آرشیف

2021-4-22

شاه ولی آرین

د شوروي او امریکائې ځواکونو د وتلو توپـېر (لومړۍ برخه)

 

هغه وخت د ځوانان د ټولنیز سازمان د مرکزی شورا غړی وم، بې له استخباراتي پټو لوبو نور هر څه مې ټول په مخ کې تیر شوي، غواړم په ډېره امانتدارۍ یې دلته لوستونکو ته د هیواد په دغو حساسو شیبو کې وړاندې کړم او دا هم باید ووایم چې زه نه غواړم چې په جزئیاتو سره موضوع دلته مطرح کړم، غواړم په لنډ ډول ځینو حوادثو ته اشاره وکړم:

کله چې د شوروي رهبرانو د ثور د اوومې نیټې د پاڅون همزمان ولیدل چې دغه پاڅون د خلقي افسرانو له خوا تر سره شوی او د دوی نسبت خلقیانو ته نږدې کسان چې پرچمیان وو، رول او ونډه یې درنه نه ده، له همغه لومړیو ورځو نه یې د استخباراتي چینلونو له لارې، د خلقیانو د ضعیفولو او بدنامولو په لارکې کار پیل کړ، د ننګرهار د فرقې، بغاوت، د ریشخور د فرقې کودتا، د هرات د خلکو قیام دا ټول هغه څه وو، چې شوروي تلاش درلود څو یې قوواې د افغان دولت له لورې په رسمي توګه را وبلل شي، مګر دوی دغې موخې ته ونه رسیدل.

بله دسیسه یې دا وه چې د نورمحمد ترکی او حفیظ الله امین تر منځ اختلاف را منځته کړی او د دې دواړو د اختلاف، تضعیف او له منځه وړلو په حال کې خپل وفادار او د اعتماد وړ شخص ببرک کارمل ته لار خلاصه کړي، چې دې موخې ته سره په داسې حال کې ورسیدل چې، هم یې خپل اشغال ته شرایط برابر کړل او هم یې کارمل قدرت ته ورساوه.

شورویي رهبران دومره غافل وو، او د افغانانو تاریخ ته یا متوجه شوي نه وو او یا یې له غرور او کم عقلۍ نه کار واخیست، چې په دې پوه نه شول چې افغانان هیڅکله د پردیو استعمار، نیواګ او لاسپوڅي حکمتونه نه شی منلی او ازموینو و ښوده چې له ټول ځواک سره یې مخ تور شو او په بی شرمانه توګه په داسې حالت بیرته خپل هیواد ته ستانه شول، چې همغه ستر هیواد شوروي دړې وړې هم شو. هیله ده چې امریکایان هم له همداسې یوه سرنوشت سره مخ شي.

 

شورویان څنګه ووتل، د هیواد د هغه وخت وضعیت:

شورویانو زموږ د هیواد پر یرغل کې ستره تېروتنه تر سره کړه، دوی په دغه عمل سره د افغانانو د ستر ملي مقاومت سره مخ شول، همدا ډول بې له څو سوسیالستي هیوادو، نور د ټولې نړۍ د غبرګون سره چې د پاکستان او ایران له لارې یې د نظامي مرستو په ورکولو سره  د شوروي ضد مقاومت رهبري، تجهیز قوي او ځواکمن کړ، همدا ډول د شوروي په دننه رهبري کې بدلون او د ګرباچف انتخاب د شوروي د حزبي او دولتي مشر په توګه فضا نوره هم د شوروي د ماتې له پاره برابره کړه.

ملګری ملتونه او اسلامي کنفرانس غړي هیوادونه هم د شوروي د یرغل مخالف لورې وو، د دغو  فشارونو او اقتصادي پرابلمونو له امله شوروي اتحاد  دې ته اړ ویستل شو تر څو د سولې پروګرام او له افغانستان نه د خپلو ځواکونو ویستلو ته غاړه کېږدي.

کله چې د شوروي رهبري د ګرباچف په مشرۍ د خپلو ځواکونو د ویستلو موضوع له ببرک کارمل سره د هغه په یوه رسمي سفر کې په مسکو کې مطرح کړله، کارمل جدي مخالفت وښود او د شوروي د قوواو وتل یې ستره اشتباه وګڼله. د کارمل دغه مخالفت شوروي مشران اړویستل ترڅو د افغانستان په مشرتابه کې بدلون راولي، همدا و چې دوی ته د دوی د استخباراتو نږدې کس ډاکتر نجیب الله و او ډاکتر نجیب الله د شوروي قوواو د وتلو سره هم توافق وکړ او خپله امادګې یې د هیواد د مستقلانه دفاع له پاره و ښوده.

