آرشیف

2021-9-25

شاه ولی آرین

د تاریخ تکرار (نړیواله ټولنه او د هیواد روان وضعیت)

 

تیر تاریخ ته په کتو سره کله چې پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې له یوه خوا د افغانانو د ستر مقاومت سره مخ شول او له بل لورې نړیوال ایتلاف ورانکارو تنظیمونو ته د مالي، اقتصادي او نظامي مرستو په ورکولو سره هم د افغانانو هیواد وران ویجاړ کړ او هم یې ستر شوروي، ټوټه ـ ټوټه کړ، نو ځکه خپلو موخو ته د رسیدو وروسته، دغه هیوادونه، د شوروي او امریکا په ګډون چې د جګړې د اړخونه مشرۍ یې کولې، د خیر په غونډۍ کیناسل او په ګران افغانستان کې یې د هغه غوبل تماشا کوله چې اور یې دوي لګولی و او اوس یې بیا وروسته تازه کولو ته پکي واهه.

دغه هیواد ورانونکو او افغان وژونکو جګړو کلونه ـ کلونه دوام وکړ، د هیواد  ټول مادي او معنوي ارزښتونه او بنسټونه د خاورو سره خاوری شوول، د هیواد مقتدر حاکمیت، د اسیا په سطحه ځواکمنه اردو او نظامي ځواکونه مو تالا والا او وسایل یې څه جوړ او زیاتره د کباړ په توګه ګاونډیو هیوادو ته، چې د افغانستان د ورانۍ او بربادۍ نیت یې درلود انتقال شوول، هر څه مو له لاسه ورکړل، کلونه دغه ناورین وغزید، د مجاهدینو په نامه مشرانو په خپل منځي جګړو کې په زرګونو افغانان ووژل، معلول او معیوب یې کړل او میلیونونه یې هیواد پریښولو ته اړویستل.

په حقیقت کې د غربیانو او زموږ د هیواد د دښمنانو دا هغه ستر دام وه، چې له یوې خوا یې زموږ هیواد وران ویجاړ کړ او له بله پلوه یې اسلام او اسلامي ارزښتونه د اسلام د دغو اجیرو مشرانو د اعمالو په ګوته کولو سره نړیوالو ته سپک وښودل او د خپلو راتلونکو موخو د عملي کولو له پاره یې امکانات اسانه کړل.

کله چې یې اسلامي ارزښتونه د اسلام د دغو نا اهله ټیکه دارانو په واسطه سپک کړل، بیا یې د یو بل بدیل په راټوکولو سره، نوې استخباراتي لوبه پیل کړه.

امریکا، انګلیس د سعودی عرب او پاکستان په همغږۍ سره طالباني پروژه رامنځ ته کړه، دغه پروژه یې هم تر هغه وخته وکاروله چې د دوي په ګټه وه. ولیدل شول چې د دې پروژې اصلي موخه د یونیکال د کمپنۍ عملي کول و، مګر طالبان د لنډې مودې وروسته مغرور شوول، او نتیجه یې دا شوه، چې د ب- ۵۲ الوتکو د بمباریو ښکار وګرزیدل او امریکا بیرته خپل پخواني کوډاګیان بیا د دوم ځل له پاره په افغان ولس وتپل.

تیر تاریخ او روانو پیښو وښوده چې استعمار هیڅ دوست او دښمن نه لری، بلکې ګټې یې دوي ته ارزښت لری، چې دا وار باید دا د طالبانو له پاره یو ستر ازمون او درس وي.

د طالبانو بیا قدرت ته رسیدل، که دا د دوي مقاومت وي، یا استخباراتی پروژه او که یا د الله تعالی نصرت وي، بیا هم دوي ته په کار ده چې له تیرو ترخو تجربو نه یې زده کړه کړې وي، هر ګام او هرې موخې چې لری، په احتیاط، سنجش، د هیواد والو سره په همغږۍ، د وخت او زمان له غوښتنو سره، د موجوده اسلامي نړۍ د اساساتو په نظر کې نیولو او د نړیوالو تعاملاتو د مراعاتولو له لارې باید هم د نړۍ او هم د هیوادوالو په زړونو کې ځای پیدا کړي، چې د دوي دغه عمل  به هم د دوي او هم د ټولو افغانانو په ګټه وي.

