آرشیف

2020-10-16

دوکتور ص. سعیدي

د هلمند جګړه او سوله!

 
د هلمند جګړه،  د قطر مذاکراتو لړۍ او دسياسي مذاکراتو پر ځاى د ملت په غياب کې په دوحه او قطر مې په ارزښتونو مناظره کول اوپه دې توګه  د ملت حق خوړلو روان جرياناتو ثابته کړه او کړې چې د روانو مذاکراتو ډول، توافق شوې او نه توافق شوې اجندا ثابتوي چې د امريکې، طالب، پاکستان، ايران، ېو شمېر  افغان پلورل شوو سياسيونو، مافيايي کړيو د سولې او سياسي  مذاکراتو تعريف او ابعاد د افغان اولس د با عزتې سولې، او استقرار سره  په ښکاره  تناقض او ټکر کې دي. 
افغان ملت دې پرې خبر وي، غميزه اوږده ده، سوله او استقرار نه شته، ستره لوبه او ستره غولونه ده. 
پاکستاني استابلشمنت د افغان اولس دښمن وه، دى او تأريخ ثابته کړه او ثابته به کړي چې دښمن به پاتې شي. 
پاکستان د مخمسې خواته روان دى او افغانستان کې نظام براندازي، نهاد براندازي او افغانستان کې ګوډاګى حاکميت جوړول او يا افغانستان فدرالي او تجزيه کول د پاکستان له اوليتونو وه او دى. 
پاکستان پر ځان متکى او بسيا افغانستان نه شي ليدلاى او داسې ښکاري چې د افغانستان عزت او شرف د پاکستان  سره امريکې معامله کړاى. ستره بېلګه يې د افغانستان داخل کې د پاکستاني سرحد جوړولو پروسه ده جې افغان حکومت يې سکوت ته د امريکې په زور مجبور کړاى. دوم پړاو د افغان له لوري ددې تپل شوي پاکستاني سرحد د کوم ګوډاګي افغان حاکميت له خوا در امريکې، ترور او دهشت او د طالب د سوټي په زور پېژندل دي. داخل کې هم ددې پروژې د اعمار تقلبي انجيران او اجيران منتظر ناست دي. 
نو حالات دادي. 
مونږ اتحاد، اتفاق، ورورګلوۍ،  ليا بسيج او ېوالي ته اړتيالرو چې حالات د الله (ج) په زور او د ملت په ارادې تبديل کړو او دا ممکنه خبر ده. د چمن د خلکو نننى قيام دا ثابتوى چې د خلکو زور د خداى زور دى. 
ملته او د ټولنې مخکښو  وار ستاسې دى. 
و ما علينا الا البلاغ المبين
و ما توفيقنا الا بالله 
داکتر صلاح الدين سعيدى
16/10/2020