روس- چین، پاکستان- هند، ایران – سعودی عرب له لورې یوه تپل شوي نیابتی جګړه ده چې د پورتنیو هیوادو د استخباراتي او مافیائي کړیو له لورې په هیواد کې د یو شمېر خرڅ شوو، لاسپوڅ، تنظیمونو، ډلو او افرادو له لورې چې د دغو هیوادو د هرډول مرستو نه برخمن دي، پر مخ بیول کېږي.

دغو هیواد پلورونکو ته، هیواد، ولس او خپلواکي هیڅ ارزښت نه لری، ځکه چې د دوي  کورنۍ  په بهرنیو هیوادو کې د هر ډول مادي او معنوي امتیازاتو په لرلو سره ژوند کوي او دوي هم په هیواد کې د ارګ، سپیدارماڼۍ، او نورو استخباراتی چینلونو د امتیازاتو د تر لاسه کولو له لارې په ډېره لوړه کچه ژوند تر سره کوي، همدوي دي، چې کله وزیران، کله وکیلان وي، کله سفیران، کله والیان، رئیسان، جنرالان، مارشالان  او یو شمېر ډېر یې مشاور وزیران او یا که په کور هم ناست وي د حکومت او بهرنیانو له مالی امتیازاتو او شانداره قیمتي موټرو نه برخمن دي چې د شطرنج د دانو په شان هلته، دلته، کته او پورته کېږي.

همدوي دې چې د پردیو د ښې غلامۍ او وفارارۍ له پاره یې د خپل هیواد د بربادۍ او افغان وژنو جګړه ایز اور تلپاتي ساتلی او دوې ترې د خپلو بادارانو د موخو د عملی کولو په لار کې ګټې تر لاسه کوي.

همدا پورتنې استعماري زبرځواک هیوادونه او ورسره یو شمیر زموږ حریص ګاونډي هیوادونه دې چې د دغو جګړو د دوام له پاره یې په نوم د مجاهدینو تنظیمونه، بیا القاعده، وروسته طالبان، داعش او نور مذهبی  افراطی ګروپونه را وزیږول سیمه او په خاص ډول یې زموږ هیواد له ستر بحران او غمیزو سره لاس او ګریوان کړ.

همدا اوس په زرګونو د لوړو زده کړو مسلکي کادرونه د یوې مړی ډوډۍ د لاسته راوړلو او کار تر لاسه کولو امکانات نه شي تر لاسه کولای، مګر د پورتنیو مافیائې کړیو پورې تړلی بې تعلیمه او غیرمسلکی کسانو له پاره هر ډول دنده موجوده ده او به اسانۍ یې تر لاسه کولای شي.

ټولو ته معلومه ده چې د وسلوالو ځواکونو په زرګونه مسلکي، ماهر او ازمایل شوي افسران، جنرالان د امریکا او ناټو د مغرضانه کادري پالیسیو له امله تقاعد او کورناستې ته ولیږدول شوول، چې دا په خپله د همدي غیر عادلانه لوبې او د جګړی د دوام یوه برخه یادولی شو.

لکه چې پورته ورته اشاره شوی طالب هم یوه بله لعنتی پروژه ده چې د پورتنیو هیواد پلورونکو شانته د پردیو د لاس اله ده، د استعماري هیوادو له لورې چې د غاړې  نږدی پړي یې د (ای اس ای) په لاس کې دی لوبول کېږي، که چیری نړیوال استعمار، امریکا او ناتو په رښتیا هم غوښتلای چې طالبان له منځه یوسي، د ۲۰۰۱کال د اکتوبر له میاشت نه چې ویل کیدل د طالبانو ځواک(۲۰۰۰ ) تنه وو، د یو سلو پنځوس  زره بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې چې له لوړو استخباراتی او کشفی.امکاناتو نه برخمن وو، له منځه وړل او نفی کول یې ساده او اسانه کار و، مګر نه یوازی دا چې له منځه یې یونوړل، بلکه د همدې بهرنیانو د مالي، نظامي مرستو او الوتکو په واسطه د هیواد بیلا بیلو سیمو ته انتقال او ځای پر ځای شوول.

د طالبانو مشران هم د پورتنیو خرڅو شوو چارواکو په شان د پورتنیو هیوادو د هرډول مالي او نظامي امکاناتو نه برخمن دي، ښځې، اولادونه او نږدې خپلوان یې د پاکستان، عربي اماراتو، قطر، دوبۍ، ترکیې او د نړی یو شمېر نورو پرمختللو هیوادو له ارامه او هوسا ژوند نه خوندونه اخلی، اما د اسلام تر نامه لاندې هره ورځ په زرګونو بیګناه افغانان د روانې نیابتي جګړې قرباني ورکوي.

که چېری د طالبانو جګړه په رښتیا هم د اشغال پر ضد وي، له امریکا سره د دوحې د پروتوکول د لاسلیک وروسته نوره باید جګړه دریدلي وای، حال دا چې دغې جګړې نور هم زور وموند او بله بڼه یې غوره کړه، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ مجهولې بې نتیجې خبرې اترې، په هیواد کې د جګړي زور او دوام، د امریکا او ناټو ضدو نقیض دریزونه، د کابل د هوائې ډګر د څارنې د دندې د سپارلو ډنډوره  ترکیې هیواد ته ، په دې ورستیو کې په افغانستان کې د امریکائې ځواکونو د قوماندان دریځ او د پاکستان د صدراعظم عمران خان ورستۍ څرګندونې د دې مانا لری چې په هیواد کې جګړه نه ختمیدونکی ده.

له پورتنیو څرګندونو نه ښکاري چې په هیواد کې د جګړی دواړه اړخونه او نورې مافیائې ډلې او تنظیمونه سره ګډې او شریکې ګټې لری دوي د جګړې له برکته هر څه تر لاسه کړي، نو ځکه د جګړې ختمیدل د دوي د ختمیدو په مانا دي، دوي په ظاهره کې سره دښمنان دي، مګر په باطن کې نږدی شریکان او دوستان دي او له بهرنیانو سره هم ګډه دوستي تر سره کوی چې په نتیجه کې دوی په ګډه د بهرني استعمار د غلامانو او لاسپوڅو په توګه خپل هیواد ورانوي، هیواد وال وژني د سولې او هوساینې د لاری معلوم الحال دښمنان دي.او روانه جګړه د بهرنیانو او د دوي د تا لیڅټو د موخو او ګټو د خوندیتوب جګړه ده او قرباني یې افغان ولس ورکوي.

 

پای