ډاکتر نجیب الله د شوروي د بیا جوړونې د پروګرام په نظر کې نیولو سره د ملي روغې جوړې پروګرام اعلان کړ، په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې د خپلو مخالفینو سره لیدنې کتنې پیل کړې.

 

ولي د نجیب حکومت سقوط وکړ؟

پورته دې مطلب ته اشاره شوي چې، شورویانو د تل له پاره د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند او ګوندي رهبرانو په هکله دوه ګونی او څو ګونی سیاست لوباوه.

شورویانو د پرچم د حاکمیت په شتون کې د جمعیت د شوراې نظار له قوماندان احمدشاه مسعود سره رابطه ټینګه کړه، پروتوکولونه یې ورسره لاسلیک کړل، چې له دومره مهمې پیښې نه یې د هغه وخت دولت سره
دغه مطلب شریک نه کړ.

شورویانو په ډېر مهارت او خیانت سره د ډاکتر نجیب الله له دولتي او ګوندي مشرانو نه یو شمېر خپل اجنټان د استخباراتي چینلونو له لارې له احمد شاه مسعود سره وصل کړل، تر څو نظام  او په نظام کې د پښتنو ځواک کمزوری کړي.

د داکتر نجیب الله حاکمیت نه مجاهدینو، نه پاکستان او نه کوم بل بهرني ځواک مات کړ، بلکې د ده په نظام کې دننه یو شمېر خائنو او هیواد پلورونکو کړیو چې ده پرې ډېر باور درلو او د حکومت په مهمو څوکیو کې یې قرار درلود لکه چې احمد شاه مسعود هم په یوه بیانیه کې وائې چې، ما د نجیب د رهبري په هسته کې پنځلس اجنټان لرلو چې د مزدک، کاویانی، وکیل، محتاط،علومي او یو شمېر نورو نومونه یادوي.

شورویانو په اګاهانه توګه پر ډاکتر نجیب د یو شمېر مسلحو قطعاتو د پرسونل معاش لکه د ګارد، امنیت او نورو زیات کړ، اما د څارندوی اردو د قطعاتو امتیازات پر خپل ځای پاتې شوول، چې بیا یې شهنواز تڼی وهڅوه چې له ډاکتر نجیب سره د دې امتیازاتو سپیناوی وکړي، تر څو چې همدا مطلب د دې علت و ګرزید چې، خبره کودتا ته ورسیږي. ایا تاسو اوریدلي چې په یو ملک کې دې د دفاع وزیر کودتا وکړي او هغه دې ناکامه شي، دا ځکه چې روسانو هره شیبه دوه مخی سیاست کاوه (غله ته یې ویلې چې غلا وکړه، د کور څښتن ته یې ویلې ویښ اوسه!)

د شهنواز، نجیب کودتا افغان ځواکونه سخت نیمګړې او کمزوې کړل، په داسې یو حساس وخت کې چې له یوې خوا د ډاکتر نجیب اعتمادي کسان ورته خائنان وو او له بله پلوه یې زیات شمېر خلقیان چې د نظام په دفاع کې ولاړ وو، زندانیان کړل پاتې یې مایوسه شول، چې یو هم له اساسي لاملونو نه د ډاکتر نجیب الله د حاکمیت د سقوط همدا عامل حسابولي شو.

یوه بله اساسي موضوع د مجاهدینو د مشرانو تر منځ د یووالي او د هیواد پالنې د روحیې نه شتون و، چې بیا وروسته سمه ثابته شوه چې دوی د هیواد د لوړو ګټو په خاطر نه، بلکې د پردیو او خپلو شخصي ګټو له پاره هسې د جهاد له نوم څخه استفاده کوله.

بل اساسي لامل د هغه وخت د سولې بهرنی اړخ  شوروي، امریکا او ملګرو ملتونو ډېر کمزوری او غیر عملي رول ولوبوه، دا ځکه چې د هرې اوږدې جګړې د سولې د عملي کولو له پاره د ملکرو ملتونو سوله ساتو ځواکونه ته اړتیا وي، تر څو د سولې د طرفونو تر منځ که ستونزې رامنځته کېږي، مدیریت یې کړي.

همدا پورتني هغه اساسي لاملونه وو، چې په نتیجه کې نظام سقوط وکړ او د مجاهدینو غوبل رامنځته شو.

 

نوربیا