آرشیف

2021-1-17

شاه ولی آرین

د سولې د خبرو دویم پړاو (مؤقت حکومت)

دا دی په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو پیل شو.  تر هغه ځایه چې لیدل کیږی څو میاشتي تیرې شوي، خو په خواشینۍ سره چې د خبرو اترو دواړه خواوې تر اوسه حتا د خبرو پر یوې سمې او د اړتیا  وړ اجندا پریکړې ته نه دي رسیدلي.
 
هیواد والو تمه درلوده چې د خبرو اترو له پیل سره به اور بند ټینگ شي او افغان وژنې به  پای ته ورسېږي، خو هیواد ورانونې او افغان وژنې نور هم زور وموند.
 
تر هغه ځایه چې د رسنیو نه اوریدل کیږي، د خبرو اوسنی وضعیت پر دوه اساسي موضوعاتو څرخي چې د افغان حکومت هیآت په اوربند ټینګار کوي او د طالبانو هیآت د راتلونکې حکومت پر څرنګوالي.
حقیقت همدا دی چې، سوله افغانانو ته یوه حیاتي اړتیا ده او بې له اوربند نه سوله نه شي عملي کیدای.
 
ټولو ته جوته ده چې د امریکا په ټولټاکنو کې جوبایدن اکثریت رایې خپلې کړې او د جنوري د میاشتې پر شلمه نیټه به د لوړې د مراسمو له ادا کولو وروسته سپینې ماڼۍ ته لار پیدا کړي، چې وبه ګورو ایا د هیواد د روانې سولې په پروسه کې به څه مثبت بدلون راشي که نه، دا به له روانو خبرو، اترو نه څرګنده شي.
 
د خلیلزاد وروستۍ هلې ځلې او سفرونه پاکستان، هندوستان او افغانستان ته او په افغانستان کې د هغه لیدنې له حامد کرزی، عبد الله عبد الله، عبد الرب رسول سیاف، د بهرنیو چارو وزیر اتمر او محب الله محب سره په داسې حال کې چې د هیواد له جمهور رئیس محمد اشرف غنی سره یې لیدنه تر سره نه شوه، افغانان او ځنی د نظر خاوندان له اندیښنو سره مخ کړي دي.
 
تر دغو ملاقاتونو وروسته د موقت حکومت د جوړیدو خبرې د یو شمیر سیاسیونو او سوشل میډیا له لارې کته او پورته کېږي، همدا ډول د غیر موثقو سرچینو له لوري د درې ډولو راتلونکو جوړښتونو شکل هم مطرح شوی چې:
 
۱- په موجود نظام او اوسني حکومت کې د طالبانو ګډون او دوام یې.
۲- د طالبانو په اسلامي امارت کې د اوسني حکومت ګډون.
۳- د موقتې ادارې د جوړیدلو له لارې منتخب حکومت ته لار پرانستل.
 
همدا ډول د هیواد په دننه کې هم یو شمېر په نوم سیاسیونو چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته او یا هم د بن د کنفرانس له لوري ورته  په غیر عادلانه توګه د هیواد واکي  په لاس ورکړ شوي او د هیواد د روان بحران اصلي عاملین دي، هم له دې او هغو زاویو نه د مؤقت حکومت د جوړیدو چیغې وهې، په هیواد، پاکستان، دوبۍ او نورو هیوادو کې د بهرنیو هیوادو د استخباراتي کړیو له لارې غواړي یو ځل بیا د مؤقت حکومت له لارې صحنې ته ورننوزي او په خپلو تیرو سترو جفاوو او خیانتونو پرده وغوړوي، حال دا چې افغانانو د مؤقتو حکومتونو کړنې د په نوم د مجاهدینو او بیا وروسته د بن د کنفرانس نه د جوړو شووحکومتونو له لورې ازمایلي دي.
 
د خوښۍ ځای خو دا دی چې د دغو هیواد دښمنو د مؤقت حکومت چیغې چې د خلیلزاد او امریکا غوښتنه یې مطرح کوله، په افغانستان کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر له لوري رد شوه، چې دا په خپله د امریکا د موقف ښکارندوې ده.
 
زه د هیواد د سیاسیونو، روڼ اندو، سیاسي ګوندونو، ټولنیزو او مدني ځوځښتونو او هیوادوالو نه دا پوښتنه کوم چې:
 
ـ همدا اوس خو موږ یو نظام په هیواد کې لرو، سره له دې چې فساد به په کې وي، بې عدالتي، به په کې وي، کمزوری به وي، مګر نظام شته چې هیواد خو اداره کوي.
 
