آرشیف

2021-3-25

شاه ولی آرین

د نوی کال په درشل کې نوی خبرې.

 

د افغان سولې په اړوند وروسته ترهغه چې د امریکا د نوی حکومت په پالیسيو کې یوڅه بدلون رامنځ ته شو په ملي او نړیواله کچه هلې ځلې او بحثونه تاوده شول، او د افغانانو هیلې بیا په غوړیدو شوي. سره له دې چې افغانان اوس له داسې خبرو او د بهرنیانو له هلو ځلو نه د کومې مثبتې پایلې تمه نه شې لرلي، ولی بیا هم ددې لپاره چې د نړۍ د یو شمېر هیوادو اوملګروملتو تر څارنې لاندې به د سولې پروسه پر مخ بیول کېږی یو څه تمه پیدا کولي شې.
د سولې په روانه پروسه کې د روسیې، ترکیې، چین، پاکستان او یو شمېر نورو دخیلوهېوادو ګډون بیا هم د افغانانو دهیلو د راژوندۍ کیدو لامل ګرزیدلای شي.
د امریکا دغو هلو ځلو په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه را وپارول، چې غواړم یو شمېرو ته یې د لوستونکو پام را واړوم.
وروسته له هغه چې افغان حکومت او طالبانو ته د امريکا د متحده ايالاتو له لوري د یوه انتقالي حکومت د جوړلو د طرحې وړاندېز وشو، په هېواد کې دننه او بهر کې ګڼو سياستوالو خپل غبرګونونه وښودل.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی او د هغه د حکومت یو شمېر غړو د دې طرحې په هکله جدي غبرګون و ښود، غني دا طرحه صرف د کاغذ پرمخ ليکل شوی يو خیال ياد کړ. ولسمشر غني همدا راز ټاکنې د منظم سیاسي بدلون اصل بللی او زیاته کړې یې ده، چې د هغه واک پلوی دی، چې د ټاکنو له لارې ترسره کیږي.‌ ولسمشر غني وویل، د افغانستان د راتلونکي خوندي کولو لپاره باید نړیوال او سیمه ایز تضمین موجود وي.
همدا ډول د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح بيا وويل چې که د طالبانواو پاکستان د مرګ ګواښ سره هم مخ  شې خو دا طرحه به ونه مني. هغه ویلی دی چې هیڅوک د اساسې قانون د لغوه کولو صلاحیت نلرې.
د ولسمشر لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح په خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي دې «د ښاغلي خلیلزاد په مشرۍ دوه غونډې مو چې له امریکايي پلاوي سره درلودې، د سولې بهیر د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا او دا چې څه ډول د ټولو افغانانو رښتینې اراده د سولې په بهیر کې تمثیل شي، خبرې وکړې».
د جمعیت ګوند یو غړی محمد یونس قانوني وائې “په اطمنان سره وایم چی دسولې دپروسې په شکل او محتوا کی ځینې مثبت تغیرات لیدل کیږې .” نوموړی وایي سوله باید تعریف شی، سوله باید عادلانه وي، سوله باید دایمي او پایه داره وي.
قانوني چي د خلیلزاد سره یو د لیدونکو او مطرح کسانو نه و وایي ” ملي،نړیواله او سیمه ایزه اجماع تیاره ده چي د مصالحې اوسنی ډول بدل اوچټک کي “.د قانوني له خبرو هم ښکاریده چي هر څه به له سره وي او د دوحې پروسه نوره دوام نه کوي.
د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق هم جالبي خبري درلودې:نوموړی وایي طالبانو د بیعت دعوت ور کړیدئ”هیله‌مند یم چې د سولې لاره بنده نه‌ شي !”
د افغانستان د د وحدت ګوند مشر او په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار ښاغلی حاجي محمد محقق وایې ،طالبانو له ده او ځینو نورو جهادي مشرانو غوښتي څو له دې ډلې سره بیعت وکړي، خو دوی یې غوښتنه نه‌ ده منلې.
ښاغلی محقق همدارنګه وايي: “استاد سیاف ویل چې دوه ورځې وړاندې یې له هغه نه هم د بیعت غوښتنه کړی وه. محقق وایې: شاید له ډېرو نورو یې هم داسی غوښتنه کړی وی. چې دا ډول کړنه، د سولې مخه ډب کوي، هیله‌ مند یم چې د سولې لاره بنده نه ‌شي.”
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل بيا د دې طرحې  په اړوند وویل چې په اصل کې د دې طرحې آدرس غلط شوی دی، دا ډول يوه طرحه باید د امريکا حکومت د پاکستان په لاس طالبانو ته ورکړي ترڅو په افغانستان کې جګړه ودروي.
باب مندز د امریکا د سنا د مجلس د نړیوالو اړیکو د کمیټې مشر چې د دموکرت ګوند غړی دی په یوه خبری ناسته کې وویل چې طالبانو د ۲۰۲۰ کال د دوحی د موافقې پر تعهداتو عمل نه دی کړی هغه زیاته کړی چې« زه خورا اندیښنه لرم چې د سولې پروسه دی په افغانستان کې نتیجه ورکړی، روښانه ده چې طالبان په خپلو ټولو تعهداتو عمل نه کوی» سناتور مندز وویل که اطلاعات داسی وی چې طالبان په خپلو تعهداتو عمل نه کوی، نو د امریکائي پوځیانو د وتلو په هکله باید بیا کتنه وشی.
