آرشیف

2017-7-24

دوکتور ص. سعیدي

د امریکې روستي اظهارات او پاکستان!

امريكه بلاخره د پاکستان په ماهیت او زما د لاندې خبرې او د اوږدې راهیسې تأکید او استنباط  باندې پوه شوه:
پاکستان ( استابلشمنت) د افغان ولس او افغانستان ( له آمو نه تر اټکه) دشمن وه، دی او زمان ثابته کړې او ثابته به کړي چې دشمن به پاتې شي. 

که امریکه  دادی ١٦ كاله روسته يعنې اوس د پاکستان پر ماهیت پوه شو او پاکستان پوه شو چې امریکه او جهان د پاکستان په فتنو او دوه مخي پوه شو نو پاکستان به اوس دځان له ‌‌‌‌‌‌ډارې خپل شرارتونه زیات کړي. که امریکه په موقع او همدا اوس متناسب او کوټلي اقدامات ونکړي او د افغان ولس ، پښتنو او بلوڅو او بالقوه امکانات په موقع بالفعله نکړي نو په ېقین د پاکستان په نامه ددې  لن‌‌‌‌‌‌ډي مار ( مار دې لن‌‌‌‌‌‌ډی کړ مړ دې نه کړ) او ددې سرطاني غُدې اساسي چاره ونه کړي نو پاکستان به فرصت ومومي چې افغانستان، سیمې، سولې او امریکې ته سخت، شدید او وژونکي حالات او مشکلات  را پيدا کړي! 
په دهغه خبر زرپوھېدل او زر یې چاره کول اساسي او ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه او اړینه خبر ده. 
نړۍ، امریکه او د افغان حاکمیت دې په ده خبر ځان پوه کړي! 
دا مسأله او دهغه منطق  همدا نن عامول او ټولو ته رسول په كار دی. 

پای