ټولو ته معلومه ده چې يو ځل بیا د تیرو شانته، طالبان په داسې یوه وضعیت کې د هیواد واکي په لاس کې واخیستي، چې هیواد د یوې سترې، ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي خلا سره لاس او ګریوان دی. چې په دې رابطه لاندې راپور د اندیښنې وړ دی:

راپور کې  د اروپايي ټولنې رسمي خپرنيز ارګان (يوړو نیوز) تر پورتني سرلیک لاندی په افغانستان کې  د طالبانو د اسلامي امارت د واکمنۍ پر وړاندې د جدي ننګونو بحث کړي:

«سرچينې ډ طالبانو تېرې واکمنۍ او دوه لسيزې خونړۍ جګړې په يادولو سره ويلي: طالبانو چې په دې پړاوونو کې افغانانو، په خاص ډول ښځو، قومي او مذهبي اقلیتونو سره کوم ناوړه او ظالمانه چلند کړی، هغه نه هیریدونکی دی او ګرانه به وي، چې ورته په پام سره افغانان پر طالبانو باور وکړي.

د يورو نيوز په باور، پر طالبانو د ملي باور او ورسره د ملي ملاتړ تشه د دوی واکمنۍ ته تر ټولو ستره ننګونه ده.

له دې وراخوا، شديد اقتصادي فقر او ناورین، د‌ مغزونو تېښته، نړيواله او ديپلوماتيکه انزوا او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په خاصه توګه د داعش ډلې بيا فعاليدل چې تر ټولو ډېر هدف یې هم طالبان دي، د يورو نيوز د تحليل له مخې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي.»

په رښتیا هم د هیواد د ملی شتمنیو چور، چپاول او د نړیوالو له لوری د ملی شتمنیو کنګل کیدل بله هغه ستره ستونزه ده چې دوام یې هیواد او هیوادوال له یوه ستربشري ناورین سره مخ کولای شي، چې د داسې ناورین،فـقر او بې وزلۍ مخنیوي له یوې خوا د طالبانو افغان ټول شموله حکومت، د نړیوالو تعاملاتو په نظر کې نیولو سره بهرني پالیسي او همدا ډول د نړیوالو بشري او اخلاقي مسؤلیت د افغانستان په اړه د دغو ستونزو د هوارۍ عملي لار ده.

 

د ( شنبه ورځ ، د ميزان په دریمه ) د تاند د خبر له مخې:

«د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې زياتيدونکي بشري ناورين سره د خواخوږۍ په نیت یې پر افغانستان له لګول شویو بندیزونو څخه دوه بيرته واخيستل.

د دغې پريکړې له مخې، اوس نړيوال بشري سازمانونه کولای شي، چې د طالبانو تر واک لاندې جګړو ځپلو سیمو ته بشري مرستې ورسوي.

د متحدو ایالتونو خزانې وزارت ويلي: دا پریکړه د متحده ایالتونو حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو سازمانونو ته لار هواروي چې په افغانستان کې بشري مرستې وکړي او بشري مرستندویه هلو ځلو کې ونډه واخلي.

د دې ترڅنګ د زراعتي موادو، دارودرملو او طبي وسایلو ته هم اجازه ورکړل شوې، چې افغانستان ته صادر شي

د دې بنديزونو د ليرې کولو باوجود به واشنګتن د طالبانو، حقاني شبکې او نورو ډلو پرضد چې بندیزونه یې پرې لګیدلي دي خپلو بندیزونو ته ادامه ورکوي.

د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل ونیوه، په افغانستان کې شديد اقتصادي بحران رامنځته شوی.

دغه بحران د ۹۷ سلنه فقر د رامنځته کولو پر لور روان دی او بشري سازمانونه يې د يوې خطرناکې فاجعې راتګ ته انديښمن کړي دي.»

طالبانو د امريکا متحده ايالاتو تازه پريکړې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون يې خپل سلګونه پلویان په کابل کې يوه لاريون ته ويستي وو، څو امريکا پر افغانستان د لګولو بنديزونو ليرې کولو ته وهڅوي.

همدا ډول تیره ورځ د انګلستان د صدر اعظم په وینا کې چې ویل شوي اګلستان حاضر دي، چې د هغو بمباریو چې په کې افغان بې ګناه انسانان وژل شوي دوي یې  غرمات پرې کړي، دا هغه نوی خبره ده که چېری طالبان یوه سالمه پالیسي غوره کړي، نو کیدای شي په جګړه کې نور دخیل هیوادونه، ناټو، روسیه او امریکا هم دې ته اړ ویستل شي، چې د تیرې څلویښت کلنې نیابتي جګړې غرامات افغانانو ته ورکړي او د افغانستان په بیا رغاونه کې خپل اخلاقي مسؤلیت تر سره کړي.

زما په اند که طالبان معقول ملي او نړیوال سیاست ته پاملرنه ونه کړي بیا به افغانستان د نړیوالو له پامه وغورځول شي او د تیر په شان به مو هیواد د یوې بلې سترې غمیزې سره لاس او ګریوان شي.

 

پای