همدا ډول د نړۍ څه باندې څلویښتو سازمانونو په یوه سرخلاصي لیک کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په
افغانستان کې  د بیان آزادي او د خبریالانو د ژوند د خوندي کیدو په هکله پاملرنه وکړي. دافغانستان د خبریالانو مرکز او په نړۍ کې د بیان د آزادۍ څلویښتو مدافع سازمانونو په دې هېواد کې د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې، دوی په دې لیک کې ویلي، چې د ۱۳۹۸ کال د کب د میاشتې را وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې ډېری یې د خپلې دندې له کبله په نښه شوي دي.
یادو سازمانونو دې لیک کې ویلي، که څه هم د افغانستان حکومت د خبریالانو د حقونو او خوندیتوب لپاره کارونه کړي، خو وایي، هغه کافي نه دي او خبریالان لاهم له تاوتریخوالي سره مخامخ دي او د دوی په خبره د سزا د معافیت فرهنګ پرخپل ځای پاتې دی.
همدا ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په استعماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي: « بایډن غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي، سرتېري بېرته خپل هېواد ته راستانه شي او دا ډاډ تر لاسه
شي چې په افغانستان کې به دایمی سوله تامینیږي او دغه هېواد به یو ځل بیا د جګړو او ترهګرو پر مرکز نه بدلېږي.»  دامریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وايي امریکا د سولې د راتګ لپاره خپلو ديپلوماتیکو هڅو ته ادامه ورکوي، خو دا ځل یوازې نه ده، بلکې په دې بهیر کې به ملګري ملتونه او د سیمې هېوادونه هم ګډ وي.
د تاند د (پنجشنبه، د حوت ۲۱) د خبري پاڼې له مخې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د امریکا وروستۍ طرحه د دواړو خواوو ترمنځ د سولې د ولاړو خبرو د چټکتیا تر ټولو ښه فرصت دی. حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، له څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته افغانان په خپله د سولې لپاره بیړه لري او لېواله دي چې د خپل ملت پر ټپونو ملهم کښېږدي. کرزي اسویشتید پریس امریکايي خبري اژانس ته وویل، فکر کوي چې د امریکا له لوري د سولې وړاندې شوی پلان افغانستان ته سوله راوستلی شي. د ډېرو په ګومان کرزی هیله لري چې د موقت یا انتقالي حکومت مشري به وروسپارل شي.
امریکايي کتونکي وايي، که د سولې له موافقې مخکې امریکا خپل پوځیان وباسي افغانستان به په یوه ډېره خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شي. خو اې بي سي نیوز امریکايي چاینل وايي چې د کرزي له خوشبینۍ سره سره ممکن د امریکا له طرحې سره د افغانستان ولسمشر او طالبان مخالفت وکړي.
طالبانو ویلي چې دا طرحه ورسپارل شوې او پرې غورکوي. ولسمشر غني ویلي چې واک یوازې له اساسي قانون سره سم د انتخاباتو له لارې منتخب ولسمشر ته سپاري. ده دا هم ویلي چې حاضر دی له طالبانو سره د انتخاباتو د نېټې پر سر خبرې وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هر ډول موقت حکومت رد کړ او وایي” موقت حکومتونو په تیر کي هیڅ نتیجه نده ور کړې”.
دا چي یاده طرحه به په عمل کي څنګه وي دا به وخت وښیي.
طالبان پوهیږي چي هر ډول ائتلافي،موقت،عبوري او یا بل ګډ حکومت ته ور ګډیدل د دوی د منحل کیدو په مانا ده.ځکه طالبان نه کومه سیاسي برنامه لري، نه اقتصادي، فرهنګي او نه هم سیمه ایز او نړیوال ملاتړ لري.
بل لورته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر هم له پاکستاني پوځ سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د پاکستان د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عبدالعزیز کاملوف په سیمه کې د افغانستان د سولې پر اهمیت د پاکستاني پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره خبرې کړې دي. کاملوف ټینګار کړی چې دوی د افغان سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې د سیمې نور هېوادونه هم باید هر اړخیزه همکاري وکړي. د پاکستان پوځ هم ویلي چې دوی په سیمه او افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي او د سولې له پروسې سره همکاري کوي.