– همدا اوس خو موږ دری ګونې امنیتي ځواک لرو، سره له دې چې نیمګړی به وي ـ امنیت به په بشپړه توګه نه شي کابو کولي ـ فساد او نورې ستونزې به په کې شتون ولري؛ خو همدا اوس له هیواد نه د دفاع په حالت کې دي.
 
ـ په نظام کې سره له ټولو نیمګړتیاوو دری ګونې مقننه، اجرائیه او قضایه قوواې لرو چې خپلې چاری پر مخ وړی.نو په داسې یو حالت کې څنګه کولای شو پر دا ټولو سترګې پټی کړو اود مؤقت حکومت چې هیڅ څه نه لري باور وشو کولای.
 
زما په اند د هیواد په داسې حساسو شیبو کې، د شخصي عقدو پر ځای باید ټول هیوادوال د همدې نظام د پیاوړتیا او په نظام کې د اصلاحاتو له پاره همغږي شې، نه دا چې تخریب یې کړي، همدا ډول هغو ته چې د نظام د تخریب په لار کې هلې ځلې کوي، باید وویل شي چې که خدای مکړه دا نظام ړنګ شو، ایا کوم انترناتیو ورته لرئ او یا شته دي.
 
په داسې حال کې چې:
 
۱ــ په نوم د جهاد د ټیکه دارانو د مشرانو او هغو سیاسیونو چې تر بن د کنفرانس وروسته یې هیواد تباه او بر باد کړ. چې په باره کې یې  د مخه هم وویل شول چې دوي ازمایل شوي او د دوي په موجودیت کې به له مؤقت حکومت نه څه تمه موجوده وي؟
 
۲- ایا طالبان چې یوځل ازمایل شوي هم دي، په دوي کې به کوم مثبت بدلون راغلی وي او که چیرې راغلی وي، نو ولې د سولې د روانو خبرو په بهیر کې اوربند نه کوي، افغان وژنو او انتحاري حملو ته دوام ورکوي.
 
۳- ایا په هیواد کې سیاسي، هیواد پالو ګوندونو، ټولنیزو او مدني خوځښتونو، روڼ اندو د هیواد په دې څلویښت کلنه جګړه او بحران کې وشو کولای چې یو ستر ځواک شي، چې هیواد ته له دې غمیزې نه خلاصون ور په برخه کړي، اوپه موًقت حکومت کې فعاله ونډه خپله کړي؟
 
۴- ایا د غفلت په خوب بیده او چپ  اکثریت افغان ولس چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په دام کې را ګېر دی او د زورواکو له لوري د دوی د غوښتنو ښکارګرزي، وشو کولای سره یووالي وکړی او په یوځواک بدل شي؟.
 
زما له انده د هیواد په داسی یو ستونزمن حالت کې چې هیڅوک نه شې کولای او کوم بل داسی  پر ځای او معقول انترناتیو هم ونه لری او بیا هم د مؤقت حکومت نارې سورې وهي دا په خپله له هیواد او هیواد والو سره ستره جفا نه ده ؟ او د هیواد د دشمنانو ژرندو ته اوبه ورتویول نه دي؟.
 
د هیواد په اوسنیو حساسو شیبو کې د هیواد ژغورنې سمه اوعملي لار د موجود نظام پیاوړتیا، کلک ملاتړ او په نظام کې بنسټیز اصلاحت دي او د ټولو افغانانو را ټولیدل پر همدې نظام د طالبانو په شمول، لومړی اوربند اعلانول، د سولې د پروسې عملي کول، د هیواد د لوړوګټو په خاطر ګډ کار تر سره کول د یو داسې واقعي او شفافو ټاکنو لپاره شرایط برابرول، چې د ملګرو ملتونو، اروپائي اتحادیې او اسلامی کنفرانس له لارې یې څارنه تر سره شي، په داسې ټاکنو کې چې هر څوک بریالی شو، ټول یې د هیواد د مشر په توګه ومني او هلته به معلومه شي چې ولس له چا سره دی او د هیواد د څومره سیمو کنترول د چا په لاس کې دی.
 
په هېواد کې د قانونیت او عدالت د حاکمیت پر لور!