د تاند د( پنج شنبه، د حوت ۲۱) د پاڼې د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده. عمران خان تېره ورځ ناوخته د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سیاسي حل له روان بهیر ملاتړ کوي او په دې باور دی چې دغه جګړه یوازې د خبرو او مذاکراتو له لارې ختمېدلی شي. نوموړي همدا راز ویلي چې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او ازبکستان سره یې ژمنه کړې چې د افغانستان له لارې به ګوادر ته د ازبکستان لاسرسی اسانه کړي.
امریکایې لیکوال ښاغلی روبین وایي له لومړۍ ورځي د امریکا-طالبانو مذاکراتو عیبونه در لودل یو له هغو نه د افغان حکومت نه ګډول او څنډي ته کول وه .وروسته معلومه شوه چي د امریکا -طالبانو پریکړي او هوکړي د دومره ځنډ سره مخ شوې چي د امریکا -طالبانو خپلمنځي اوربند پرته هیڅ شی پر خپل وخت و نه شو.
روبین وایي زه نه پوهیږم خلیلزاد څنګه داسي فیصلې کولې چي د تطبیق صلاحیتونه یې کاملآ د امریکا سره نه و، روبین د بندیانو د ازادولو مسئله یاده کړیده چي نژدې اوه میاشتي یې و نیولي.
بله خبره چي ښاغلی روبین د سیمي هیوادونو څنډي ته کول یادوي،او وایي چي اوس هم که دا غلطۍ اصلاح نشي جګړه به دوام کوي.
ښاغلي روبین د افغانستان پر حالاتو ګڼې مقالې لیکلي دي او اوس وخت د نړیوالې همکارۍ په نیویارک مېشتي مرکز کې په کار بوخت دی.
دامریکا دمرکزي قومانداني قوماندان جنرال کېنټ مکینیزي په خپلو تازه څرګندونوکې دامریکايي عسکرو دبې تدبیرو وتلو په هکله څرګندونې کړې او د راتلوونکو خطرونو په هکله يې خبرداری ورکړی. مکینیزي ویلي که چیري د خبرو له لارې د افغانستان جګړې ته د حل لاره پیدا نشي او په دې پړاو کې امریکايي عسکر له افغانستانه ووزي نو د یوې خونړۍ جګړې کولو امکان شته.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي هغه هم ویلي که چیري یې سرتیري له افغانستان ووزي نو د افغانستان حالت نور هم خرابیدلی شي. په کور دننه د امریکايي سیاسیونو په نظر، وروسته د دې امریکايي لوړ پوړو جنرالانو نظریه هم  مثبته او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتي کیدلو ملاتړي دي. د دوی په اند که چیري بې له کوم تړونه افغانستان پریږدي نو دا د یوې بلې جګړې پیل کیدلای شي. هغوی ویلي چې ژر تر ژره دي  د افغان سولې دهوکړې لپاره یو څه ترسره شي
درنو لوستونکو د پورتنیو څرګندونو او نظرونو نه داسې بریښی چې اوس هم د عملی سولې د لاسته راږړلو په لار کې ډېر خنډونه موجود دی، چې د سولې په باب د افغان دولت او طالب مشرانو تر منځ په ظاهری خبرو کې دومره ستونزی نه لیدل کېږی اما په اصل کې افغان حکومت غواړی چې طالبان دی په همدی نظام او حکومت کې ورګډ شې، او طالبا غواړی چې حکومت دی د دوی په پوره واک کې وی او کنه د بهرنیانو د وتلو وروسته دوی ګویا د جګړی او زور له لاری قدرت ته رسیدونکي دي.
زما له انده دغه دواړه سوچونه د هیواد له اوسنیو شرائطو سره سمون نه لری، په سوله او روغه جوړه کې په یو څه له لاسه ورکوی او یو څه به لاسته راوړی.
بله اساسی موضوع هم د نړیوالو دخیلو او ګاونډیو هیوادو موقف او عملي هلې ځلې دي، چې تر اوسه هسې په سمبولیکه توګه مخ پروړاندی ځې، چې د مسکو ناسته یې روښانه بیلګه یادولی شو. د مثال په توګه د غونډی په پریکړه لیک کې راغلی چې، روسیه، چین، امریکا او پاکستان ته په افغانستان کې د اسلامی امارت راتګ د منلو وړ نه دی، اما په دی رابطه هیڅ نشته چې د جګړی د ختمیدو لپاره دی په لومړی قدم کې اوربند ترسره شې چې د سولې د عملی کیدو لومړنۍ شرط دی. او یا هم دا چې تمویلونکې هیوادونه دی خپلی مرستی د جګړی له اړخونو سره بندی، او پټ ځایونه دی وتړل شې.
بله موضوع چې د یادولو وړ ده، هغه د طالبانو د اسازی عباس ستانکزی تندي خبری وی چې د افغان دولت، امریکا او د ۲۰۰۱ کال دامریکا په کړنو یې وکړی، هغه د روانې جګړی افغان وژنو د مخدره توکو د زیات والی، استعمال او فساد ټوله پړه یې په افغان دولت واچوله، چې یو شمېر نیوکې یې حقیقتونه وو، اما ټولی خبری یې یو جانبه او د سولې له سیاست او فرهنګ سره برابری نه وی. حقیقت خو دادی چې ټولې روانې ستونزی د روانې جګړی محصول دی چې طالبان هم په کې شریک دی، همدا ډول د طالبانو اکثریت مصرفونه د همدی مخدره توکو د کښت او قاچاق له لاری اکمالیږی، افغان وژنه او د ملکی وګړو، د ماشومانو او ښځو په شمول جنایت د طالبانو هغه کړنې دی ، چې دا هم د افغانی هیآت له لوری باید همدلته مطرح شوی وای.
نوی کال دی د سولې کا شي.
.